1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه کې د اورشېندي چاودنې ملکي پروازونه له گواښ سره مخ کړي

۱۴۰۲ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

د روسیې په لیري ختیځ کې د شیولوچ اورشېندي د چاودنې په پایله کې نږدې ۱۰ کیلومتره لوړوالي ته د ایرو وریځې پورته شوي چې ملکي پروازونو ته یې گواښ پیښ کړی دی. په وروستي ځل په ۲۰۰۷ کال کې په شیولوچ کې داسې پيښ شوي وو.

Russland I Shiveluch Vulkan
انځور: The Russian Academy of Sciences' Vulcanology Institute/AP/picture alliance

د روسیې په کامچټکا ټاپو کې د شیولوچ آتشفشان یا اورشېندی د سه شنبې ورځې سهار وختي وچاودید چې له امله یې تر نږدې لس کیلومتره لوړوالي کې په فضا کې د ایرو وریځې خورې شوې. حکومتي چارواکي وايي چې له دې امله د هوایي ترافیک یا هوایې چلند له پاره خطر زیات شوی دی.اورشيندې ته د ژوندیو حیواناتو او نباتاتو د غورځولو مذهبي دود

د غبرگون یوه ډله چې وضعیت څاري د ملکي هوانوردۍ ادارې ته (د اورشېندي د نظارتخانې د سور کوډ خبرداری) استولی دی. په دغه خبرداري کې ویل شوي دي چې هر وخت کیدای شي د ایرو دغه ورځي ۱۵ کیلومتره لوړوالي ته ورسیږي. دوی ویلي دي: «دغه وضعیت نړیوال او په لږه ارتفاع کې د پرواز کوونکو الوتکو تگ راتگ اغیزمنولی شي.»

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

د روسیې د سائنس په اکاډمۍ کې د کامچټکا څانگې پورې تعلق درلودونکي د جیو فزیک سروې په تلگرام شبکه کې ویلي دي چې د اورشېندي تر چاودنې وروسته د ایرو وریځې د لویدیځ او سویل پر لور خپریږي، چې ۴۰۰ ضرب ۲۷۰ کیلومتره ساحه کې اندازه شوې ده.

د سیمه ایزې ښاروالۍ مشر په ټیلي گرام شبکه کې لیکلي دي چې سیمه ایزو چارواکو د ښوونځیو د بندولو او د نږدې کلیو اوسیدونکو ته په خپلو کورونو کې دننه د پاتې کیدو امر کړی دی.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د شمالي بحرالکاهل یا آرام سمندر په کامچټکا ټاپو کې نږدې ۱۶۰ اوشیندې دي، خو په دوی کې یوازې شاوخوا ۲۰ یې فعاله دي. یونیسکو د کامچټکا اورشیندې غرونه د نړیوال کلتوري میراث په توگه ثبت کړي دي.

کامچټکا یو له تر ټولو فعال او لویو آتشفشانونو څخه دی. د یوه اټکل له مخې شیولوچ په تیرو ۱۰ زره کلونو کې ۶۰ ځله په ډیر بد ډول چاودیدلی دی. په وروستي ځل داسې یوه لویه چاودنه په ۲۰۰۷م کال کې رامنځته شوې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

پوهه: د اورغورځونې پر وخت کاربن ډای اکساید له کومه کیږي؟

25:00

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب