کرونا په ټوله نړئ کي د سږکال روژه هم له سخت چيلينج سره مخامخ کړې ده. ځيني اسلامي عالمان د روژې د ځنډیدو په فکر کي دي، خو ځيني نور لکه ترکیه یې بیا ردوي. نو ستاسي په نظر باید روژه وځندول سي او که پرخپل وخت ونیول سي؟
اعلان
د کرونا پانډمي په ټوله دنیا کي د مسلمانانو له پاره یو سخت امتحان دی. ځکه چي د اسلام درې اساسات په عین وخت کي د هغه تر شعاع لاندي دي: اکثرو اسلامي هیوادونو اجتماعات تر دې حده پوري محدود کړي دي، چي مسجدونه هم د مسلمانانو د لمانځه پخاطر تړلي پاته سوي دي.
مکې معظمې ته د زیارت کولو پخاطر خو هم څوک فکر نسي کولای، ځکه چي سعودي عربستان ټوله اسلامي مقدس ځایونه تر نامعلومه وخت پوري تړلي دي. او اوس بیا د همدغه کرونا پر وخت روژه راروانه ده، کومه چي د اکثرو له پاره راتلونکې پنجشنبه(د اپریل ۲۳ مه)شروع کیږي.
د ساینس پوهانو په نظر د کرونا ویروس د چټکي شیوع له کبله یوه عادي روژه په اوس وخت کي ممکنه نه ده. ځکه چي په خبره یې ډوډی نه خوړل د کرونا په ویروس د اخته کیدو امکانات لوړولای سي. روژه اصلأ پرهغه چا باندي فرض ده، چي جوړ وي او صحت او سلامتیا یې د روژې په نیولو سره د خرابیدو سره مخامخ نه وي. مریضان، ضعیفه کسان او حامله داري ښځي بیله هغه د روژې نیولو څخه خلاص دي. د یو تعداد اسلامي علماوو په نظر د دغه ګروپ له پاره منل سوي استثناوي کیدلای سي، سږکال پر نورو مسلمانانو باندي هم تطبیق سي.
روژه بې راټولیدو
د کرونا پر وخت تر ټولو مشکله خبره ماښام د روژه مات پر وخت ده: ځکه په ډیرو اسلامي هیوادو کي فامیلونه او دوستان یوځای ډوډی سره خوري او لمونځونه کوي.
د روژه مات او لمانځه پر وخت په سونو خلګ سره یوځای کیږي. د غریبانو له پاره پیسې هم پردغه وخت راجمع کیږي. خو دغه ډول عامه راټولیدنه په اکثرو اسلامي هیوادو کي منع سوې ده: د مصر حکومت مثلأ ټوله لوی اجتماعات منع کړي دي. ایران هم تر ډیره حده پوري دیني تعاملات محدود کړي دي. د اپریل پر ۹مه باندي د ایران مذهبي رهبر، ایات الله علي خامنه اي خلګو ته په خطاب کي وویل، چي« په دغه روژه کي موږ باید د عامه اجتماعاتو څخه صرف نظر وکړو.«
»له خلګو سره تماس نه نیول مکلفیت دی«
په جرمني کي مسلمانان مجبوره دي چي د کرونا وبا په سبب وضع سوي پراخ قیودات مراعت کړي: د جرمني د مسلمانانو د مرکزي شورأ رئیس، ایمن مازیک د فونکه رسنئ ګروپ ته ویلي دي چي د خلګو سره تماس نه نیول نه یوازي یو مکلفیت دی، « بلکي ځان ساتنه زموږ د دیني عقایدو سره کاملأ مطابقت لري او فرض ده.«
په جرمني کي د مسلمانانو له پاره په روژه کي هغه څه اعتبار لري، چي همدااوس د عیسوي ایستر اختر له پاره هم اعتبارلري. خو د دې پر ضد په اجتماعي شبکو کي ډول ډول تیورۍ موجودي دي.
د جرمي د عوامپاله، آی اف ډي حزب ډیر سیاستمداران په انټرنیت کي دا ډول تیورۍ بیانوي چي ګواکي د حکومت د کرونا په سبب وضع سوي د تماس نیولو قیودات د ایستر اختر تر پایه پوري پاتیږي، تر څو بیا د مسلمانانو د روژې پر وخت دغه محدودیت راکم سي. هغوی وايي چي مسلمانان اوس هم مسجدونو ته د لمانځه له پاره ځي، مګر کلیساوو ته دعیسویانو پر ورتګ باندي ممانعتونه وضع دي. خو حقیقت دا دی چي ټوله عبادت ځایونه په اوس وخت کي تړلي دي.
حلوا د روژه ماتې پر دسترخوان د ایرانیانو د زړه پورو خوږو څخه شمیرل کیږي او د نړۍ په نورو برخو کې هم په مسلمانانو کې محبوبیت لري. د حلوا د خوند د ښه کولو له پاره ایرانیان زیاتره له ګلابو، هېل او زعفرانو څخه استفاده کوي. د ځینو نورو ټولنو خلک له دارچیني او زنجفیل څخه هم کار اخلي.
انځور: Mitra
خرما
د هغه سنت له مخې چې د اسلام پیغمبر ته منسوبیږي، ډیری مسلمانان خپله روژه په خرما ماتوي. خرما ډیر ویتامین، معدني مواد او فایبر لري. دا چې په خرما کې د قند کچه لوړ ده نو له همدې له کبله د روژه ماتې پر مهال ژر د روژه لرونکو د خوږو کموالی جبرانوي.
انځور: Farjana K. Godhuly/AFP/Getty Images
حریره
حریره چې له هسپانیې څخه یي منشه اخیستې په مراکش او غرب الجزایر کې د روژه ماتې پر مهال د ګرمو خوړو په توګه خوړل کیږي. دغه خواړه د بیلا بیلو موادو لکه نخود، دال، د غویي او یا د پسه غوښه، رومیان، تازه ګشنیز او اووه ډوله مسالو ترکیب دي.
انځور: Fotolia/Yahia Loukkal
بورک
بورک د ترکانو ځانګړی خوراک دی او له عثماني دور څخه په خپل ځای پاتې دی. د الجزایر په ختیځ او همداشان په تونس کې بورک د روژه ماتي لازمي جز دی چې بل څه یې ځای نه شي نیولی. بورک د نازکه اوړو پرچه وي چې د کچالو، کوفتې، پنیر او یا هم د چرګې له هګیو څخه ډکیږي. بیا وروسته دغه څه په غوړو کې سره کیږي.
انځور: ben Belgacem / DW
د فتوش سلاد
د فتوش سلاد چې له بادرنګ، رومي او ګشنیر څخه جوړیږي، د هغو خوړو له ډلې څخه دی چې په روژه کې محبوبیت لري. هغه څه چې دا سلاد نور هم ځانګړی کوی د سرې شوې ډوډۍ پرچې او همداشان د اوږې، لیمو اوبه او د زیتون غوړي او نعنا ده.
انځور: Imago/ZUMA Press
هړیسه
هریسه له هغو دودیزو خوړو څخه دي چې نه یوازې د فارس خلیج د څنډې عربي هیوادونو بلکې د ارمنیانو او هندیانو په منځ کې هم محبوبیت لري. د دغو خوړو چې له نرم شوو غنمو، کوچو او د پسه له غوښې جوړیږي لرغونتوب لسمې پیړۍ ته رسیږي. د دغو خوړو یو ډول بې له غوښې هم تیاریږي.
انځور: Krista Garcia
خشاف
آلبالو، زردآلو، وچ انځر او کشمش: دا د خوشاف خوړو لومړني مواد دي. دا خواړه چې د مدیترانې سمندرګې له ختیځ او ایران څخه یې سرچینه اخیستې د روژه ماتي همیشني خوراک شمیرل کیږي. ځینې په دغو خوړو کې بیلا بیلې خستې هم ګډوي. په لومړي سر کې وچې میوې له یو او بل سره خوټول کیږي او بیا وروسته بورې او ګلاب سره ګډیږي..
انځور: DW/S. Fotouh
جلیبي
جلیبي او بامیه (یو ډول ایراني خواږه) د ایرانیانو او د شمالي افریقا څخه نیولی د هند تر نیمې وچې پورې د خلکو په منځ کې محبوبیت لري. د جلیبۍ په جوړولو کې معمولا له اوړو، زیتون د غوړو، بورې، زعفران، هیل یا لاچي ګلاب...څخه استفاده کیږي. په غوړیو کې تر سرو کولو وروسته بیا جلیبي د لږ وخت له پاره په خواږه شربت کې ایښودل کیږي.
انځور: picture-alliance/Photoshot
د تمر هندي شربت
عربان له هندي تمر یا هندي خرما څخه یو ډول شربت جوړوي چې د زیات آنتي اکسیدن د لرلو له کبله د هاضمې له پاره ډیر ښه دی. د دغه شربت د جوړلو له پاره هندي خرما به اوبو کې جوشول کیږي او بیا وروسته ترلاسه شوی شربت له ګلاب او بورې سره یوځای کیږي.