د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د تیر میلادي کال په اګست میاشتې کې د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړه. له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته چې ۸۴۰۰ عسکرو ته راټیټ شوی، اوس يې یووار بیا شمیر ۱۴۰۰۰ عسکرو ته لوړ شو. پر دې سربیره امريکا د ناټو نورو غړو هیوادونو له لوري افغانستان ته د عسکرو د استولو له پاره کمپاین وکړ او یو شمیر هیوادونو له دې سره موافقه وکړه.
د آلمان د مسیحي اتحاد او سوسیال دیموکراتانو د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو په ازمایښتي خبرو اترو کې په دې توافق کړی چې د آلمان اردو به وکولای شي نور سرتیري افغانستان ته واستوي، چې تر ټولو زیات به د ناټو په روزنیز ماموریت کې چې اصلي دنده یې د افغان ځواکونو روزنه ده، ونډه ولري.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۱۴م کال په دسمبر کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت تر ختمیدو وروسته په دغه هیواد کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی. د پوځي معلوماتو له مخې طالبان د دغه هیواد پر۱۳ سلنه برخه کنترول لري او یا هلته نفوذ لري او د نوري ۳۰ سلني برخي د نيولو پر سر جنگيږي.
زموږ له آرشیف څخه:
انځورونه: د افغانستان د ځانګړو ځواکونو روزنه پیاوړي کیږي
په پام کې ده چې ناټو او امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو حضور ډیر کړي، څو د افغان امنیتي ځواکونو روزنیز ماموریت پیاوړی شي. د افغانستان ځانګړو ځواکونو د نړیوالې ټولنې توجه ځان ته رااړولې ده.
انځور: DW/S. Tanha د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
د افغانستان د اردو او پولیسو ځانګړو ځواکونو، له افغانستان څخه د ناټو د جنګي ځواکونو تر وتلو وروسته د تروریزم ضد مبارزه کې خپله وړتیا ښوولې ده.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
اوس ناټو او امریکا متحد ایالات هوډ لري چې په روان کال کې نور شا او خوا ۳۵۰۰ اضافي عسکر افغانستان ته واستوي، څو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر ګړندی شي. د ځانګړو ځواکونو روزنه په لومړیتوب کې ده.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
افغان امنیتي ځواکونه د تروریزم، یاغیتوب او مخدره موادو پر ضد مبارزې باندي بوخت دي. دغو ځواکونو زیات تلفات ګالي، چې په چټکۍ سره نوي سرتیري وګمارل شي او د هغوی ظرفیتونه لوړ شي.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکو پوځي تمرین
د ناټو ځواکونه، د افغانستان د اردو او پولیس ځانګړو ځواکونه په روزنه کې مهم اړخ لري. په پام کې ده چې د ناټو د تازه نفسه ځواکونو توجه همدې برخې ته وي، څو د افغان ځانګړو ځواکونو د شمیر په زیاتیدو سره په افغانستان کې د طالبانو د یاغیتوب او د داعش فعالیت مهار کړی شي.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
په وروستیو کې د افغانستان د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د تروریزم پر ضد د ښې مبارزې او د هیواد د امنیت ټینګولو له پاره غواړي د ځانګړو ځواکونو شمیر دوه برابره ډیر کړي.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
ناټو د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې د ځانګړو افغان ځواکونو وړتیا ستایي او د دغه هیواد د کماندویي ځواکونو شمیر ډیرولو سره موافق دي.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
د ورکړل شوو ارقامو له مخې اوس د افغانستان د ۳۵۰ زره پوځ یوازې اووه سلنه برخه ځانګړي ځواکونه ده.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
په پام کې ده چې تر۲۰۲۰م کاله پوري د دغو ځواکونو شمیر دوه برابره ډیر شي. د افغانستان پولیس، اردو او ملي امنیت ځانګړي عملیاتي ځواکونه لري چې اصولا دنده یې د ځانګړو عملیاتو تر سره کول وي. خو دغه ځواکونه همهاله د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې بوخت دي.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
د پوځي عملیاتو د دوام له کبله، د افغانستان ځانګړي ځواکونه ستومانه شوي، خو افغان چارواکي وایي چې دغه ځواکونه د عملیاتو د تر سره کولو په برخه کې لاس ته راوړنې لري. د هغوی په خبره په ټول هیواد کې دغه ځواکونه د شپنیو عملیاتو لویه برخه پر مخ وړي.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
د امریکا د پوځي منابعو په وینا یوازې په ۲۰۱۶م کال کې تر نومبر میاشتې پورې د افغانستان ۶۷۸۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۱۷۷۷ ټپیان شوي دي. د افغانستان د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې د ځانګړو او کوماندويي ځواکونو په زیاتولو سره، په پام کې ده چې جنګي کړنلاره بدلون ومومي او د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه راټیټه کړای شي.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
د افغانستان ځانګړي امنیتي ځواکونه چې شمیر یې تر ۱۷ زرو زیات دی، په ټول هیواد کي د اردو۷۰ سلنه تهاجمي عملیات تر سره کوي. معمولا له دغو ځواکونو څخه د عملیاتو په ترڅ کې د اردو او پولیسو د ملاتړ په توګه هم استفاده کیږي. اوسمهال دغه ځواکونه هماغه چارې تر سره کوي چې ناټو په تیرو وختونو کې کولې.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
د یکشنبې په ورځ د افغانستان په هرات ولایت کې د کماندو د کشف کنډک، څخه ۲۰ تنه فارغه شول. دغو سرتیرو ته ایټالوي ځواکونو چې د ناټو په چوکاټ کې کار کوي روزنه ورکړې ده.
انځور: DW/S. Tanhaد افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي تمرین
د افغانستان په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان محمد ناصر هدایت وویل چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ په ترڅ کې د ناټو له لوري د افغان ځواکونو د روزنې او سلا مشورې په برخه کې د پام وړ زیاتوالی لیدل کیږي. عکاس: شعیب تنها شکران، هرات
انځور: DW/S. Tanha