1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه: که امریکا په المان کې توغندي نصب کړل ځواب به ورکړل شي

۱۴۰۳ مرداد ۸, دوشنبه

په المان کې د امريکا د اوږد واټن ويشتونکي توغندیو د نصبولو تر پريکړي وروسته روسیې یې د ځواب ورکولو ګواښ کړی دی.

Russland | Militärfahrzeug mit Iskander-M Rakete
په ۱۹۸۷م کال کې د روس او امریکا ترمنځ د شوې یوې معاهدې یا تړون پر اساس له ځمکې څخه د منځني واټن توغندیو پر نصبولو بندیز لګول شوی وو.انځور: Globallookpresspicture alliance

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ وویل چې که امریکا په المان کې د خپلو عصري توغندیو د نصبولو پلان عملي کوي، نو مسکو به هم «ورته اقدامات» عملي کړي.

د یادونې وړ ده چې واشنګټن د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي ول چې له ناټو سره د خپل پيوستون د مسئولیت په توګه تر ۲۰۲۶م کاله پورې به د لیري واټن ویشتونکو توغندیو ترڅنګ د هائپرسونک توغندیو نصبول هم پیل کړي.

تر سړې جکړې وروسته پر اوکراین د روسيې د برید په پام کې نیولو سره د روسیې او لویدیځو قدرتونو ترمنځ تشنج خپل اوج ته رسیدلی دی.

د امریکا او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د اټومي تړون پای

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتن په سنت پیترزبُرګ کې د سمندري ځواکونو د رسم ګذشت په مراسمو کې وویل: «که امریکا دا پلانونه عملي کوي، بیا به نو موږ ځان د منځنۍ او لنډ واټن ویشتونکو وسلو د نصبولو له یوه طرفه بندیز څخه آزاد تصور کړو، په کوم کې چې زموږ د سمندري ځواکونو د وړتیاو زیاتول هم شامل دي.»

پوتین وویل چې د دا ډول اقدام تیاریانې «پخپل وروستي پړاو کې دي.» نوموړي زیاته کړه چې کله تیاریانې بشپړې شي، نو کولی شي په لسو دقیقو کې حکومتي، پوځي او صنعتي اهداف په نښه کړلی شي.

په ۱۹۸۷م کال کې د روس او امریکا ترمنځ د شوې یوې معاهدې یا تړون پر اساس له ځمکې څخه د منځني واټن توغندیو پر نصبولو بندیز لګول شوی وو.

خو د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ حکومت روسیه د تړون پر نقضولو تورنه کړه او په ۲۰۱۹ م کال کې له دې تړون څخه ووت.

که څه هم وروسته بیا مسکو هم له تړون څخه ووت، خو پوتین ویلي وو چې د تړون د شرایطو عملي کولو ته به پابند پاتې شي. البته هغه دا هم ویلي وو چې که چیري دا ډول توغندي په جرمني کې نصب کړلی شول، نو روسیه به هم د ورته عمل کولو آزادي ولري.

د اټومي وسلو نوي سیالۍ 

امریکا لا دمخه په المان کې څو پوځي اډې لري چې له سړې جګړې راهیسې موجودې دي. امریکایي توغندي هم له پخوا څخه په ټوله اروپا کې موجود دي، خو هغه د لنډ واټن ویشتونکي دي.

په دې وروستیو کې واشنګټن او برلین په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو، چې نویو نصبیدونکو توغندیو کې به د «ای ام سکس الوتکه ویشتونکو توغندیو» ترڅنګ، د اټومي وړتیا درلودونکي هایپرسونک وسلې هم شاملې وي.

د المان وسله والو ځواکونو له دې پروګرام څخه په دفاع کولو سره ویلي وو چې روسیې لادمخه د پولنډ او لتوانیا ترمنځ د روسیې په انکلیو کالنین ګراد سیمه کې د اسکندر توغندي چې د اټومي سرګولولو د لیږد توان لري، نصب کړي دي.

المان ویلي وو چې د منځني واټن ویشتونکي دا ډول توغندي د المان د ښارونو د په نښه کولو توان لري.

تیره اونۍ د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګيي ریابکوف، وویل چې مسکو به د امریکا د اقدام په ځواب کې د اټومي توغندیو له نصبولو څخه ډډه ونه کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

03:15

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل