1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن افغانانو ته امريکا کې د ډير وخت اوسیدو اجازه ورکوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

د سرچينو په حواله، د جو بایدن حکومت د پلان له مخې، په لسونو زره افغانان چې د طالبانو له لاسه امریکا متحده ایالاتو ته تللي، کولی شي لا هم په دغه هیواد کې پاتې شي او کار وکړي.

Deutschland Ramstein Airbase | Flüchtende aus Afghanistan
په پام کې ده چې د متحده ایالاتو د امنیت وزارت د روانې اوونۍ په وروستیو کې په دې هکله خپله رسمي اعلامیه خپره کړي.انځور: Andreas Rentz/Getty Images

ويل کيږي چې اسوشتيد پریس خبري آژانس ته په دې هکله معلومات دوو کسانو چې د امریکا حکومت له دغه پلان څخه واقف دي، ورکړی دی. د بایدن د حکومت دغو دوو چارواکو ويلي دي چې د روان کال په دوبي کې به په شرایطو برابرو پناه غوښتونکو ته د دې امکانات ورکړل شي چې د خپل موقتي کار اجازه او له اخراج څخه محافظت ېې د دوو کلونو له پاره تمديد کړي. په امریکا کې د دغو افغانانو د دایمي اوسیدو او د هغوی د مهاجرت موقف د ټاکلو له پاره د امریکا د کانګریس هڅې تر اوسه کومې نتېجې ته نه دي رسیدلي.

دغو دوو کسانو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط له یاد خبري آژانس سره خبرې کړي ځکه چې هغوی د دې اجازه نه لري چې د هغو پلانونو په هکله چې لا تر اوسه خپاره شوي نه دي، وضاحت ورکړي.

افغان مهاجرو ته په لومړي ځل له اخراج څخه محافظت، په ۲۰۲۱م کال کې ورکړل شو چې بيا تېر کال تمديد شو.

دغه هڅې د څه باندې ۷۶ زره هغو افغانانو د ېوې موقتي حل لارې د موندلو له پاره دي کوم چې له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو پر وخت دغه هیواد ته وایستل شول.

په پام کې ده چې د متحده ایالاتو د امنیت وزارت د روانې اوونۍ په وروستیو کې په دې هکله خپله رسمي اعلامیه خپره کړي.

د دوی ډيری برخه هغه کسان دي چې په افغانستان کې ېې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې. ځينو ېې د څو کلونو له پاره له دغو ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه او یا په نورو برخو کې کار کړی دی.

په امريکا متحده ایالاتو کې د دغو افغان مهاجرو د اوسیدو وخت د غځېدو رپوټ، په لومړي ځل «سي بي اس» تلویزیون خپور کړ.د مهاجرو مدافع او د پخوانیو سرتیرو ډله چې په دې برخه کې کار کوی، د حکومت دغه پلان یوه ښه حل لاره بللې او ويلي ېې دي چې دا نسبت دې ته چې لاس تر زنې لاندې کيناستل شي او هيڅ کار ونشي، ښه دی.

شان وان دایور، د امريکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتېری او د افغان ايواک بنسټ مشر دی کوم چې د افغان مهاجرو له بيا میشتدا څخه ملاتړ کوي. هغه په دې اړه وويل چې افغانان له ډېر وخت راهیسې په امریکا کې د اوږدمهاله اوسیدو ځواب ته انتظار باسي، خو کانګریس لا هم د هغوی له راتلونکې سره لوبې کوي.

اما هغه په دې خوښ دی چې د بایدن حکومت هغوی ته د پاتې کېدو اجازه ورکوي، ځکه چې کانګریس تر اوسه کومه د حل لاره پېدا کړې نه ده.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت (متحدانو ته د پناه عملیات) چوکاټ په یوه برخه کې دغو افغان پناه غوښتونکو اجازه ورکړه چې په موقت ډول د اوسیدو له پاره دغه هیواد ته داخل شي. دغه عملیات د تېرو څو لسیزو په جریان کې د امريکا حکومت یو ستر عملیات وو. هغه کسان چې د دغه عملیاتو په چوکاټ کې تخلیه کيږي ورسره ژمنه کيږي چې په امريکا کې ورته د ژوندانه لازم خدمات او امکانات برابریږي.

امریکا: طالبانو د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوایي ډګر د برید اصلي طراح وواژه

د امریکا په کانګریس کې د دوو ګوندونو یوه ډله هیله منده وه چې د افغان پناه غوښتونکو موضوع، په دسمبر میاشت کې د حکومت د تمویل د یوې برخې په توګه حل شي.

په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانانو د موقتي اقامې وخت په اګست میاشت کې پای ته رسیږي. خو که چېرته په دې ارتباط یوه لایحه تصویب شي، په هغه صورت کې افغان پناه غوښتونکي کولی شي په اګست کې د امریکا تابعیت د ترلاسه کولو له پاره خپل درخواستونه وړاندې وکړي.

په تېر کې د کیوبا، ويتنام او عراق په ګډون د نورو هیوادونو پناه غوښتونکو سره هم ورته عمل ترسره شوی وو. خو په دې هکله هڅې د یو شمیر جمهوري غوښتونکو د مخالفتونو له وجې له ماتې سره مخام شوي دي. په ځانګړې توګه د آيووا ایالت سناتور چاک ګراسلي، تېر کال وویل چې دغې لايحې له ټاکلي حد څخه ورهاخوا پښه ايښې ده. هغه وويل چې په دې لایحه کې هغه افغانان هم شامل شوي دي چې د تېرو شلو کلونو په جریان کې موږ سره همکاران نه ول.

د مجلس يو شمیر غړي هیله من دي چې د پرمخ تللو څيړنیزو اقداماتو په صورت کې به دغه لایحه له لازم ملاتړ څخه برخمنه او د دواړو مجلسونو له خوا تصویب شي. د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د جمهوري غوښتونکو له خوا او سنا بیا د دیموکراتانو له خوا کنټرول کیږي چې په کم شمېر کې اکثریت لري.

سیاسی سلاکار هلال معصومي، چې له افغانستانه تخلیه شوی دی، د دوشنبې په ورځ د ېوې اعلامېې په خپرولو سره وويل: «په نهایت کې به وکتل شي چې آیا امریکا متحده ایالات د خپلو ټولو متحداینو د محافظت ژمنې عملي کوي او که نه.»

هغه چې د «لوتري مهاجرت خدماتو» په یو غیر دولتی سازمان کې کار کوي زیاته کړه: «کانګرس باید زموږ ملت ته پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او افغانانو ته وښيي چې دغه هیواد د هغوی له پاره یوازې د اوسیدو یو امن موقتي ځای نه دی... بلکې کور ېې دی.»

دویچه وله د/م.ک.ص./س.ر.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب