1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: ایرانیان او افغانان د ځیرک تلیفونونو له لارې څارل شوي

۱۳۹۷ شهریور ۱۷, شنبه

د چیک پواینت په نامه په اسرائیلو پورې تړلې د انترنتي خوندیتوب یوه شرکت ویلي چې د ځیرک تلیفونونو د څار د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ایران سلګونه ایرانیان او یو شمیر افغانان تر څار لاندې نیولي دي.

Symbolbild NSA Überwachung Handy
انځور: imago/avanti

د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې په ۷ نیټه» د چیک پواینټ په نامه د اسرائیلو د انترنتي خوندیتوب یوه شرکت ویلي چې په ځیرک تلیفونونو کې د مال ویر «ویروس» د نصبولو پر مټ ایران د سلګونو ایراني اتباعو تلیفونونه څارلي دي. 

د اروپا له پاره د دغه اسرائیلي شرکت مرستیال تیري کارسینتي د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل: «څومره چې موږ خبر یو دا لومړی ځل دی چې د تخینيکي ارزونې تاکتیک له لارې یو حکومت د ځیرک تلیفونونو له لارې د جاسوسۍ کمپاین پیل کړی دی.»

نوموړي زیاته کړه چې د څارنې [د یو چا د تعقیف او پر هغه باندې د جاسوسۍ له پاره] ځیرک تلیفونونه تر ټولو غوره وسیله ده. د هغه په وینا دا ځکه چې هر څوک خپل ځیرک تلیفونونه له ځانه سره انتقالوي او تل لګیدلي وي او د لاس رسي وړ وي.

انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

یاد شرکت ویلي چې د دوی پلټونو ښولې ده چې تر اوسه پورې ۲۴۰ کسان تر څارنې لاندې نیول شوي او نږدې ټول ایراني اتباع دي. دغه شرکت وايي چې زموږ د اټکلونو له مخې د جاسوسۍ دغه هڅې له ایران څخه سرچشمه اخیستې ده.

سربیره پر دې، د دغه شرکت پلټنو موندلې چې په دې ترڅ کې یو شمیر بریتانویان او افغانان هم هدف ګرځول شوي دي. د چیک پواینت په نامه دغه شرکت په دې باور دی چې په ایران کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې ځینې ملاتړي او همدا راز د ترکیې او کردستان ځینې اشخاص چې کیدای شي د ایران رژیم ته تهدید پیښ کړي، د ځیرک تلیفونونو د یو لړ پروګرامونو له لارې چې یو ډول ویروس لري، تر څار لاندې نیول شوي دي.

یاد شرکت ویلي چې د څارنې له پاره یو پروګرام په لومړي سر کې له یوې داسې ویبپاڼې خپور شوی چې انترنتي آدرس یا «آی. پي» یې په ایران پورې تړلې وه او بیا وروسته یې خپل انترنتي آدرس روسیې ته اړولی دی.      

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب