روسیې له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پیل کړ. دغه اقدام د سوریې په ډیرو برخو کې د اوربند تر رامنځته کیدو وروسته کیږي. د روسيې د پوځ مشر والیري ګیراسیموف، د روسيې خبري آژانس ته ويلي دي: «د روسیې د پوځ علي قوماندان ولادیمیر پوتین، د پریکړي له مخې، د دفاع وزارت په سوريه کې د خپلو پوځیانو د شمیر په کمولو پیل کوي.»
هغه ویلي دي چې لومړی به یوه لویه پوځي بیړۍ چې جنګي الوتکې هم لیږدوي له سیمې څخه راووځي. په سوريه کې د روسیې اصلي پوځي قوماندان اندرې کارتاپولوف، هم دغه معلومات تائيد کړي دي. هغه ویلي دي: «هغه اهداف چي دغي الوتکي وړونکي کښتۍ ته ټاکل شوي ول، ترلاسه شوي دي.»
تمه کیږي چې روسیه به په سوريه کې دوې پوځي اډې وساتي چې په هغو کې به په تارتوس کې یوه سمندري او په لتاکیا کې یوه هوایي اډه شامله وي. پر دې سربیره به روسیه په سوريه کې خپل هوایي دفاعي سیستم هم فعاله وساتي.
روسیې د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر میاشت کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ملاتړ ډیر کړ. د دې ملاتړ هدف پر واک د اسد ساتل او له پاڅون کوونکو څخه د حلب مهم ستراتیژیک ښار بیا نیول وو. د اسد ځواکونه په وروستیو وختونو کې د روسیې د هوایي ملاتړ په لرلو سره چې ډیر وخت پکښې ملکي وګړي هم ووژل شول، د حلب ښار په بشپړ نیولو وتوانیدل.
دا د روسیې له ملاتړه د برخمنو ځواکونو له پاره د سوریې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لویه بریا وه. اوس روسیه هڅه کوي چې د سوریې کړکیچ په سیاسي حلولو کې فعاله اوسي او په دې ترتیب سره جګړه پای ته ورسیږي. قزاقستان به د سوریې د سولې د خبرو اترو کوربه وي، چې ایران او ترکیه به هم پکې مهمه ونډه لري.
خو ډېر کارپوهان شک لري چې روسیه دې په یوازي سر او د امریکا متحدو ایالاتو له ملاتړ پرته په سوريه کې د سولې یو تړون رامنځ ته کړي.
تر دې مخکې هم پوتین اعلان کړی وو چې د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې به له سوريې څخه خپل یو څه ځواکونه باسي، خو د جګړې له تودیدو سره بیا مسکو له خپلې پریکړې وګرځيد.
نور مطالب:
د حلب د نیولو له پاره جگړه
د سوریې څو اړخيزه کورنۍ جگړه شپږم کال ته ننوځي او د حلب ښار بشپړکنترول د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له پاره مهم گڼل کیږي. د سوریې جگړه د انځور په ژبه.
انځور: Reutersد بشارالاسد پلار حافظ اسد، پر دغه هیواد باندې د اظطراري سختو قوانینو په لگولو سره حکومت وکړ. ډیرو کارپوهانو اټکل کاوه چې کله حافظ اسد خپل زوی ته قدرت وسپاري نو په دې سره به یې په اصطلاح د «دمشق پسرلي» او د سیاسي اقتصادي اصلاحاتو رامنځ ته کولو ته لاره پرانیستې وي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Haidar۲۰۱۱، په زور سره د حکومت ضد احتجاجونو ځپل
خو د اصلاحاتو پر ځای بشار الاسد د خپل هیواد د امنیتي ځواکونو په واسطه د اپوزیسیون سرکوبول غوره کړل. خو کله چې هغه هڅه وکړه چې ولسي پاڅونونه په تاوتریخوالي سره سرکوبه کړي، د هغه پر رهبري سختي نیوکي وشوې.
انځور: dapdپه ۲۰۱۲م کال کې یاغیانو د حلب ځینې برخې ونیولي
د ۲۰۱۲م کال په لومړیو کې یاغیانو د حلب ښار شمال لویدېځې څنډې تر خپل کنترول لاندې راوستې. د همدغه کال په جولای میاشتې کې د لومړي ځل له پاره پر لاریون کوونکو ډزې وشوې او یاغیانو د دغه ښار له پاره جگړه پېل کړه. د حلب بې وزله ختیځې ولسوالۍ ډیر ژر د یاغیانو لاس ته ولویدې.
انځور: picture-alliance/dpaپه ۲۰۱۳م کال کې د یاغیانو پرمختگ
د ۲۰۱۳م کال د فبروري میاشتې په ۲۲مه نیټه خلک د دې خبر تر اوریدو وروسته هر لور ته ځغلي چې یوه الوتکه حکومت ضد احتجاج کوونکو باندې بمونه غورځوي. حکومت د حما او حلب تر منځ د لوی لارې کنترول له لاسه ورکولو وروسته د بدیلي انتقالي لارې د کنترول له پاره خپله توجه د حلب سویل ته متمرکزه کړه.
انځور: Reuters/M. Salmanد بني امیه جامع مسجد ویجاړیدل
د ۲۰۱۳م کال په اپریل میاشتې کې د بنه امیه جامع مسجد یو منار د جگړو په ترڅ کې راونړید. دغه مسجد د اتمې او دیارلسمې میلادي پیړیو په منځ کې جوړ شوی دی. د نهو میاشتو تر جگړې وروسته چې د حلب ډیری برخې یې ویجاړې کړې، یاغیانو د حلب ښار تر نیمایي زیاته برخه تر خپل کنترول لاندې راوسته.
انځور: Reuters/M. Barakatدغه انځور هغه یو پلار ښيي چې د خپلو دوو ماشومانو پر وژل کیدو ویر کوي. یاغیانو د یوې مودې له پاره د حلب ښار بدیله اکمالاتي لاره قطع کړه او د ښار لویدیځه برخه چې د حکومت تر کنترول لاندې وه، په بشپړه توگه کلابنده شوه. پر حلب ښار باندې لومړني بیلري بمونه د ۲۰۱۳م کال په دسمبر کې وروغورځول شول.
انځور: Reutersپه ۲۰۱۴م کال کې یاغیانو او حکومت خپلې مواضع ټینگې کړې
په انځور کې لیدل کیږي چې د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې په دوهمه نېټه د حلب په گاونډۍ سیمه الشار کې د ملکي دفاع غړي ماشومان ژغوري. حکومت د یاغیانو پر ضد د جېټ الوتکو او څرخي الوتکو بریدونو کې ډیرښت راوست.
انځور: Reuters/S. Kitazپه ۲۰۱۵م کال د یاغیانو پرمختگ او د روسیې مداخله
دغه انځور د ۲۰۱۵م کال د مارچ میاشتې د شپږمې نېټې دی چې د حلب سیف الدولة، ولسوالۍ کې عمومي سړک ښکاري چې پکښې د ریگو له بوجیو څخه جوړې شوې پوستې ښکاري. د سوریې په شمال ختیځ کې د یاغیانو پرمختگ حکومت تر فشار لاندې راوست.
انځور: Reuters/H. Katanپه مسکو کې د پوتین او اسد لیده کاته
د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۰ نېټه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل سوریایي سیال بشارالاسد سره په مسکو کې ولیدل. تر هغه لږ څه وروسته په سوریه کې د روسیې له خوا لومړنی هوایي برید تر سره شو. که څه هم روسیې وویل چې ځواکونه یې د داعش پر ضد جگړه کې د پاڅون کوونکو د «سوریې د آزادي بخښونکي پوځ» ډلې مرستې کولو ته چمتو دي، خو دا یې هم وویل چې روسي ځواکونه د اسد ملاتړ هم کوي.
انځور: Reuters/RIA Novosti/Kremlin/A. Druzhininپه ۲۰۱۶م کال د حلب کلابندي او بمباري
د روسیې مرستې سوریایانو ته ورسیدې. د مرستو پر خلتو باندې د روسیې او سوریې بیرغونه رسم ول او دا جمله پرې لیکل شوې وه چې «روسیه له تاسو سره ده.» د روان میلادي په جولای میاشتې کې حکومتي ځواکونو د لومړي ځل له پاره د حلب ختیځ په بشپړه توگه کلابند کړ. دغه کلابندي لس ورځې وروسته د یاغیانو د عملیاتو په پایله کې ماته شوه.
انځور: Reuters/O. Sanadikiد څو میاشتو د سختې بمبارۍ وروسته، چې په ترڅ کې یې څو روغتونه هم د بریدونو هدف وگرځیدل، د روسیې او سوریې حکومتونو له ملکي کسانو د ښار د تخلیه کولو غوښتنه وکړه. د دسمبر په دیارلسمه نېټه یاغیانو پر یوه اوربند او د حلب له ختیځ څخه پر وتلو موافقه وکړه. تر هغې څو ورځې وروسته اوس د ښار له ختیځې برخې څخه د ملکي کسانو د وتلو لړۍ پېل شوې ده.
انځور: Reuters/A. Ismail