1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د مسکویچ نوي ماډل موټرو په تولید شروع وکړه

۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

د غربي تعزیراتو تر فشار لاندي په مسکو کي د شوروي د وخت مسکویچ سلسلې د یوه نوي ماډل موټر په تولید باندي شروع وسوه.

 PKW I Automodell I Moskwitsch
انځور: Donat Sorokin/ITAR-TASS/imago images

د اصلي سهامي شرکت، رینو موټرانو د شرکت تر خارجیدو وروسته د مسکویچ د فابریکې د بیرته افتتاح کولو دغو مراسمو ته د انټرفکس خبري آژانس په حواله د نورو ترڅنګ د صدراعظم معاون، ډینس مانتوروف او مسکو ښاروال، سرګیې سوبیانین ورغلي وه.

د مسکویچ ۳ دغه موټران د چینایي JAC S4 موټرانو یوه کاپي ده. په روسیه کي به هغوي په اول سر کي د بنزینو موټرانو ماډل تولید سي او ۱۵۰ اسپاوره قوت به ولري. ویل کیږي، چي د همدې کال تر اخره پوري به هغوی برقي موټران هم تولید کړي. خرڅلاو یې بیا د ۲۰۲۳ م کال له اولي ربعي څخه پلان سوی دی. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب