د امریکا سفیر ته ویل شوي چې قونسلګري به د مارچ میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې وتړل شي او دیپلوماتان یې هم اړ دي چې د اپریل میاشتې تر ۵ نیټې پورې روسیه ترک کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په حواله له متحده ایالاتو څخه په همدومره شمیر کې د روسي دیپلوماتانو د اخراج او د امریکا په سیاتل کې د روسیې د قونسلګرۍ د تړل کیدو پر وړاندې، دغه یو متقابل اقدام دی. د بهرنیو چارو د وزارت په حواله روسیه به په لسونو نورو هغو هیوادونو ته هم په متقابل اقدام سره ځواب ووایي. په دې هیوادونو کې آلمان هم شامل دی چې له خپل هیواد څخه یې روسي دپلومان اخراج کړي دي.
د روسیې د دغه اقدام پر وړاندې سپینې ماڼۍ هم غبرګون ښوولی دی. د سپنې ماڼۍ ویاندې سارا ساندرز ویلي دي چې د روسیې دغه اقدم د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د لا ډیر خرابوالي له پاره اقدام دی خو وايي چې د دغه ډول یوه ګام انتظار کیده.
ساندرز د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز ویلي دي چې د متحده ایالاتو او د روانۍ اونۍ په پیل کې د ناټو سازمان په لسونو نورو متحدینو له خوا د یوه نامعلوم شمیر روسي نه ثبت شوي استخباراتي کارکوونکو اخراج، د بریتانیا په خاوره کې د روسیې د برید له پاره یو مناسب ځواب وو.
انځور: Getty Images/AFP/J. Makovec
تیره اونۍ په لسونو هیوادونو چې په کې متحده ایالات، د اروپايي ټولنې ګڼ شمیر هیوادونه او ناټو شامل دي اعلان وکړ چې دوی به په ګډه له ۱۵۰ ډیر د روسیې دیپلوماتان چې د جاسوسانو شک پرې کیږي، اخراج کړي. دغه اقدام وروسته له هغې ترسره کیږي چې په لومړي سر کې بریتانیا د مسکو ۲۳ دیپلوماتان له خپلې خاروې اخراج کړل.
سیرګي سکریپال او د هغه لور د مارچ میاشتې په ۴ نیټه د انګلستان په جنوبي ښار سلیسبوري کې په یوه چوکۍ په بد حالت کې وموندل شول. د بریتانیا ساینسپوهانو تر څیړنو وروسته ویلی وو چې پر دوی باندې د یو ډول زهرجن ګاز برید شوی چې په روسیه کې جوړ شوی. تر دې سملاسي وروسته، برتانیا د دغه برید مسوولیت مسکو ته راجع کړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلي چې دوی د دوشنبې د ورځې له پاره د اتومي وسلو د منع سازمان یوه غونډه رابللې، څو پر دغه موضوع بحث وکړي. د څار دغه سازمان د استفاده شوي زهرجن ګاز نمونې د بریتانیا له چارواکو سره په ګډه معاینه کوي.