روسیې په لومړي وار د سوریې په جگړه کي پوځي مداخله وکړه. د روسیې په حواله د هغوی جیټ الوتکو په حما او حمص کي د داعش هدفونه بمبار کړي دي. د سوریې اپوزیسیون بیا دغه خبره ردوي او امريکا بيا پر دغه کار نیوکه کوي.
اعلان
په سوریه کي د روسيې د پوځي مداخلې په اړه تر اونیو آوازو وروسته ولادیمیر پوتین خپله ژمنه عملي کړه. د روسيې د دفاع وزارت په حواله د شلو هوايي بریدونو په ترڅ کي د افراطي ډلي اسلامي دولت اته مرکزونه بمبار سوي دي. د روسيې د دفاع وزارت وياند جنرال ایگور کوناشینکوف ویلي دي چي په غرونو کي د داعش ډلي د وسلو ډیپوگان او د کوماندې مرکزونه له منځه تللي.
هغه زیاته کړه چي دغه عملیات د روسي پوځ د ارقامو پر اساس تر سره سول او ملکي ځایونو ته نژدې سیمي نه دي زیانمنې سوي. د دفاع وزارت په دې اړه ویدیويي تصویرونه هم خپاره کړي دي.
د فعالینو په حواله په بمباري سوو سیمو کي، القاعدې ته نژدې د ال نصره په نوم جبهه او د احرار الشام ډله هم موجوده وه. د سوریې د ملي ائتلاف په نوم اپوزیسیون د مهمي ډلي مشر خالد خوجه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي د حمص په سیمه کي د روسیې له خوا بمباریو په ترڅ کي ۳۶ ملکيان وژل سوي دي. د هغه په نظر د روسیې هدف له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره مبارزه نه ده.
پر اور باندي تېل پاشل؟
د امريکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر په واشنگتن کي ویلي دي چي داسي نه ښکاري چي دغه بمبارۍ دي پر داسي سیمو سوې وي چي هلته دي افراطي ياغيان ول. هغه پر مسکو تور لگوی چي په خپل دغه پوځي ماموریت سره غواړي پر اور باندي تېل وپاشي.
د متحدو ایالاتو د یوه لوی چارواکي په حواله د بهرنیو چارو وزير جان کیري هم خپل روسي سيال سرگي لاوروف ته د روسیې د دغه چلند له کبله شکایت کړی دی. په نیویارک کي د ملگرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کي کیري وویل چي که دغه هوايي بریدونه داعش ته متوجه وي نو موږ به يې ملاتړ وکو، خو د اسد ملاتړ باید نه وسي.
مسکو باید شفافیت وښيي
همدارنگه د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر لاورنت فابیوس هم په نیویارک کي دې خبري ته اشاره وکړه چي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» هدفونه نه دي بمبار سوي. د جرمني د بهرنيو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د روسيې د بریدونو په اړه وویل چي تر اوسه پوري د ثابتو هدفونو او میتودونو په هکله شواهد نسته او روسیه باید ژرترژره په دې هکله شفافیت وښيي.
شتاین مایر، د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) پر ضد د یوه تنظیم سوي نړيوال ماموریت غوښتنه کوي. همدارنگه چین هم پر روسیې سپکه نيوکه کړې.
د دغه هیواد د بهرنيو چارو وزیر وانگ یې وویل چي نړیواله ټولنه باید دې کار ته په بې پروايي سره نه وگوري او له بلي خوا باید خپلسر عمل هم نه وکړي. د چین دغه شان دریځ د حیرانتیا وړ دی، ځکه تر اوسه چين د سوریې په اړه د روسیې د دریځ ملاتړ کاوه.
کریملن د اسد غوښتنه عملي کړه
په مسکو کي فدرالي شورا په يو اړخيزه توگه پوتین ته په سوریه کي د روسي عسکرو د ماموریت اجازه ورکړه. خو د ولسمشرۍ د ادارې مشر سرگي ایوانوف بیا د مځکنيو ځواکونو ماموریت ناممکنه بولي. روسیې په تیرو اونیو کي په سوریه کی خپل پوځي حضور ډیر قوي کړ.
ویل کیږي چي د ټانکونو تر څنگ، ښايي جنگي او بې پیلوټه الوتکي او همدا رنگه نژدې ۵۰۰ عسکر هم هلته ځای پر ځای سوي وي. د کریملن په حواله دغه پرېکړه د بشارالاسد په غوښتنه عملي سوې ده. په دمشق کي د اسد ادارې هم دا خبره منلې ده چي د سوریې حکومت له روسیې څخه د پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه.
د سوريې کورنۍ جگړه او د کيمياوي وسلو کارونه
د سوريې په کورني جنگ کي تر اسه پوري تر سلو زرو زيات انسانان وژل سوي دي او تقريباً ۶ ميلیونه کسان کډوالۍ ته اړ سوي دي. د سوريې د کورني جنگ يو حالاتو ته يوه انځوريزه کتنه.
انځور: Reuters
۲۰۱۱ کال د مارچ ۱۵
په سوريه کي د بشارالاسد رژيم پرضد پاڅون د ۲۰۱۱ کال د مارچ د مياشتي پر ۱۵ نېټه له اعتراضونو سره پيل سوي. د اعتراضونو په لومړيو ورځو کي د کومت او احتجاج کوونکو تر منځ په اخ و ډب کي نزدې سل تنه ووژل سول.
انځور: dapd
۲۰۱۱ کال د جون ۲۳
د ۲۰۱۱ کال په جون مياشت کي لومړی ځل وو چي د سوريې له اړخه د ترکيې پرخاوره باندي توغندی لگېدلې تر هغه وروسته د سوريې او ترکيې او دغه راز لبنان او اردن تر منځ سرحدي شخړي پيل سوې.
د حمص ښار چي پاڅونکوونکو ستر مرکز وو، سخته مرگ ژوبله پکښې رامنځ ته سوه چي په دغه وخت کي په سوو انسانان ووژل سول.
انځور: dapd
د ۲۰۱۲ کال د فيبرورۍ ۲۵
د نړۍ تر ۶۰ هيواونو زيات سره راټول سول او د «سوريې د دوستانو ډله» يې جوړه کړه، تر څو په سوريه کي کړکېچ ته د پای ټکی کښېږدي.
انځور: REUTERS
د ۲۰۱۲ کال د اپريل ۱۴
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړي له مخي دغه سازمان سوريې ته د اوضاع د څېړلو له پاره خپل استازي ولېږل.
انځور: picture-alliance/dpa
د ۲۰۱۲ کال د اگست ۲
د ملگرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان چي د دغه سازمان له خوا د سوريې د کړکېچ د حل له پاره څانگړی استازی معرفي سوی وو خپله ناکامي اعلان کړه. دغه راز په دغه وخت کي د بشري حقونو سازمانونو په سوريه کي د تازه ووژنو خبر ورکړ.
انځور: Reuters
د ۲۰۱۲ کال د اگست ۲۰
د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما، سوريې ته گواښ وکړ چي که تر «سرې کرښي» ترسي له جدي پايلو سره به مخامخ سي. تر «سرې کرښي» تېرېدل د کيمياوي وسلو استعمال ښوول سوی وو.
تر ډيرو جنجالونو وروسته د اسد رژيم دمشق ته څيرمه د زهرجن گاز د استعمال په اړه د ملگرو ملتونو څېړنکو ته د پلټونو اجازه ورکړه.
انځور: picture-alliance/dpa
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۶
د ملگرو ملتونو څانگړو پلټونو کي دمشق ته څېرمه د گازو د استعمال په اړه خپلي پلټني پيل کړې.
انځور: Reuters
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۶
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چازو وزير په سپينه ماڼۍ کي وويل، چي په سوريه کي د گازو د استعمال په اړه ترديد د يقيني کېدو په حال کي دی. هغه وويل چي د اسد رژيم کيمياوي وسلې کار ولي دي.
انځور: Pierre Torres/AFP/GettyImages
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۷
د فرانسي جمهور رئيس فرانسوا اولاند په يوه تلويزيوني وينا کي وويل چي په سوريه کي له زهرجن گاز څخه کار اخيستل سوی دی او په دې اړه ئې بايد مسئولین جواب ووايي.
انځور: Reuters/Kenzo Tribouillard/Pool
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۷
د امريکا متحده ايالاتونو د دفاع وزير چاک هيگل وويل، چي هيواد ئې دې ته تيار دی چي د اوباما له دستور سره سم پر سوريه باندي بريد وکړي. هغه وويل چي پوځ يې حملې ته تيار دی.
انځور: Getty Images
د ۲۰۱۳ کال د اگست ۲۸
د امريکا متحده ايالاتو مرستيال ولسمشر جو بايدن په سوريه کي د اسد رژيم له خوا د زهرجن گاز د استعمال په اړه وويل: «د کيمياوي وسلو کار کوونکو ته بايد سزا ورکړل سي.» هغه زياته کړه: «زه او جمهور رئيس په دې فکر کي يو چي هغه څو ک بايد خپله کړي په سزا ورسيږي چي پر بې گنا کوچنياو، ښځو او نارينو باندي کيمياوي وسلې کاروي.»