1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه وايي د امریکا د تحریمونو له ګواښ سره هم نه پر شا کیږو

۱۴۰۰ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

په واشنګټن کې د روسيې سفارت د سه شنبې په ورځ وويل چې روسیه به د اوکراین په تړاو د امریکا د تحریمونو باوجود له خپل دريځه پر شا نشي. سفارت دغه خبره د دواړو خواو د لوړپوړو ډيپلوماټانو تر ېوې ټيلفونې اړيکې مخکې کړې ده.

Russland Ukraine | Das russische Militär führt auf der Krim massive Übungen durch
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

د روسيې سفیر پر فیسبوک ليکلي دي: «موږ به پر شا نه شو، او ګورو به چې څه کیږي، د امریکا متحده ایالاتو د تحریمونو ګواښونو ته غوږ نیسو.» سفیر زیاته کړې ده چې دا «واشنګټن دی نه مسکو چې تشنجونه رامنځ ته کوي.»

د فرانسې خبري آژانس له مسکو څخه ليکلي چې د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن به د سه شنبې په ورځ د اوکراين پر مسئله تازه تليفوني خبري ولري.

په وروستیو اوونیو کې د امریکا او روسيې تر منځ کړکېچ په داسې حال کې خپل اوج ته رسيدلی دی، چې امریکا پر مسکو تور لګوي چې پر اوکراین د پوځي یرغل پلان لري.

سپينې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وويل چې که چیري پر اوکراین باندې حمله وشي، نو په هغه صورت کې به د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر «داخلي حلقې» باندې بنديز لګولو ته چمتو ده.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن په کراتو پوتین ته پر اوکراين د یرغل په صورت کې د لوېديځ له خوا د درنو تحریمونو خبرداری ورکړی دی.

روسيې د اوکراین سرحد ته نژدې تر ۱۰۰ زرو ډېر عسکر ځای پر ځای کړي دي چې د مسکو دغه کار لوېديځوال انديښمن کړي چې روسيه پر اوکراین حمله کوي.

خو سفارت ويلي دي چې دغه ځواکونه «هيڅ لور ته ګواښ نه دی» او زیاته کړې يې ده چې دا د روسيې د «خپلواکۍ حق» دی چې ځواکونه يې په خپل قلمرو کې مستقر کړي.

مسکو د بلینکن او لاوروف د ټيلفوني خبرو څخه وړاندې د اوکراین مسئلې په تړاو یو لیک واشنګټن ته استولی دی.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب