1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان ته د نه انتقال په بدل کې افغانانو ته د پیسو وړاندیز»

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس،کاتولیکي خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۱۴, چهارشنبه

د یوه رپوټ له مخې، د آلمان حکومت د منلو د ژمنو لرونکو افغانانو ته وړاندیز کړی دی چې د منلو له ژمنې او آلمان ته له انتقال څخه د تیریدو په صورت کې کولای سي د پیسو مرسته ترلاسه کړي.

Deutschland Hannover 2025 | Ankunft afghanischer Flüchtlinge am Flughafen Langenhagen
آرشیف: آلمان ته د یو شمیر هغو افغانانو راتگ چې د آلمان له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي.انځور: Michael Matthey/AFP

د یوې آلمانۍ رسنۍ د رپوټ په حواله، د آلمان حکومت په پاکستان کې د منلو د ژمنو لرونکو افغانانو ته وړاندیز کړی دی چې آلمان ته له انتقال څخه د تیریدو په صورت کې، پیسې او مالي مرسته په لاس راوړي.

د «ویلت» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، په دې اړه په پاکستان کې د آلمان د منلو ژمنو لرونکو افغانانو ته یو لیک استول سوی چې پکښې راغلي دي: « د آلمان فدرالي حکومت تصمیم نیولی دی چې له گواښ سره مخامخ افغانانو له پاره د داوطلبانه منلو برنامه په ټپه ودروي.»

په دغه لیک کې ویل سوي دي چې په پاکستان کې د روان وضعیت له کبله باید دغه پروسه د روان کال تر آخره پورې، پای ته ورسیږي، خو داسې ضمانت نسته چې د دغه بهیر کارونه به پر خپل وخت ترسره سي.

نوموړې ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت، دغو کسانو ته د منلو له ژمنې څخه د تیریدو او افغانستان ته د ستنیدواو یا هم دریم هیواد ته د تلو په صورت کې، د مالي مرستې ژمنه کړې ده.

په رپوټ کې راغلي دي چې د منلو د برنامې اغیزمن کسان کولای سي د خپلې کورنۍ د غړو شمېر ته په کتو سره، څو زره یورو ترلاسه کړي.

د «ویلت» ورځپاڼې د رپوټ له مخې، نوموړي کسان کولای سي افغانستان ته له ستنیدو مخکې ۲۵۰۰ او  وروسته او یا هم یوه دریم هیواد ته د تلو په صورت کې، ۱۰ زره یورو ترلاسه کړي.

د نوموړي رپوټ له مخې، د هغو کسانو له پاره چې دغه وړاندیز مني، درې میاشتني خدمات، لکه روغتیايي مراقبتونه، د اوسیدو سیمه او ډوډۍ هم چمتو کیږي.

د منلو برنامې بندیدل

په آلمان کې د اوسني ائتلافي حکومت په رامنځته کیدو سره، د داوطلبانه منلو برنامې په ټپه دریدلي دي. په اوس وخت کې شاوخوا ۱۹۰۰ هغه افغانان چې مخکې یې د آلمان له خوا د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي، په پاکستان کې د انتظار په حالت کې دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت له دغه وړاندیز څخه هدف،  پر دغې برنامې باندې د فشار کمیدل بلل سوي دي. هغه کسان چې دغه وړاندیز ومني، په قطعي ډول به د منلو له برنامې څخه ووزي.

دغه وړاندیز هغو افغانانو ته متوجه دی چې ځینې یې له څه د پاسه دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې آلمان ته د تگ په تمه دي. له هغوی څخه ډیریو یې پخوا لا د آلمان له خوا د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي، خو تر اوسه پورې د ویزې پر ترلاسه کولو بریالي سوي نه دي او یا یې هم ویزې لغوه سوي دي.

اړوند:د آلمان د منل کېدو پروګرام: له پاکستان یو شمېر افغانان آلمان ته انتقالیږي

په دا وروستیو کې په څو قضیو کې، په آلمان کې محکمو امر وکړ چې ددغو کسانو راتگ باید ژرترژره ممکن سي. په دې ترتیب، له هغوی څخه یو شمیر افغانانو وکولای سول آلمان ته راسي او پرون سه شنبې هم  د منلو د ژمني لرونکي یو شمیر افغانان آلمان ته راورسېدل.

آلمان ته له اسلام آباده د افغانانو وروستی پرواز

03:37

This browser does not support the video element.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل