روسیه پر سوریې باندی د فشار اچولو په حق کې نه ده
۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په سوریه کې د څارونکي ماموریت د مودې د غځیدو په اړه لا کومه موافقه اوسه پوری نه په سترګو کیږي. د دغې شورا د غړو اکثریت د بریتانوي مسودې څخه ملاتړ کوي. په دغه مسوده کې راغلي دي که چیرې د سوریې مشرتابه د کوفي عنان د سولې له پلان څخه سرغړونه وکړي، بیا به نو د هغې په مقابل کې سخت تدابیر تر لاس لاندې ونیول سي. خو روسیه د دغه کار سره خپل مخالفت ښیی.
په دې ترڅ کې د سوریې په پلازمینه کې نښتې وار په وار په زیاتېدو دي. د عیني شاهدانو په حواله پاڅون کوونکو یوه پوځی څرخي الوتکه ویشتلې ده. په اسرائیلو کې امنیتی کارپوهان په دې عقیده دي چې د سوریې مشرتابه په دمشق کې ورو ورو خپل قدرت د لاسه ورکوي.