روسیې پر ایران باندې د اروپايي ټولنې بندیزونه غندلي دي
۱۳۹۱ مهر ۲۷, پنجشنبهاعلان
روسیې پر ایران باندې د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه بې فایدې او د منلو نه وړ بللي دي. دغه بندیزونه چې په روانه اونۍ کې تصویب شول د ایران د نفتو سکتور او د دې هیواد مرکزي بانک تر اغیزې لاندې راولي.
دغه بندیزونه د ایران د شخړه ییز اتومي پروگرام له کبله پر دې هیواد باندې لگول شوي دي. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه شان بندیزونه د ایران د اتومي پروگرام په هکله د خبرو اترو مخه نیسي.
اروپايي ټولنه ادعا کوي چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو هڅې کوي خو ایران تل دغه ادعا ردوي او وايي چې اتومي پروگرام ئې یوازې سوله ییز اهداف لري.