1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټونه: له غزې ښار څخه د زرو کسانو تېښته

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۲۴, دوشنبه

په داسې حال کې چې له غزې ښار څخه په زرونو کسان د تېښتې په حال کې دي، عيني شاهدانو په دغه ښار کې د شپې له خوا د درنو بريدونو خبر ورکړی دی. خو د غزې ښار ځيني اوسيدونکي لا هم له وتلو ډډه کوي.

د پوځ په حواله څه د پاسه ۳۰۰ زره فلسطینیانو دغه ښار پرې ایښی دی.
رپوټونه: له غزې ښار څخه د زرو کسانو تېښتهانځور: EYAD BABA/AFP/Getty Images

د «Times of Israel» ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د اسرائيل پوځ اټکل کړی چې شاوخوا ۲۰ زره انسانانو د شپې له خوا دغه ښار پرې ایښی دی. همدارنگه د فلسطينيانو د رپوټونو له مخې په زرو کسان د ښار له بیلابیلو ناحیو څخه د جنوب خواته د تیښتې په حال کې دي.

اسرائیل د اگست په میاشت کې اعلان وکړ چې پوځ به ټول ښار ونیسي ترڅو هلته د حماس شکمن واحدونه وځپي. د اسرائیل  پوځ له همدې څه موده مخکې د غزې د ښار له ټولو اوسیدونکو څخه وغوښتل چې جنوب پلو، په اصطلاح «بشري ساحو» ته وتښتي. پوځ د یوې پوښتنې په جواب کې ویلي چې په دې ترڅ کې څه د پاسه ۳۰۰ زره فلسطینیانو  دغه ښار پرې ایښی دی. مخکې له دې هلته شاوخوا یو میلیون انسانان استوگن ول. د غزې په تراډه کې د حماس تر کنترول لاندې د رسنیو دفتر تر اوسه له دې ځایه د کډه کيدونکو کسانو شمیر ۳۵۰ زره اټکل کړی دی.

«د غزې په تراډه کې د اسرائیل د بریدونو له امله د ۱۶ کسانو وژل کیدل»

عیني شاهدانو په عین حال کې د آلمان خبري آژانس ته په شپه کې د غزې پر ښار د اسرائیل له خوا له د سختو بریدونو په هکله رپوټ ورکړی دی. د هغوی په حواله داسرائیل  پوځ هلته ډیری ودانۍ په نښه کړې دي. د غزې په تراډه کې د حماس تر ولکې لاندې روغتیايي کړیو له خوا ویل کیږي چې د نیمې شپې راهیسې د دغو بریدونو له امله په نوموړي ښار کې ۱۶ کسان وژل سوي دي.

د اسرائیل پوځ مخکې لا د غزې په ښار کې په لسونو لوړپوړیزې ودانۍ ویجاړې کړې دي. هغوی د حماس پر ترهگري سازمان تور لگوي چې هلته یې د څارنې پوسټونه جوړ کړي او چاودیدونکي توکي یې ځای پر ځای کړي دي.

په عین حال کې، اسرائيلي رسنیو د فلسطیني  سرچینو په حواله رپوټ ورکړی چې حماس په اسرائيل کې یرغمل کړل سوي کسان له تونلونو څخه ايستلي او کورونو او خیمو ته یې انتقال کړي ترڅو د اسرائيلي پوځ مخه ونیسي چې په ټاکلو سیمو کې عملیات ترسره کړي. د رسنیو د رپوټونو له مخې، د یوه تښتول سوي سړي مور وویل چې زوی یې په غزه ښار کې ساتل سوی او د انساني ډال په توگه کارول کیږي. د دواړو خواوو څرگندونې تر اوسه په خپلواکه توگه نه دي تأیید سوې.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل