1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه په ترکیه کې د توغندیو د نصبیدو سره مخالفه ده

۱۳۹۱ آذر ۳, جمعه

روسیې ویلي دي چي دوی په ترکیه کې د ناټو د احتمالي توغندیو د نصبیدو سره مخالف دي. د روسیې له لوري دغه خبره وروسته تر هغې تر سره کیږي چي په تیرو ورځو کې ترکیې په رسمي توگه له ناټو څخه د دغه دفاعي توغندیو د ځای پر ځای کیدو غوښتنه وکړه.

د ترکیې له لوري دغه غوښتنه په نزدې میاشتو کې د سوریې له لوري د دوی پر خاوره د هاوان د مرمیو د لگیدو په غبرگون کې وکړه. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هیواد يې د دغه گام سره مخالف دی، ځکه چې دغه کار به په سیمه کي د ثبات راوستلو په برخه کې کومه مرسته و نه کړي. روسیې تر اوسه د ملگرو ملتونو د امنیت په شوری کې د بشارالاسد د رژیم پر ضد د دريو بیلا بیلو پریکړه لیکونو مخه نیولي ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب