1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسېې اروپا ته د ګازو د لیږد کچه سمه نیمه راښکته کړه

۱۴۰۱ مرداد ۶, پنجشنبه

د روسېې ګازپروم شرکت د چهارشنبې په ورځ اروپا ته د مهم پایپ لاین، نورد ستریم، له طریقه د طبيعي ګازو د لیږد کچه له اوسنۍ ۴۰ سلنې څخه نیمايي، ۲۰سلنې ته راښکته کړه. دا د روسېې له خوا پر اروپا د ګازو د کمولو وروستی مورد دی.

Symbolbild Gas
انځور: Janek Skarzynski/AFP/Getty Images

 روسیه د دغه اقدام دلیل د ګازو په تاسیساتو کې تخنيکي ستونزې ښيي خو آلمان دا د اوکراین جګړې پر مهال د بې ثباتۍ او د بېې د لوړولو په خاطر یو سیاسي اقدام بولي.

د روسېې حکومت تر کنټرول لاندې د انرژۍ شرکت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې غواړي د ترميماتي چارو په دلیل اروپا ته د ګازو حجم کم کړي. دغه اعلان د روسېې له خوا د ګازو د بشپړ قطع کولو په اړه انديښنې لا ډیرې کړي دي.

د نارد ستریم ویب پاڼې او د آلمانۍ شبکې تنظيمونکي، کلاوس مولر د ګازو د کچې کمیدل تائيد کړي دي.

مولر دويچلند فونک راډيو ته وويل: «ګاز په اوس وخت کې د روسېې د بهرني سیاست او په احتمال سره د روسېې د جګړې یوه برخه ده.»

د طبيعي ګازو بیه د مارچ میاشتې له اوایلو لوړه شوې ده. له طبیعي ګازو څخه د بريښنا په صنعت، د بريښنا په تولید او په ژمي موسم کمې د کورونو د ګرمولو له پار استفاده کیږي.

د بریښنا د بېې لوړيدل د انفلاسیون په لوړيدو کې مرسته کوي، که چیرته اروپا په کافي اندازه د ګازو زیرمه ونه کړي کيدای شي د ژمي په سړو میاشتو کې له رکود سره مخ شي.

دغه انديښنې سبب شوې چې د اروپايي اتحادېې حکومتونو د سه شنبې په ورځ د روسې له خوا د ګازو د لیږد د لاډير کمولو په مقابل کې، د ګازو پر لږ استفادې توافق وکړ. دغه اقدام په کافي اندازه د ګازو د ذخیره کولو له پاره شوی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب