د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې، د نړۍ شاوخوا ۱۷،۵ سلنه نفوس، نارینه او ښځینه دواړه، د خپل ژوند په ځینو وختونو کې جزوي شنډتوب تجربه کوي، او په ډېرو پيښو کې دا کمښت د لنډې مودې په پرتله اوږد مهاله وي.
په ژنيو کې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دې سازمان کارپوهان اټکل کوي چې په نړیواله کچه، د ماشوم زيږولو عمر لرونکي نارینه او ښځي چې د ماشوم زیږون له پاره په خپلو هڅو کې له ناکامۍ سره مخامخ کیږي، هغه په دې پوريٍ اړه نه لري چې هغه د بډاله يوهیوادونو کسان دي که نه.
آلمان: د عملیاتو په واسطه زیږونونه ډیر شوي دي
یاد سازمان لیکلي دي، چې د دې وضعیت سره مخ د خلکو حالت څحه ښکاری، دا مهمه نه ده چې دوی چیرې ژوند کوي یا د ژوند کولو له پاره څومره سرچینې شته.
انځور: Maksym Yemelyanov/Zoonar/picture alliance دغه راپور دا په گوته کوي چې د لوړ او په منځني عاید لرونکو هیوادونو کې ۱۷،۸ سلنه بالغ نارینه او ښځې او په ټیټ یا منځني عاید لرونکو هیوادونو کې ۱۶،۵ سلنه د دوی د تولیدي فعال ژوند په بهير کې په ځینو وختونو کې شنډ دي.
په نړیواله کچه داسې طبي اسانتیاوو ته په ټولو ټولنو کې د عامو خلکو د لاسرسي ښه کولو ته اړتیا ده، چې د بې اولادۍ او داسې نورو طبي ستونزو په درملنه کې مرسته وکړي.
په یوه لسیزه کې د خپل ډول لومړنی نړیوال راپور د روغتیا نړیوال سازمان د دغه راپور خاصه ځانګړتیا دا ده، چې دا په تېره یوه لسیزه کې د دغه سازمان له خوا د خپل ډول لومړنی نړیوال راپور دی. له دغه سازمان څخه ټیډروس اډانوم غیبریوس وویل، چې دغه راپور د نړۍ په کچه په ټوليزه توگه، د انساني روغتیا په اړه یو مهم حقیقت روښانه کړی او هغه دا دی: «شنډتوب پرانسان اغېزه کوي او د دوی ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي.»
د افغانستان په ګډون ۱۲ هيوادونو کې د میندو د خوارځواکۍ ډېرښت
د طبي څیړونکو په وینا، په انسانانو کې شنډتوب یو ساینسي تعریف لا دمخه رامنځ ته شوی. د دې تعریف له مخې، دا طبي حالت یوه ناروغي ده چې په نارینه او ښځو دواړو کې واقع کیږي.
هر بالغ نارینه یا ښځینه چې د زيږولو توان لري، هغه وخت شنډ ګڼل کیږي چې دوی د منظمې جماع په بهير کې د میندوارۍ د مخنیوي درملو له نه کارولو سره سره بيا هم یو کال یا ډیر وخت ميندواره نه شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ پر حکومتونو هم غږ کړی چې ټولو خلکو ته «خوندي، مؤثره او ارزانه انتخابونه» چمتو کړي، هغه کسان چې غواړي مور او پلار شي.
د مور د شیدو او د شیدو ورکولو ۱۰ په زړه پوري حقیقتونه
په ټوله نړۍ کي نژدې ۴۰ سلنه ماشومان چې شپږ میاشتني سوي نه وي د مور په شیدو تغذیه کېږي. ملګري ملتونه وايي چي د مور شېدې د لومړي واکسین غوندي کار ور کوي، خو ګټه يې ډېره ده. انځور: Fotolia/Okea د مور شیدې څنګه پيداکېږي؟ د مور شیدې ان له زېږون څخه ترمخه د میندوارۍ پرمهال جوړیږي. خو پروژسترون هورمونونه او پرولا کتین غدې له زېږون څخه نژدې ۲۴ ساعته وروسته دمورشیدې په حرکت راولي. دانو د کوچني کار دی، چي په اول وار د مور تی روي د مور د شیدو ورکولو پرېکړه کوي. پردې سربېره د پرولاکتین هورمون د مور عصبي سیسټم او د شیدو د تولید اندازه تنظمیوي.
انځور: Diana Bagnoli/Getty Images کوچني ته ولي د مور شېدې دومره ګټوري دي؟ د کوچني له پاره د مور شیدې دومره ګټوري دي چي بیخي د چا زړه ته نه لویږي. په اوله اوونۍ کي د مور شیدې د کوچني د کولمو د ساتني او عفونیت دنده لري، په هضم کي مرسته کوي او د باد او برېښ څخه کوچنی ژغوري. د مور شیدې د نوي زېږېدلي کوچني له پاره ځواکمني، ساتندویه او له بېلا بېلو حساسیتونه څخه يې مخنیوی کوي. پر دې سربېره د مور شيدې رودل د زامي او تالو له جوړولو سره مرسته کوي.
انځور: Ariana Cubillos/AP/picture alliance د مور په شیدو کي کوم ګټور مواد سته؟ د مور په شیدو کي د ګټورو موادو لړلیک خورا اوږد دی. له هغو څخه مهم يې معدني مواد، ویټامینونه، غوړزګي او امینو اسید، په همدې ترتیب نوکلئوتیدونه، چي د « ډي این اې» په جوړولو کي اساسي رول لري. کاربوهایدرېډونه، چي انرژي چمتوکوي، نور هغه د ودي فکټورونه چي د کولمو په اوبدلي پوښښ کي د معافیتي سیسټم له خوا کارول کيږي مرسته کوي، ترڅو له بدن سره د باندنیو میکروبونو په پېژندلو او شنډولو کي همکاري وکړي.
انځور: Addictive Stock/Shotshop/IMAGO د مور د شیدو بېلا بېل پړاونه د مور شیدې تل د بدلون په حال کي دي. د شیدو ورکولو په لومړیو ورځو کي د مور د شیدو غدې د«کولسټروم» په نوم یوه داسي ماده تولیدوي چي ډېر غذايي مواد لري. له څلورمي ورځي وروسته لنډمهاله شیدې رامنځته کېږي، په لسمه ورځ د شیدو ورکولو غدې بشپړیږي، خو دا یوازې یوه مرحله نه ده، بلکي د مور شیدې د کوچني د ودي د بېلا بيلو مرحلو سرسم بدلیږي.
انځور: Antonio Ovejero/Addictive Stock/IMAGO یوه ښځه د ورځي څومره اندازه شیدې کوي؟ یوه ښځه هره ورځ تر یو لېټر پوري شیدې تولیدوي. نوی زېږېدلی کوچني په هر «واري خوراک» له ۲۰۰ ملي لیټرو څخه تر ۲۵۰ ملي لیټرو پوري شیدې روي، خو ښځه کولای سي چي د نوي زېږېدلي کوچني له اړتیا سره سم لږ یا ډېري شیدې تولید کړي.
انځور: Brandon Bell/Getty Images نوي زېږېدلي کوچني ته باید ترڅو میاشتو پوري شیدې ورکول سي؟ په دې اړه بېلا بیل نظرونه موجود دي، د روغتیا نړيوال سازمان او د شیدو ورکولو ملي کمېسیون میندو ته لارښوونه کوي، چي باید ترڅه کم شپږو میاشتو پوري نوي زېږېدلي کوچني ته شیدې ورکول سي، خو په څلورمه میاشت کي باید له شیدو ورکولو سره غذا هم ور زیاته سي.
انځور: Addictive Stock/Shotshop/IMAGO په بېلا بیلو فرهنګونو کي د شیدو ورکولو وخت فرق لري. د مثال په ډول په بوفي، چي د افریقا په منځنۍ برخه کي پروت دی هلته کوچنيان تر ۵۳ میاشتو یعني تر څلورنیمو کالو پوري د مور شیدې روي. په دې وخت کي یوه مور له تصوره لیري ۱۶۰۰ لیټره شیدې تولیدوي، خو په ټوله نړۍ کي په منځنۍ کچه نویو زېږېدلو کوچنیانو ته ۳۰ میاشتي د مور شیدې ورکول کیږي.
انځور: Begsteiger/Bildagentur-online/picture alliance پخوا په ځینو هیوادونو کي د «مورشیدې» د نامه پرځای د « ښځي شیدې» نوم کارول کېدی دا په ۱۸مه مېلادي پېړۍ کي له کمپاین څخه وروسته په دغه نامه بدل سو، په دې وخت کي میندو ته لارښوونه کیده چي خپل کوچنیان دایانو ته ونه سپاري او خپله هغوی ته شیدې ورکړي. ميندي بايد کوچنیان تغذيه کړي، نه نوري بېګانه ښځي.
انځور: R Modi/Dinodia Photo/IMAGO په عامو ځایونو کي کوچني ته شیدې ورکول جنجالي دي په عامو ځایونو کي کوچني ته د شیدو ورکول عامه خبره نه ده او په یو شمېر هیوادونو کي پر دغه کار بندیز دی، خو په یوشمېر لوېدیځو هیوادونو کي بیا کوچني ته په عام محضر کي شیدې ورکول عادي خبره ده.
انځور: Wladimir Wetzel/Colourbox د حيواناتو او انسانانو تی/ شیدې ورکول انسانان او حيوانات خپلو اولادونو ته د شیدو ورکولو پرمهال يې پاملرني یو ډول نه وي، انسان که هر وخت وغواړي کولای سي اولادونو ته شیدې ورکړي او یا ګرسره هیڅ شیدې ورنه کړي. کوچني څاروي بیا تر هغه مهاله په خپلو میندو پوري تړلي وي او د مورشیدې روي، ترڅو پر خپلو پښو د څرېدو او خوړو پیداکیدو توان پیداکوي. د مثال په ډول هومینید بیزوګاني له پنځو تر اوو کالو پوري خپل نوي زېږېدلي بچي ته شیدې ورکوي.
انځور: Reuters