په۲۰۱۱م کال کي د بشار اسد پر ضد سوله ايزه مظاهرې د حکومت تر تند غبرگون وروسته په تاوتريخوالي واوښتې، کورنۍ جگړه پيل سوه او وروسته بيا دغه جگړه د سيمي او نړيوالو قدرتونو له خوا په بيابتي جگړې واوښته.
د سوريې په کورنۍ جگړه کي د اسد ځواک کمزوري
د سوريې انتظامي او امنيتي ځواک د اعتراضونو په مهارولو و نه توانېد او پوځ مداخلې ته مجبوره سو. د سوريې پوځ چي اصلي دنده ئې ظاهراً د سرائيلو له گواښونو سره مبارزه وه، د کورني جنگ ډېر لږ تجريبه ئې لرله.
انځور: picture-alliance/AP Photo
د سوريې پوځ او د اسد رژيم ملاتړي
د سوريې پوځ چي په ۲۰۱۱م کال کي ئې شمېر ۳۰۰زرو کسانو ته رسېد د کورني جنگ په لومړيو کلونو کي ډېر تلفات لرل. د کارپوهانو په نظر اوس به د سوريې د پوځ شمېر ۱۰۰زره وي.
انځور: picture-alliance/dpa
د سوريې آزاد پوځ
د ۲۰۱۱م کال په مارچ مياشت کي د اسد رژيم د اعتراض کوونکو په سرکوبه ولو پيل وکړ. خو لږ وروسته ځيني ناراضي پوځيان بيا له مخالفانو سره ودرېدل او د مظاهره کوونکو د ملاتړ په موخه ئې د سوريې آزاد پوځ جوړ کړ.
انځور: Getty Images/AFP/N. Al-Kathib
د خلکو راټولېدنه
تر سوله ايزه مظاهرو وروسته د جنگ په تودېدو سره د مظاهره کوونکو ډېر له افراطيانو سره يو ځای سول.
انځور: Reuters
د «اسلامي دولت» (داعش) په نوم ډله
د «عراق او شام اسلامي دولت» ډله (داعش) چي وروسته ئې نوم «اسلامي دولت» سو، لومړی په عراق کي جوړه سوه او ډېر ژر سوريې سوريې ته خپلي پوځي او سياسي شبکې وغځولي او د ډېرو مهمو سيمو په نيولو سره ئې ځان په دغه هيواد کي مطرح کړ.
انځور: picture-alliance/dpa
وسله والي افراطي ډلي
د تروريستي شبکې القاعدې پرضد نړيوالي مبارزې په ۲۰۱۲م کال کي په سوريه کي د دغي ډلي فعاليت ډېر کمزور کړ او دغه ډله ډېر ژر پر څو ښاخو ووېشل سوه چي يوې ئې د «جبهه فتح الشام» په نوم په سوريه کي سر راپورته کړ. په سوريه کي نوري افراطي ډلي هم فعاليت کوي.
انځور: picture alliance/ZUMA Press/M. Dairieh
په سوريه کي د روسيې پلی ځواک
روسيې چي په لومړي سر کي د اسد رژيم ته وسلې ورکولې او پوه سول چي د اسد حکومت د قدرت موازنه پر خرابېدو ده ډېر ژر ئې په دغه هيواد کي پوځي حضور ته لاره خلاصه کړه. په ۲۰۱۵م کال کي روسيې د سوريې په جنگ کي برخه واخيستله.
که څه هم چي د اوباما په وخت کي د امريکا سياست له سيمي څخه وتل وو، خو په عراق او سوريه کي د داعش حضور د امريکا شتون اړين کړی. په سوريه کي د امریکا توغندويي بريد وښوله چي دوی هم غواړي په سوريه کي اغېزمن پاته سي.
ايران د اسد رژيم يو له اصلي متحدانو څخه دئ. ايران د سيمي له قدرتونو سره په سوريه کي په يوه نيابتی جنگ اخته دی.
انځور: Atta Kenare/AFP/Getty Images
د ايران مستقیمه مداخله
حسين همداني د ايران د سپاه يو قوماندان چي په سوريه کي وژل سوی دی. ايران تر اوسه له سوريې سره په پوځي او اقتصادي برخه کي په ميلياردو ډالره مرسته کړې ده.
د سوريې په کړکېچ کي د ترکيې رول ډېر مهم او پېچل دئ. په سوريه کي د ناآراميو په پيل سره اردوغان د اسد د مخالفانو ملاتړ پيل کړ.
انځور: Getty Images/AFP
په سوريه کي د ترکيې د ځواکونو عملیات
ترکيې هم لکه ايران فکر وکړ چي په دغه هيواد کي بې له پوځي مداخلي وضعيت د دوی په گټه نه اوړي. له يوې خوا له اسد سره مخالفت او له بله اړخه د کردي ډلو واک ته رسېدل د ترکيې له پاره د سردرد جوړ کړی.
انځور: picture-alliance/dpa
په فارس خليج کي عربي هيوادونه
که څه هم د سعودي عربستان په مشرتوب په فارس خليج کي عربي هيوادونو سوريې ته پوځونه نه دي لېږلي، خو د «اسلامي جبهې» جوړيدل چي مخامخ د عربستان څخه مرستي ترلاسه کوي خپله يو څه دي. قطر او متحد امارات هم په خپل وار سره په سوريه کي د اسد د مخالفانو ملاتړ کوي.
انځور: Reuters/Saudi Press Agency
د لبنان حزب الله
د لبنان حزب الله ډله هم د سوريې په جنگ کي اخته ده. حزب الله چي سړی ويلای سي په لبنان او سيمه کي د ايران پوځي بازو دی، نه ئې سوای کولای چي د سوريې په جنگ کي بې طرفه پاته سي.
انځور: J. Eid/AFP/Getty Images
افغان او پاکستاني شيعه پوځيان
ايران له عراق سره په جنگ کي تجربه پيدا کړه چي د خپلو اهدافو له پاره کولای سي شيعه ډلي و کاروي. په دوی کي «لشکر فاطميون» دله چي له افغان شيعه گانو څخه جوړه ده تر ټولو مهمه ده. يوه بله ډله بيا د «گروه زينبيون» په نوم د پاکستاني شيعه گانو ده. دغه ډلي د ايران په سپاه قدس پوري مربوط دي.
انځور: MEHR
له کوباني ښاره د کردانو دفاع
په کوباني ښار کي له داعش سره په جگړه کي کردانو وښووله چي دوی له افراطيانو سره په جگړه کي ښه متحدان دي. ترکيه بيا په سیمه کي د کردانو د نفوذ زياتېدو سخت مخالف دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna
د سوريې کردان
د سوريې کردان چي د اسد خاندان د حکومت پر مهال له حقوقو بې برخي ول، دغه سیاسي تحولات پخپله گټه کاروي. کردان د اسد رژيم او نورو افراطي ډلو پرضد سخت مقاومت کړی دئ.
انځور: picture alliance/AP Photo
اسرائیل
اسرائيلو له سوريې حکومت سره د مخالفت سره سره تر اوسه د اسد رژيم د مخالفانو ملاتړ کړی نه دئ. دوی يوازي د ايران او حزب الله ډلي د وسلو په زېرمو بريدونه کړي دي. د سياسي چارو کار پوهانو په خبره د سوريې له کړکېچه تر ټولو زياته اسرائيلو گټه اخيستې ده.
په سوريه کي له تيرو ۸ کلونو راهيسي رواني کورنۍ جګړې پر وخت څو ځله د کيمياوي بريدونو ادعاوي سوي دي. دا چي دغه بريدونه چيري او کله په احتمالي توګه تر سره سوي، په دغه انځوريز راپور کي یې وګورئ:
انځور: picture alliance/dpa/AA/M. Abdullah
۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۹مه نېټه
د حکومت تر کنټرول لاندي خان الاصل نومي سيمه کي د عصبي زهرجن ګاز د احتمالي استعمال له کبله تر لسو د زياتو پوځيانو په گډون ۲۶ انسانان ووژل سول. خو دا چي دغه بريد چا کړی، په هکله يې حکومتي ځواکونو او ياغيانو يو پر بل تورونه لګول.
انځور: Getty Images/AFP/S. Hamed
۲۰۱۳ کال د اګست ۲۱مه نېټه
د سوريې پلازمېني دمشق ته نژدې د ياغيانو تر کنترول لاندي په غوطه کي د کيمياوي بريد خبرونه ورکړ سول. ويل سوي ول چي په دغه بريد کي تر ۱۴ زيات انسانان وژل سوي دي.
انځور: picture alliance/AA/I. Ebu Leys
۲۰۱۳ کال د اګست ۲۵مه نېټه
په غوطه کي د احتمالي کيمياوي بريد پړه د سوريې پر حکومت واچوله سوه. همدا ؤ چي د سوريې حکومت و ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړه چي د پښي پلټنې وکړي.
انځور: picture-alliance/Xinhua/A. Safarjalani
۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۲۷مه نېټه
د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر سوريې ږغ وکړ چي د کيمياوي وسلو خپلي زېرمي له منځه يوسي. په دغه اعلاميه کي سوريې ته ګواښ سوی ؤ چي که يې غوښتني عملي نه کړې نو پر ضد به يې له زور څخه کار اخيستل هم ممکن وي.
انځور: Getty Images/AFP/D. Emmert
۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۶مه نېټه
د کيمياوي وسلو د ممانعت سازمان (OPCW) او د ملګرو ملتونو پلاوي وويل چي سوريې د خپلو کيمياوي وسله په له منځه وړلو پېل کړی دی.
انځور: picture-alliance/ANP/dpa/E. Daniels
۲۰۱۴ کال د جون ۲۳مه نېټه
د کيمياوي وسلو د ممانعت سازمان وويل چي سوريې په بشپړه توګه خپلې کيمياوي وسلې له منځه وړي دي.
انځور: picture alliance/AA/Syrian Civil Defence
۲۰۱۴ کال د سپتمبر ۱۰مه نېټه
د کيمياوي وسلو د ممانعت سازمان وويل چي د ۲۰۱۴م کال په پېل کي په ادليب کي کارول سوي کيمياوي مواد کلورين ول.
د لندن مېشته سوريايي بشري حقونو د سازمان په وينا په ادلب کي يو ځل بيا د کيمياوي وسلو په مرسته بريد تر سره سوی دی. د دغه سازمان په وينا په بريد کي ۸۸ انسانان وژل سوي دي.
انځور: picture-alliance/abaca/S. Mahmud Leyla
د ۲۰۱۷م کال د جون ۳۰مه نېټه
د کيمياوي وسلو د ممانعت سازمان د دې پخلی وکړ چي د اپريل پر ۴مه نېټه په ادلب کي تر سره سوې حمله کيمياوي وه. خو ياد سازمان نه وه موندلې چي بريد چا تر سره کړی.
انځور: picture-alliance/AA/I. Ebu Leys
۲۰۱۸ کال د اپريل ۷ مه نېټه
پلازمېني دمشق ته په نژدې سيمه دوما کي د تر سره سوي بريد په هکله هم اندېښنې سته چي ښايي يو کيمياوي بريد وي. په دغه برید کي هم په لسونو انسانان ووژل سول. خو د سوريې حکومت وايي چي دا کيمياوي بريد نه ؤ.