1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«برلین د اسد پر ضد احتمالي پوځونو انتخابونو باندې غور کوي»

۱۳۹۷ شهریور ۱۹, دوشنبه

په هغه صورت کې که چیرې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د خپل ولس پر وړاندې له کیمیاوي وسلو کار واخلي، ښایي د آلمان پوځ مداخله وکړي. د یوه رپوټ له مخې د آلمان د دفاع وزیره دا ارزوي چې په دې صورت کې کوم امکانات شته.

Syrien Idlib Rauch nach Luftangriffen der Regierungskoaliltion
انځور: Getty Images/AFP/O.H. Kadour

د «بېلد» په نامه د آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې د آلمان د دفاع وزیره اورزلا فون دیر لاین، دا مسله ارزوي که چیرې یو ځل بشارالاسد د خپل ولس پر وړاندې له کیمیاوي وسلو کار واخلي نو آیا د آلمان اردو په یوه پوځي غبرګون کې څه ډول برخه اخیستې شي او که نه.

د نوموړې ورځپاڼې د د دوشنبې د ورځې (د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر لسمه) د رپوټ له مخې د آلمان په دفاع وزارت کې په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې او فرانسې په پوځي ائتلاف کې د احتمالي شاملیدو په هکله غور کیږي. خو د آلمان د ماموریت له پاره الزامي شرط د سوریې د رژیم له لوري یو ځل بیا د خپل ولس پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د کارولو ثابتیدل دي.

د امریکا متحده ایالاتو له لوري غوښتنه

د بېلد، ورځپاڼې د رپوټ له مخې د دغه امکان د ارزولو دلیل د متحده ایالاتو له لوري غوښتنه وه او په دفاع وزارت کې د کارپوهانو د یوې غونډې په ترڅ کې پر بیلابیلو انتخابونو باندې بحث شوی دی. په دغو انتخابونو کې د اکتشافي الوتکو پروازونه او د یوه احتمالي برید وروسته د زیان د اټکلونو له تحلیل څخه نیولی په پوځي عملیاتو کې برخه اخیستل شامل دي.

په دغه رپوټ کې راغلی دي که چیرې ثابته شي چې بشارالاسد د خپل ولس پر وړاندې بیا زهرجن ګاز کارولی دی، په دې صورت کې ښایي متحده ایالات، بریتانیا او فرانسه او دا ځل د آلمان په وسلو سمبال تورنادو الوتکې پر پوځي زیر بناو لکه د وسلو پر دیپوګانو پر بریدونو کې برخه واخلي. رپوټ زیاتوي چې د یوې ګړندې حملې په صورت کې بیا وروسته د آلمان پارلمان ته دغه قضیه وړاندې کیږي.

د بیلد، ورځپاڼې د آلمان د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د ګډ دریځ له قوله لیکلي دي: «په سوریه کې وضعیت د زیاتې اندیښې سبب دی. طبعا په دې وخت کې موږ له خپل امریکایي متحدینو او اروپایي شریکانو سره په نزدې رابطه کې یو. موږ تل په ټولو سطحو د روان وضعیت او د نورو احتمالي سناریو او همداشان د ګډو اقداماتو د انتخاب په هکله نظرونه سره تبادله کوو.»  

د تشدد د زیاتیدو څخه مخنیوی

په دغه رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې هدف دا دی چې د جګړې د ښکیلو اړخونو تر منځ د لازیات تشدد مخنیوی وشي، هغه تشدد چې اغیزمن خلک یې همدا اوس له ویرې سره مخامخ کړی دي. دغه څه تر هر زیات د کیمیاوي وسلو د استعمالولو په هکله صدق کوي، چې ویل کیږي د اسد رژیم تر مخه هم کارولي دي.

په اپریل میاشتې کې امریکا متحده ایالاتو، فرانسې او بریتانیې په دوما کې د زهرجن ګاز د استعمال په غبرګون کې یوه ستره هوایي حمله وکړه. دغه حمله د سوریې د جګړې د پیل راهیسې ګډه ستره حمله شمیرل کیږي. د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل هغه مهال په هوایي حمله کې د آلمان ګډون رد کړی وو.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب