روسیه له طالبانو سره د اړیکو نیولو مخالفه نه ده
۱۳۸۸ فروردین ۵, چهارشنبههغه څه چی ورسره روسیه مخالفه ده، هغه له «تروریستانو» سره معامله ده.
دغه تبصری په داسی وخت کی عنوانیږی چی روسیه د جمعی په ورځ د افغانستان په هکله د یو کنفرانس د کوربه توپ لپاره تیاری نیسی.
په دغه کنفرانس کی به د شانګهای د همکاری د سازمان غړی هیوادونه، د ملګرو ملتو عمومی منشی بان کی مون او د صنعتی هیوادونو G8 نومی ډلی او د افغانستان د ګاوڼډویو هیوادونو استازی ګډون ولری.
د روسیی د بهرنیو چارو د وزارت معین، الکسی بورودف کین وویل: «که چیری د افغانستان مشری دا لازمه ګڼی چی له مینځ لارو طالبانو سره اړیکی ټینګی کړی، روسیه د هغه مخالفه نه ده په دی شرط چی هغوی خپلی وسلی کیږدی، اساسی قانون ومنی، افغان حکومت وپیژنی او له القاعدی سره اړیکی وشلوی.»
بوردوف کین وویل چی د دغه کنفرانس موخه په افغانستان کی د ثبات ټینګول او له تروریزم او نشه یی توکو سره د مبارزی د لارو چارو لټول دی.
حکيم بری
کتونکی: يحيی وردک