1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان او شريکانو يې په افغانستان کي ستراتيژيکي ماته خوړلې»

۱۴۰۲ اسفند ۱, سه‌شنبه

د آلمان د پارلمان تحقيقاتي کمېسيون د «افغانستان د ماموريت څخه زده کړې» تر عنوان لاندې په خپل ابتدايي رپوټ کې پر دغه ماموريت نيوکې کړي دي او ويلي یې دي چې د دې ماموريت په اړه مناسبه تګلاره، پوهه او اجماع موجوده نه وه.

آرشيف انځور: په افغانستان کې د آلماني عسکر
آرشيف انځور: په افغانستان کې د آلماني عسکرانځور: picture-.alliance/dpa/M. Gambarini

په افغانستان کې د آلمان د پوځ د ماموريت په اړه د آلمان د پارلمان د ارزوونکي کمېسيون پر مسئولينو دغه ماموريت ته د چمتووالي نيولو او عملي کولو په برخه کې د سترو نيمګړتياو تور لګولی دی.

تر کابو يو کال څېړنو او معلوماتو راټولو وروسته دغه کمېسیون چې د پارلمان له غړيو او کارپوهانو جوړ دی، د دوشنبې په ورځ خپل موقت رپوټ وړاندې کړ.

د دې کمېسيون مشر ميشايل مولر، خپل بېلانس داسې وړاندې کړ: «آلمان له خپلو شريکانو سره په ګډه په افغانستان کې ستراتيژيکي ماته خوړلې ده.»

په دې رپوټ کې اصلي پوښتنه دا ده چې څرنګه دا ماموريت په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخامخ شو؟

دا رپوټ چې په ۳۳۸ پاڼو کې نشر شوی دی، د آلمان د ماموريت يا هلې ځلې، انګیزې، هدفونه، تګلارې، پوهه او همغږي پکې ارزول شوې ده. د رپوټ په حواله په دې ټولو ذکر شويو ټکو کې نيمګړتياوې موجودې وې.

په رپوټ کې د اهدافو په اړه ويل شوي: «ماضي ته په کتلو سره په دې اړه تصور واضح کيږي چې کوم څه چې بايد لاسته راوړل شوی وای، مخ پر زياتيدونکي توګه له اړتيا ډير او ډېر بوج واردونکي ول.»

د يوه آلماني عسکر خاطرې

02:50

This browser does not support the video element.

د همغږۍ په مورد کې له «اداري خودپرستۍ» څخه خبره شوې ده چې د پوځي، د پولیسو، ديپلوماتيکي، بشري او ملکي فعاليتونو د وصل کولو په لاره کې یې خنډ جوړ کړی وو.

په رپوټ کې همدا راز ويل شوي دي چې د سيمې په اړه په کافي اندازه معلومات نه ول موجود چې د ماموريت په ګټه تمام شوي وای. په کمېسيون کې د آلمان له زرغون ګوند څخه شاهينه ګمبير، په دې اړه وويل: «آلمان افغانستان نه دی درک کړی.»

هغې وويل چې د دغه هېواد کلتوري او مذهبي ځانګړتياوې، د ښار او کلي ترمنځ توپير او د واک جوړښتونه په پام کې نه دي نيول شوي.

په رپوټ کې زياته شوې ده چې ماضي ته په کتو سره دا ماموريت په ټوله کې بريالی نه وو، خو سره له دې هم دا رپوټ له «قسمي بريا» څخه خبره کوي.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې په ځانګړي توګه ښځې او نجونې په افغانستان کې د نړيوالو له حضوره مستفیدې شوي دي.

د بن د منازعاتو د څېړنې نړيوال مرکز څخه څيړونکې کاتيا ميلکله، چې د دې کمېسيون غړې ده، وايي چې د دې ماموريت ستروالي ته په کتو سره یې په ملکي برخه کې لاسته راوړنې او برياوې بيا هم «لږې» وې.

نوموړې د دې علت د آلمان د فعاليتونو د کنترول او ارزونې نشتوالی په ګوټه کوي: په رپوټ کې په دې اړه ویل شوي: «د ادارو له خوا د آلمان د هلو ځلو یعني د افغانستان د ماموريت سر تا سري او عيني يا رښتونی کنترول موجود نه وو.»

د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر میاشت کې يعني له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو کابو يو کال وروسته په افغانستان کې د آلمان د پوځ د ماموريت ارزولو دې کمېسيون په کار لاس پورې کړ.

د دې ماموریت تر ارزولو وروسته په دويم پړاو کې به دا کميسیون د راتلونکو ماموريتونو له پاره توصيې او وړاندیزونه وکړي. په افغانستان کې د نړيوالو ماموريت په امريکا کې د ۲۰۰۱م کال د سبتمبر پر ۱۱مه نيټه تر ترهګریزو بريدونو وروسته پېل شو.

تقريباً ۹۳ زره آلماني عسکرو د افغانستان په دې کابو شل کلن ماموريت کې دنده ترسره کړه او په دې ترڅ کې ۵۹ آلماني عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پنجشنبې په ورځ به د آلمان پارلمان پر دې ابتدايي رپوټ بحث وکړي.

ب. ص/ ن. ز (EPD)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب