1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د شپې له خوا پر کیف «پراخ» بریدونه کړي

امان الله جواد ژباړه: امید دیدار
۱۴۰۴ آبان ۲۳, جمعه

روسیې د جمعې پر شپه د اوکراین پر پلازمېنې کیف پراخ هوايي بریدونه کړي دي چې پکې د استوګنې ودانۍ زیانمنې شوي دي. ورته مهال اوکراین هم روسیه کې د نووروسیسک بندر په نښه کړی دی.

روسیې د شپې له خوا پر کیف «پراخ» بریدونه کړي
انځور: Gleb Garanich/REUTERS

د  اوکراین پلازمېنه کیف  د جمعې پر سهار د روسیې له پراخو او سختو هوايي بریدونو سره مخ شو. دغو  بریدونو کې تر دې دمه د یوه کس د وژل کېدو او له شلو د ډېرو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوی. ویل شوي، چې په ټول ښار کې د استوګنې نیږدې ټولې ودانۍ زیانمنې شوي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکوف وویل، چې «د دښمن د لوی برید» د دفاع له پاره د دافع‌هوا ټول واحدونه فعال شوي؛ خو «د تودوخې سیستم ځینې برخې زیانمنې شوي.»

هغه خبرداری ورکړی، چې د دغو بریدونو له امله ښايي د برېښنا او اوبو جریان ځنډنی شي. د کیف ښار د نظامي ادارې مشر تیمور تکاچنکوف وویل:«روسان اوس دا مهال د استوګنې پر ودانیو بریدونه کوي. په ټول کیف کې لوړې او دنګې ودانۍ لیدل کېږي، چې زیانمنې شوي.»

د کیف والي ویلی، چې ډرون او توغندیزو بریدونو کې له ښاره بهر یو کس ژوبل شوی او څو ځایه اور هم لګېدلی دی. د هغه په وینا، په بیلاتسرکفا ښار کې یو ۵۵ کلن سړی سوځېدلی، چې اوس په روغتون کې بستر دی.

د روسیې پر نووروسیسک بندر د اوکراین برید

ځايي چارواکیو منلې، چې د جمعې پر سهار د روسیې پر نووروسیسک بندر د  اوکراین  ډرون برید پر مهال توره بحیره کې یوه کښتۍ، څو اپارتمانونه او د تېلو یوه ذخیره زیانمن شوي دي.

د روسیې په سویل کې د کراسنودار عملیاتي مرکز خبر ورکړ، چې د کښتۍ درې کارکوونکي ژوبل شوي، چې اوس د درملنې له پاره روغتون ته استول شوي. اوکرایني چارواکیو په سملاسي توګه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

روسیه: له ۲سوه ډېرې اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې رانسکورې شوي

روسیې خبر ورکړی، چې د دغې هېواد دافع‌هوا سیستم شپې مهال د  اوکراین  له دوه سوه ډېرې بې پیلوټه الوتکې یا ویشتلي او یا یې هم ورته مخه نیولې ده.

د روسیې دفاع وزارت  پر ټلیګرام خبر ورکړ چې :«د تېرې شپې جریان کې دافع‌هوا سیستم ۲۱۶ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې او مخه یې ورته نیولې ده.»

دغې وزارت ویلي، چې د روسیې سویل کې د کراسنودار سیمې پر فضا یې ۶۶ بې پیلوټه الوتکې ویشتلي، هغه ځای چې تر دې وړاندې پکې چارواکیو د تېلو د یوې ذخیرې او بندر د ویشتلو خبر ورکړی و. مسکو ویلي، چې په ساراتوف کې یې هم ټولې ۴۵ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

01:57

This browser does not support the video element.

امان الله جواد يو افغان خبريال دی چې له ۲۰۱۵م کال راهېسې د دويچه ویله د افغانستان په څانګه کې فعاليت کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب