1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه: د ګازو سلنډر په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي

۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه

د روسېې په ختيځ کې پروت د ساخالین ټاپو په مربوطاتو کې په یوه اپارتمان کې د ګازو د چاودنې له کبله ۹ کسان وژل شوي دي. د ځايي چارواکو په خبره چاودنه د شنبې په ورځ سهار وختي شوې او په وژل شوو کسانو کې ۴ ماشومان هم شامل دي.

د آرشیف انځور (د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۲۳مه)-  يو روسی امبولانس او د اطفائيي موټر د ېوې پېښې په یوه ځای کې
د آرشیف انځور (د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۲۳مه)- يو روسی امبولانس او د اطفائيي موټر د ېوې پېښې په یوه ځای کېانځور: Svetlana Latynina/TASS/IMAGO

ځايي چارواکي وايي چې دغه چاودنه په یوه پنځه پوړيز ساختمان کې د ګازو د سلينډر د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده. دوی زیاتوي چې چاودنه د مسکو په وخت د سهار شاوخوا پنځه نېمې بجې په تيموفسکوئه ښارګوټې کې شوې چې په نتيجه کې ېې د پنځه پوړيز ساختمان یوه برخه راغورځېدلې ده.

د ساخالین والي، والري ليمارنکو پر ټيلګرام ليکلی چې د ژغورنې ډله تر ویجاړيو لاندې د نورو قربانیانو لټون کوي. د هغه په وینا د شاوخوا ۳۳ کسانو له ډلې چې فکر کېږي په دغه ساختمان کې اوسېدل، د ځينو برخليک ناڅرګند دی.

د والي په خبره په چاودنه کې اغیزمن شوو کسانو ته موقتي سرپناوې برابرې شوي او هغه کورنۍ چې کورونه ېې ویجاړ شوي ورته به پنځه لکه روبل (۸۲۱۷ ډالر) ورکړل شي. تمه ده چې په چاودنه کې د وژل شوو کسانو خپلوان به يو میلیون روبل (۱۶۴۳۴ ډالر) ترلاسه کړي.

د ساخالين ټاپو په آرام سمندر کې د جاپان په شمال کې پروت دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب