روسیي وینزویلا ته پوځي تجهیزات او پرسونل استولي دي
۱۳۹۸ فروردین ۵, دوشنبهچارواکو ویلي دي چې د شنبې په ورځ له پوځي تجهیزاتو او پرسونل ډکې دوې الوتکي په وینزویلا کې ناستې دي. دا د روسیې او وینزویلا تر منځ د روانې همکارۍ یوه برخه ده.
هغه څه چې تر اوسه پورې روښانه شوي
- د الوتکو د پراواز د مسیر معلومولو معلوماتو له مخې د روسیې د هوايي ځواک دغه الوتکې د شنبې په ورځ په کراکاس کې کښیناستې.
- یوې «ایوشین IL-62» مسافر وړونکې جټ او یوې «انتونوف AN-124» ډوله د کارګو الوتکې له مسکو څخه د پرواز کړی او د سوريې پر فضا تير شوي دي.
- د روسیې د یوه لوړپوړي پوځي چارواکي په حواله په الوتکو کې ۱۰۰ سرتیري سپاره ول. د ځایي خبریال خاویر مایورکا په حواله په الوتکو کې ۳۵ ټنه توکې هم بار ول.
- د روسیې دولتي خبري آژانس سپوتنیک ویلي دي چې په الوتکو کې تجهیزات او پرسونل لیږدول شوی چې پوځي تخنیکي قراردادونه ترسره کړي.
- یوه وینزویلايي چارواکي ویلي دي چې روسي پوځي چارواکي له دې کبله دې هیواد ته راغلي دي چې د تجهیزاتو د ساتنې، روزنې او ستراتیژي په اړه بحث وکړي.
- د کارګو الوتکه بیا د یکشنبې په ورځ له وینزویلا الوتې ده.
کلیدي متحد: د وینزویلا سرپرست ولسمشر نیکولاس مدورو په دې باور دی چې امریکا متحده ایالات غواړي د هغه حکومت له پوځي لارو ړنګ کړي او پرځا یې د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو ته واک وسپاري. روسیه بیا د مدورو د هغو هڅو ملاتړ کوي چې له مخې یې غواړي په واک کې پاتې شي.
د توکو پخواني انتقالات: روسیې لا وختي د تیرکال په دسمبر میاشت کې د مدورو په ملاتړ وینزویلا ته دوې Tu-160 ډوله بم اچوونکې الوتکې واستولې. درې میاشتې مخکې روسیې او وینزویلا په ګډه پوځي تمرینات هم وکړل چې د واشنګټن له نیوکو سره مخامخ شول.
مدورو اوس هم په واک کې دی: که څه هم په لسونو هیوادونه پر مدورو باندې فشار راوړی دی، خو هغه د واکه له ګوښه کیدو ډډه کوي. په جنوري میاشت کې ګوایدو ځان د وینزویلا موقت ولسمشر اعلان کړ، ځکه په خبره یې د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې درغلۍ شوې وې.
ms/nz (AP, Reuters, AFP)