1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

روغتیا وزارت: شپږو میاشتو کې ۵۰ زره کسان په ملاریا اخته شوي

امید دیدار
۱۴۰۳ تیر ۱۹, سه‌شنبه

په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي دي، چې په دغه هيواد کې د ملاریا او ډینګي ناروغۍ زیاتې شوي او په تېرو شپږو میاشتو کې د ملاریا ۵۰ زره مثبې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت: شپږو میاشتو کې ۵۰ زره کسان په ملاریا اخته شوي
روغتیا وزارت: شپږو میاشتو کې ۵۰ زره کسان په ملاریا اخته شويانځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

دطالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر، دویچه ویله ته وویل، چې د اوړي په دې موسم کې په ګرمو سیمو کې د ملاریا او ډینګي ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

هغه وویل، د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۷۰۰۰۰ زره ناروغانو مراجعه کړې وه، چې له جملې یې ۵۰ زره کسان په ملاریا ناروغۍ اخته شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېرې ۳۵ زره ته رسېدلې وې.

نوموړي زیاته کړه، د تېر کال په پرتله سږ د ملاریا په مثبتو پېښو کې ۶۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

روغتیا وزارت: شپږو میاشتو کې ۵۰ زره کسان په ملاریا اخته شويانځور: Paula Bronstein/Getty Images

ډاکټر شرافت زمان امر، دغه راز ویلي دي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هيواد کې په ډینګي ناروغۍ هم ۱۰۷۷ کسان اخته شوي دي.

اړوند: په ټوله نړۍ کې د ملاریا عفونت مخ پر ډیریدو دی

د عامې روغتیا وزارت  ویلي دي چې د ملاریا د مخنیوي له پاره یې د تدابیرو په لړ کې په ۲۰۲۲ کال کې دوه میلیونه او تېر ۲۰۲۳ کال کې ۵ سوه زره پشه خانې ویشلي دي.

دغه وزارت، له ملاریا او ډینګي ناروغۍ سره د مبارزې له چمتووالي خبر ورکړی. د معلوماتو له مخې، ملاریا یوه موسمي پرازیټي انتاني ناروغي ده، چې په تودو او نیمه تودو سیمو کې خپرېږي او هر کال په نړۍ کې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ میلیونه انسانان په اخته کېږي.

د درې بُعدي چاپ په مرسته د زړه د بای پاس عملیات

25:00

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب