1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

رپوټ: افغانان د طبي خدماتو له کمښت څخه کړیږي

۱۳۹۸ اسفند ۱۶, جمعه

د نړيوالو پر میلیاردونو مرستو سربیره ډیری افغانان کافي طبي خدماتو ته لاس رسی نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په گډون د نړۍ ډیرو هیوادونو ته کرونا ویروس رسیدلی دی.

Symbolbild Afghanistan Humanitäre Hilfe MSF Ärzte ohne Grenzen
انځور: picture alliance/Ton Koene

د بې پولې ډاکټرانو یوې ویاندې د پنجشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «د روغتیا عامه سیستم دننه د منابعو او ظرفیت کمښت او همداشان د پالنې او درملو لوړو بیو په افغانستان کې طبي خدماتو ته لاس رسی نور هم کمزوری کړی دی.»

د دغه مرستندویه سازمان له لوري په خپور شوي رپوټ کې د دې دلایل امنیتي وضعیت، روغتونو ته اوږدې لارې او د درملنې لوړې بیې ښوول شوي دي. رپوټ زیاتوي چې پر دې سربیره د پرسونل او تجهیزاتو کمښت نوري ستونزي دي.

د بې پولې ډاکټرانو دغه رپوټ چې د حقیقت ارزول «د افغانستان له پامه غورځیدلی روغتیایي کړکیچ» نومیږي په هرات او هلمند ولایتونو کې د ناروغانو او د هغوی له مراقبینو او همداشان د بې پولې ډاکټرانو له کارکوونکو سره د ډیرو مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی. دغه خیره سازمان د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په شپږو کې فعالیت لري.

د بې پولې ډاکټرانو په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په ځانګړي ډول بې وزلي، روغتیایي خدماتو ته د لاس رسي په برخه کې پریکړنده نفوذ لري. زیاته شوې ده چې په هرات کې له لسو ناروغانو څخه نهو یې په دې اعتراف کړی دی چې په تیرو دوو کلونو کې یې خپله تداوي ځنډولې ده، ځکه چې پیسې یې نه درلودې.

همداشان په دې برخه کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي هم یو مرکزي نقش لري. د یوه ناروغ د سرپرست له قوله په دغه رپوټ کې راغلي دي: «موږ د شپې له خوا له تګ څخه ویره لرو. باید د سهار تر پیلیدو پورې انتظار وباسو، څو روغتون ته روان شو.»

رپوټ زیاتوي چې په هرات کې پروت یوه روغتون ته کابو نیمایي وروستل شوي ماشومان تر رسول کیدو ۲۴ ساعته وروسته مړه شوي دي، ځکه چې ناروغۍ یې سختې شوې او روغتون ته ډیر ناوخته رسول شوي.

د تیرې شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ یو توافق وشو او په افغانستان کې د جګړې د ختمیدو له پاره هڅې کیږي. د ۲۰۱۹م کال په دوبي کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه خپل اوج ته رسیدلې وه.

په افغانستان کې د یوناما مشر، په دسمبر میاشت کې ویلي ول چې په ټوله کې په تیره لسیزه کې په افغانستان کې ۱۰۰ زره ملکي کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل