1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسیه: د کریميا پله په چاودنه کې درې کسان وژل شوي

۱۴۰۱ مهر ۱۶, شنبه

روسي پلټونکو د شنبې په ورځ وويل چې د کريميا پله پر سر د يوې لارۍ تر چاودنې وروسته په پېښه کې درې وژل شوي دي. د دوی په خبره د چاودلې لارې مالک پېژندل شوی او د پېښې په اړه تحقیقات ادامه لري.

چاودنه د هغه پله په سر شوې چې د کريميا ټاپو له اصلي وچې سره نښلوي او د مسکو له پاره يوه مهمه اکمالاتي لاره ګڼل کيږي
چاودنه د هغه پله په سر شوې چې د کريميا ټاپو له اصلي وچې سره نښلوي او د مسکو له پاره يوه مهمه اکمالاتي لاره ګڼل کيږيانځور: AFP/Getty Images

د روسيې د تحقيقاتو کمېټې په دې هکله يوې اعلاميه کې ويلي دي: «د لومړنيو معلوماتو پر اساس، درې کسان وژل شوي دي.» په اعلاميه کې زیاته شوې، داسې ښکاري چې وژل شوي کسان به «په یو موټر کې سپاره مساپر وي چې چاودلې لارۍ ته نژدې ول.»

چاودنه د هغه پله په سر شوې چې د کريميا ټاپو له اصلي وچې سره نښلوي او د مسکو له پاره يوه مهمه اکمالاتي لاره ګڼل کيږي.

منبع زیاته کړه چې د پېښې د دوو قربانيانو «یو نارينه او يوه ښځه» جسدونه له اوبو راوښکل شوي دي. په اعلاميه کې ويل شوي چې د دوو وژل شوو کسانو هویت تصديق شوی اما د دریم جسد په اړه ېې جزئيات نه دي ورکړي.

اوکرایني ځواکونو نور هم پرمختګ کړی دی

چارواکو ويلي دي چې چاودنه د شنبې په ورځ سهار وختي وشوه چې د سړک دوه خطونه يې يو څه تخریب کړي دي.

اما رويټرز له کيف څخه لیکي چې په دغه ځواکمنه چاودنه کې پل ته سخت زیان اوښتی دی. دغه پل د هغو روسي ځواکونو له پاره چې په اوکراين کې پر جګړه بوخت دي، يوه مهمه اکمالاتي لار ښودل شوې ده.

د اوکراين حکومت د څو سيمو د بيرته نيولو خبر ورکړی

په سملاسي توګه روښانه نه ده چې دغه چاودنه د یو عمدي برید په نتيجه کې رامنځ ته شوې که څنګه، خو دغه مهم پل په داسې يو وخت کې تخريبیږي چې روسي ځواکونه د جګړې په ډګر کې د اوکرايني ځواکونو د تعرضي حملو په مقابل کې له یو لړ ماتو سره مخ شوي دي. روسي ځواکونه په وروستيو کې اړ شوي چې له يو شمیر نېول شوو سیمو څخه په شا شي.

روسي تحقیق کونکو د لارۍ د مالک نوم نه دی ښودلی خو ويلي دی چې هغه د روسيې د سويلي سيمې کراسنودار، اوسيدونکی دی. پر وینا يې د موټر د مالک د هستوګنې په ځای کې تحقیقات پيل شوي دي او د موټر اسناد یا جواز سير هم کتل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب