1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

د ليپتسک والي: اوکراین په سیمه کې د ډرونونو «درنې حملې» کړي

۱۴۰۳ مرداد ۱۹, جمعه

روسيه وايي اوکراین پر غربي علاقه لیپتسک کې د ډرونو يوه «درنه حمله» کړې چې له کبله ېې د یو شمېر برخو اوسيدونکي تخلیه شوي دي. د ليپتسک والي وويل په دغو حملو کې ۹ کسان ټپیان شوي او د برېښنا په شبکه کې ګډوډي رامنځ ته شوې ده.

د روسيې دفاع وزارت ادعا کړې چې ۷۵ اوکرايني ډرونونه ېې له منځه وړي دي
د آرشیف انځور - د ليپتسک والي وويل د اوکراین ډرون حملو کې ۹ کسان ټپیان شوي او د برېښنا په شبکه کې ګډوډي رامنځ ته شوې ده انځور: Inna Varenytsia/REUTERS

د ليپتسک والي، ارته مونوف پر ټيلګرام ليکلي چې په دغو حملو کې څلور کلي چې د هوايي ځواکونو یوه مرکز ته نژدې پراته دي، په نخښه شوي دي. هغه زیاته کړې چې تر حملو وروسته په سیمه کې بېړنی حالت اعلان او د کليو اوسېدونکي تخلیه شول.

د آر آی اې خبري آژانس د روسيې دفاع وزارت په حواله ويلي چې د روسيې دافع هوا ځواکونو په مجموع کې ۷۵ اوکرايني ډرونونه له منځه وړي دي. سرچېنې زیاته کړې چې ډیری ډرونونه په بیلګراډ او ليپتسک سيمو کې ويشتل شوي دي. اوکرایني چارواکو په دې ارتباط څه نه دي ويلي.

انترفاکس خبري آژانس د ځايي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د ليپتسک له ښاره بهر د هوايي ځواکونو په اډه کې اور لګېدنه رامنځ ته شوې ده.

مونوف زیاته کړه چې سیمیز حکومت ټول تفريحي پروګرامونه لغوه کړي او د سپورټي پروګرامونو په څېر د نورو مراسمو  له پاره به امنيتي تدابیر زیات شي.

په ورته وخت د کریميا د سواستوپول ښار والي، میخایل رازوژایف، پر ټېلګرام ليکلي چې روسي ځواکونو دغه ښار ته نژدې درې ډرونونه او درې د ډرون کشتۍ له منځه وړي دي. د کریميا نيمه ټاپو سواستوپل ښار د روسیې تر کنټرول لاندې دی.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب