1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

روسیې د ۱۹۳ اوکرایني ډرونونو د راغورځولو خبر ورکړی دی

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ آبان ۵, دوشنبه

د روسیې له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د دغه هیواد د هوایي دفاع سیستم تیره شپه د اوکراین ۱۹۳ بې پيلوټه الوتکې کشف او لمنځه وړي دي. په دغو بریدونو کې د یوه کس د وژل کیدو او پنځو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی شوی دی.

د اوکراین د یوه را غورځول شوي ډرون پارچې
اوکراین په دې وروستیو کې یو وار بیا د روسیې د تیلو د تصفیې او انرژۍ پر تاسیساتو بریدونو ته زور ورکړی دی. انځور: Maxim Grigoryev/ZUMAPRESS/picture alliance

د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۷ نیټه) په ورځ د تلیګرام انټرنټي خدماتو په شبکه کې لیکلي دي چې د دغه هیواد د هوایي دفاع سیستم تیره شپه د اوکراین ۱۹۳ بې پيلوټه الوتکې «کشف او لمنځه وړي دي.»

سیمه ایزو چارواکو په دغو بریدونو کې د یوه کس د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی.

د روسیې د لویدیځې سرحدي سیمې بریانسک والي الکساندر بوګوماس، په تلیګرام شبکه کې لیکلي چې په دغه برید کې په یوه کلي کې یو کوچنی بس په نښه شوی دی. د بوګوماس په حواله د دغه کوچني بس چلوونکی وژل شوی او پنځه تنه سپرلۍ یې ټپیان شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د دغه هیواد د هوایي دفاع ځواکونو په بریانسک سیمه کې چې له اوکراین سره ګډه پوله لري په مجموع کې ۴۷ بې پيلوټه الوتکې ویشتلي دي.

د نوموړي وزارت په حواله ۴۰ نور ډرونونه بیا د مسکو په سیمه کې ویشتل شوي دي.

د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د بریدونو له پيلیدو راهیسې اوکراین د روسیې د زیربناو پر وړاندې د بې پيلوټه الوتکو له بریدونو څخه استفاده کوي.

اوکراین دا کار د روسیې د توغندیزو او بې پيلوټه الوتکو د بریدونو چې په ځانګړي توګه د اوکراین د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي، په ځواب کې ترسره کوي.

اوکراین په دې وروستیو کې یو وار بیا د روسیې د تیلو د تصفیې او انرژۍ پر تاسیساتو بریدونو ته زور ورکړی دی.

څرنګه ځمکني ډرونونه د جګړې په ډګر کې کارول کیږي؟

04:02

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل