د بنګله ديش سرحدي ګارد د دوشنبې په ورځ د خپل هیواد سرحدي قلمرو ته د یو شمیر کښتيو د ورتگ مخه ونیوله. ویل کیږي چې د دغو پناه غوښتونکو مسلمانانو د مرستې په اړوند د اپوزیسیون پر غوښتني سربیره له میانمار څخه بنګله دیش ته په کښتيو کې راتلونکي کسان بیرته میانمار ته استول شوي دي.
د دوشنبې په ورځ (د نوامبر میاشتې۲۸) د ناف سیند له لاري په میانمار کې له «راکهین» ایالت څخه چې ویل کیږي مسلمانان پکښې ربړول کیږي، اته کښتۍ د بنګله دیش پر لور روانې شوې وې، دغه کښتۍ بیرته د میانمار پر لور لېږل شوي دي.
د بنګله دیش د سرحدي گارد یوه جنرال ابوزر الذاهد، ویلي دي چې دغو کښتيو د تکنف سیمې ته د ننوتلو هڅه وکړه چې دغه کوښښ د دوی د ځواکونو له خوا ناکامه کړل شو. د زاهد په خبره په هره کښتۍ کې له ۱۲ تر ۱۳ تنو پورې مسلمانان سپاره ول.
د ډاکا حکومت په حواله د بنګله دیش سرحد ته نږدې په زرونه روهنګيا مسلمانان د دغه هیواد له سرحد څخه د اوښتو له پاره را ټول شوي دي. د نړیوالو پر غوښتني سربیره د ډاکا، حکومت خپل هیواد ته د دوی د ننوتلو مخه نیسي. بنګله دیش هم د میانمار له حکومت څخه غوښتي دي چې د دغو کسانو د مهاجرت مخه ونیسي.
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې په تیرو دوو اونیو کې د بنګله دیش سرحدي ګارد خپل هیواد ته د زرونو روهنګیانو د ننوتلو مخه نیولې ده. په دغو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شامل ول.
د بنګله دیش د اپوزیسیون مشرۍ خالده ضیاء د یکشې په ماښام غوښتنه وکړه چې روهنګي مسلمانانو ته دې پناه ورکړل شي. له تیرې یوې میاشتې راهیسې د میانمار په راکهین ایالت کې د زور زیاتي د روانو پیښو له امله لږ تر لږه ۳۰۰۰۰ روهنګيا مسلمانان بې کوره شوي دي.
نور مطالب:
روهينګيا مسلمانان څوک دي؟
د ميانمار په رخاين ايالت کي تقريبا يو میليون روهينګيا مسلمانان آباد دي. خو د دغو مسلمانانو ژوند له کړواونو، زور زياتيو، مفليسيو او غمونو ډک دی. روهينګيا مسلمانان په اصل کي څوک دي؟ انځور: Reuters/M.P.Hossain روهينګيا مسلمانان هيڅ هيواد نه لري روهينګيايان کوم هيواد نه لري. دوی په اصل کي د ميانمار يا برما په هيواد کي اوسيږي. خو د دغه هيواد د ۱۹۸۲ کال د قانون له مخي روهينګيايان د ميانمار تابعيت نه سي ترلاسه کولای.
انځور: Reuters/D. Whiteside د ميانمار اکثريت اوسېدونکي بودايان دي. پر سخت دريځه بودايانو او د ميانمار پر امنيتي چارواکو تورونه لګول کيږي چي هغوی روهينګيايان شکنجه کوي او حتی د هغوی بنسټيزه بشري حقونه تر پښو لاندي کوي.
انځور: Reuters/M.P.Hossain روهينګيايان نه خو له يو ځای څخه بل ځای ته تللای سي او نه هم د کار کولو اجازه لري. هغوی چي د ميانمار په کومه سيمه کي اوسيږي، ورڅخه غوښتنه سوې چي هغه سيمه خالي کړي. د ميانمار چارواکي وايي چي روهينګيايان په اصل کي په ميانمار کي د اوسېدو حق نه لري.
انځور: Reuters/M.P.Hossain روهينګيايان چي سني مسلمانان دي، په يوه داسي ژبه خبري کوي چي د ميانمار بودايان يې د بنګالي ژبي يوه لهجه بولي. همدا وجه ده چي د ميانمار بودايان و روهينګيایانو ته د «بنګله دېشي» مهاجرو په سترګو ګوري. دا د هغه باوجوده چي روهينګيايان د زياتو لسيزو راهيسي په ميانمار کي ژوند کوي.
انځور: Getty Images/Afp/C. Archambault د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي په ۲۰۱۲ کال په ميانمار کي د روهينګيايانو پر ضد د مذهبي تاوتريخوالي د رامنځ ته کېدو وروسته تقريبا ۱۲۰ زره روهينګيايان په کښتيو کي د ميانمار د اړونده ايالت پرېښودو ته اړل کړل سوي دي. په دغو کي په زرهاؤ ډوب سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Pruksarak د ملايزيا او تايلنډ هيوادونو په سرحدي سيمو کي د روهينګيايانو زيات شمېر ډليز قبرونه موندل سوي دي. په دغو وژل سوو کي هغه روهينګيايان هم شامل اټکل سوي چي په ۲۰۱۵ کال په کښتيو کي دغو سيمو ته راغلي ول.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Ismail د انسانانو قاچاق کوونکي په پوره توګه د روهينګيايانو له مجبورۍ څخه فايده پورته کوي. روهنګيايان چي په تېښته کي وي نو د خوندي ځای ته د رسولو په تشه وعده خپل هر څه و قاچاق وړونکو ته سپاري.
انځور: DW/C. Kapoor په بنګله دېش کي تقريبا ۳ مليونه روهينګيايان ژوند کوي. زياتره دغه روهينګيايان له ميانمار څخه وبنګله دېش ته رامهاجر سوي دي. خو بنګله دېش هم دغو مسلمانانو ته د اقامې اسناد نه ورکوي.
انځور: Reuters/M.P.Hossain زيات شمېر روهينګيايان د کښتيو په مرسته کوښښ کوي چي بنګله دېش ته ځان ورسوي او هلته پناه واخلي، خو زياتره دغه کسان د بنګله دېش له خوا به نيمه لاره بېرته ستنېدو ته مجبوره کړل کيږي.
انځور: Reuters د بنګله دېش په څېر هند، تايلنډ، ملايزيا او چين د روهينګيايانو سره ورته چلن کوي.
انځور: DW/C. Kapoor په وروستيو وختونو کي د روهينګيايانو پر ضد په ميانمار کي د تاوتریخوالي پيښي بيا زياتي سوي دي. خو امنيتي چارواکي وايي چي د دغو تاوتريخوالو د مخنيوي له پاره هڅه کوي.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Aung Thu د بشري حقونو د سازمانونو غوښتنې د بشر د حقونو سازمانونو پر ميانمار ږغ کوي چي د روهينګيايانو پر ضد روان تاوتريخوالي مخه ونيسي او هغوی ته دي د ميانمار تابعيت ورکړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Yulinnas ميانمار روهينګيايان د دغه هيواد د قومونو څخه یو نه بولي. د ميانمار د ۱۹۸۲ کال د قانون له مخي يوازي هغه قومونه د ميانمار داخلي قومونه بلل کيږي چي له ۱۸۲۳ مخکي لا په ميانمار کي آباد ول.
انځور: picture-alliance/dpa/N. Win په ميانمار کي د واکمن ګوند پر مشري او د سولي د نوبل جايزې ګټونکي آنګ سان سوچي په وړاندي زيات وختونه تنقيد کيږي، چي هغه ولي د روهينګيايانو پر ضد د تاوتريخوالي په ترڅ کي خاموشه ده. خو اټکل کيږي چي د ميانمار باقدرته طبقه د روهينګيايانو د ستونزو د هوارۍ غوښتونکې نه ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/Aung Shine Oo