1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنت د طالبانو له خوا نیول سوو خبریالانو د آزادیدو غوښتنه کړې

محمد عارف فرهمند | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۱, جمعه

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتو ځانگړي استازي، په ټول افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ له "اندیښنې وړ" کمیدو څخه خبر ورکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې ټول نیول سوي خبریالان سمدستي آزاد کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتو ځانگړي استازی، ریچارډ بنت په ژنیو کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې
ريچارډ بنت د طالبانو له خوا د نيول سوو خبريالانو د آزادولو غوښتنه کړې دهانځور: Jean Marc Ferré/MAXPPP/dpa/picture alliance

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتو ځانگړي استازي، ریچارډ بنت د مطبوعاتو د آزادۍ د ورځې په مناسبت یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر رسنیو باندې له سانسور او محدودیتونو یو تیاره تصویر وړاندې کړی دی.

هغه ویلي دي: "له هغه راهیسې چې طالبان یو وار بیا واک ته رسیدلي دي، په ټول افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي په انديښمن کوونکي ډول راکمه سوې ده. اوس مهال خپلواک رپوټ ورکول سخت محدود سوي دي، او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ډیر محدود او دښمنانه چاپیریال کې کار کوي، چې د واکمنو چارواکو له خوا له پراخو کنټرولونو سره مخامخ  دي."

اړونده موضوع: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د رسنیو آزادي تر پښو لاندې کړې ده

د ملگرو ملتو دغه کارپوه زیاته کړې چې پر رسنیو باندې د طالب چارواکو په محدودیتونو او کنټرول کې، څارنه او همدرانگه د امر بالمعروف د وزارت له خوا صاد رسوو مقرراتو په گډون محدود کوونکي قوانین شاملیږي.

بنت په اعلامیه کې زیاته کړې ده چې نه یوازې خبریالان، بلکې سرچینې هم د بیرې د فضا له امله د ځان پر سانسور کولو لاس پورې کوي: "رپوټ ورکول سوی چې هغه افغانان چې له رسنیو سره خبرې کوي له گواښونو، ځارنې او حتی نیونو سره مخامخ سوي دي چې دغه موضوع د معلوماتو بهیر لا پسې کمزوری کوي."

"ګواښونه او ډارونه عادي سوي دي"

د ملگرو ملتو دې استازي ویلی دي، هرکله چې د خبریالانو له خوا خپاره سوي مطالب "پر طالبانو باندې د انتقاد په توگه " وانگیرل سي او یا هم حساسې موضوعگانې لکه د نجونو او ښځو حقونو ته اشاره وسي، لا زیات خطرونه له ځانه سره لري.

بنت ویلي دي: "گواښ او بیره معمولي چاره گرځیدلې ده او له هیواد څخه بهر رسنیو سره د گډ کار تور لا سخت غبرگونونه راپاروي."

اړونده موضوع: يوناما رسنيو ته د طالبانو د تازه لارښووني په اړه سخته اندېښنه ښوولې

د ملگرو ملتو دغه کارپوه زیاته کړې ده چې دا د هغو پراخو محدودیتونو یوه برخه ده چې طالبانو پر مدني آزاديو او بشري حقونو پر فعالانو وضع کړي دي.

بنت ویلي دي: "کتابونه او نورې چاپي خپرونې سانسور کیږي او د معلوماتو رنگارنگو سرچینو ته لاس رسی مخ په زیاتیدونکي توگه محدود سوی دی. خبریالانو ته هم په ټولنیزو شبکو کې د خپلو پوستونو له امله سزا ورکول کیږي."

نوموړي د افغانستان د خبریالانو د مرکز له خوا ارقامو ته په اشارې سره چې په ۲۰۲۵ م کال کې د خبریالانو د نیول کیدو لږترلږه ۳۴ پیښې ثبتې کړې دي، ویلي دي: "زه په افغانستان کې له دې فاکتو چارواکو څخه غواړم چې سمدستي او پرته له قید او شرطه دي ټول نیول سوي خبریالان آزاد کړي او ډاډ دې ورکړي چې د رسنیو کارکوونکي کولای سي خپل د بیان د آزادۍ حق پلی کړي او پرته د غچ، ځورونې او یا هم نیول کیدو له بیري خپل کار ته ادامه ورکړي."

 په ۲۰۲۶ م کال کې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوال شاخص چې تیره ورځ د بې سرحده خبریالانو له خوا خپور سو، ښيي چې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په منځ کې په ۱۷۵م ځای کې قرار لري.

که څه هم د ریچارډ بنت په اعلامیه کې څرگنده سوې نه ده چې فعلاً څومره خبریالان په توقیف کې دي، خو د بې سرحده خبریالانو په شاخص کې ویل سوي چې څلور خبریالان په توقیف کې شپې او ورځې سبا کوي.

بې سرحده رپوټ ورکوونکو ویلي دي چې خبریالان د طالبانو د ادارې د ملي امنیت د ریاست له خوا د نیول کیدو له دایمي گواښ سره مخامخ دي: "د ملي امنیت ریاست هغوی په خپلسري توگه نیسي، له بهر سره یې له اړیکو پرته ساتي او له څو ورځو څخه نیولې بیا تر څو میاشتو پورې،  دورو له پاره یې شکنجه کوي."

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب