1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رياض غواړي د دوبۍ ځای ونیسي

۱۴۰۰ آبان ۱۳, پنجشنبه

د سعودي عربستان حکومت په دغه هیواد کې د پراخو اصلاحاتو په راوستلو سره اوس غواړي رياض ښار د سيل او سياحت، تفریح او کار وبار له نقطې نظره د سيمې په غوره ځای باندې بدل او له دوبۍ څخه مخکې شي.

Mohammed bin Salman
محمد بن سلمان د متحده عربي اماراتو له صدراعظم محمد بن راشد المکتوم سرهانځور: picture-alliance/dpa/SPA

اوس هغه سيلانیان چې د متحده عربي اماراتو د دوبی نړیوال هوايي ډګر ته رسیږي، د سیاحت اړوند یوه مجله په وړیا توګه ترلاسه کوي. د دغې مجلې د نومبر مياشتې په ګڼه کې د سعودي عربستان په اړه ډېر په زړه پورې معلومات خپاره شوي دي. د مجلې پر مخ د سعودي عربستان د درعیه ښار د مشهورې کلا انځور چاپ شوی او پرې ليکل شوي دي: «سعودي عربستان ته ښه راغلاست، یو داسې سفر چې تاسو به ېې هيڅ فکر هم نه وو کړی.»

په مجله کې بل ځای لیکل شوي دي: «ټایم اوټ، دوبی» له دغه لفظ څخه ظاهرا هدف دا دی چې نور د يو لوی کاروباري او سیاحتي مرکز په توګه د دوبۍ وخت پای ته رسيدلی او اوس د ریاض وخت شروع شوی دی.

سعودي عربستان ته له ډير وخت راهیسې د یو نهايي سخت دریځه اسلامپاله هیواد په سترګه کتل کیږي. خو په وروستيو کلونو کې د رياض حکومت په خپلو قوانینو کې یو لړ اصلاحات يا نرمښت راوستلي او ډير داسې اقدامات يې وکړل چې له کبله يې نړیوال شهرت بهتره شوی دی. د بیلګې په توګه په نوو اصلاحاتو کې ښځو ته د موټر چلونې حقوق ورکړل شول او د سيلانیانو له پاره ځانګړې آزادي په نظر کې نيول شوې ده.

پرمختللی او عصري عربستان

د سعودي عربستان حکومت غواړي پلازمينه رياض د سیاحت او کاروبار له نقطې نظره د سیمې یو غوره ښار وګرځويانځور: AHMED YOSRI/REUTERS

اوس د سعودي عربستان چارواکي هڅه کوي تر څو رياض د نړۍ د يو داسې ښار په توګه معرفي کړي چې په هغه کې سینماوې او تياتر فعال وي، لوی لوی ورزشي ټورنمټونه پکې ترسره او د کاروبار سترې معاملې او قراردادونه پکې وشي.

د سعودي عربستان حکومت د دا ډول تبلیغاتو په کولو سره هڅه کوي تر څو له دوبی څخه مخکې او پر ځای يې رياض د سیمې په مرکزي ښار باندې واړوي. د سعودي عربستان حکومت په دې تړاو ځينې نور اقدامات هم کړي دي. د سعودي عربستان هغه شرکتونه چې مرکزي دفترونه يې په دوبی کې دي، د ۲۰۲۴م کال تر اوایلو پورې وخت ورکړی دی چې خپل دفترونه رياض ته انتقال کړي، که نه، حکومتي قراردادونه به ورڅخه بیرته واخیستل شي.

بهرنۍ پانګونې

د سعودي چارواکي تمه لري چې د دغه پروګرام (ريجنل هيدکواټر اترکشن) په عملي کولو سره به دغه هيواد په راتلونکې یوه لسیزه کې ۱۸ ميليارده ډالر عواید ولري او ورسره به ۳۰ زره نوي کاري فرصتونه برابر شي.

رياض هڅه کوي بهرنۍ پانګونه ډيره او له دوبۍ څخه ځان مخته کړيانځور: Franck Fife/AFP

تيرکال په سعودي عربستان کې بهرنۍ پانګونې د ۴،۶ ميليارډ ډالرو په ارزښت وې، خو د متحده عربي اماراتو له هغې سره په پرتله لا هم ډيره کمه ده. ځکه تيرکال دوبی په مجموعي توګه ۱۳،۸ ميليارده ډالره بهرنۍ پانګونه درولوده.

په ورته وخت کې سعودي عربستان په ۲۰۳۰م کال کې د ايکسپو نړیوال نندارتون کوربتوب ته هم ډېره ليوالتيا ښکاره کړې ده. 

ايکسپو رياض ته يو ښه فرصت

شهزاده محمد بن سلیمان تیره اوونۍ اعلان وکړ چې په دې اړه يې په کافي اندازه غوښتنلیکونه راټول کړي دي. د شهزاده په خبره، د ايکسپو ۲۰۳۰ نندارتون په داسې وخت کې جوړيږي چې د ریاض حکومت د (۲۰۳۰ ويژن) پروګرام پر اساس، پراخې اقتصادي پروژې هم بشپړې کيږي او هغه وخت به سعودي عربستان د دغه نړیوال نندارتون له طریقه خپلې تجربې له نړۍ سره شرېکې کړي.

د ايکسپو نړیوال نندارتون حاضردمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوی دی. ايکسپو نړيوال نندارتون د نړۍ په سطحه د تر ټولو سترو پيښو څخه ګڼل کيږي. د دغه نندارتون د ځای د انتخاب له پاره دمخه هيوادونه نوماند کیږي چې ګټونکی هیواد يې د راتلونکې کوربه په توګه معرفي کيږي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل