1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيبریتانیا

«بریتانیا واګنر ملیشه د ېوې تروریستي ډلې په توګه اعلانوي»

۱۴۰۲ شهریور ۱۵, چهارشنبه

د یوه رپوټ له مخې د بریتانيا د کورنيو چارو وزارت وايي، حکومت غواړي د واګنر ډله د یو تروریستي سازمان په توګه اعلان کړي. د بریتانیا حکومت دغه اقدام به وشي کړی چې له دغې روسۍ ډلې څخه ملاتړ او غړيتوب غیرقانوني کړي.

د واګنر ډلې مشر ایفګیني پريګوژين د اګست میاشتې په ۲۳مه له خپلو یو شمېر نژدې ملګرو سره د ېوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې مړ شو
د واګنر ډلې مشر ایفګیني پريګوژين د اګست میاشتې په ۲۳مه له خپلو یو شمېر نژدې ملګرو سره د ېوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې مړ شوانځور: Maxim Shemetov/REUTERS

په تور لیست کې د واګنر ډلې راوستل له القاعده تروریستي شبکې سره په يوه لیست کې د شاملېدو په معنی ده چې په دې کار سره به د بریتانیا د قوانینو له مخې د دغې ډلې په ګټه هر ډول فعالیت کول جرم ګڼل کيږي چې د کلونو بند سزا به له ځانه سره ولري.   

د بریتانیا د کورنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وويل چې د دغه هېواد حکومت په پام کې لري چې د روسیې واګنر اجیره ملیشه د یو تروريستي سازمان په توګه اعلان کړي. یاد وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې يوه مسوده چې په پام کې ده پارلمان ته وړاندې شي، وبه شي کړی چې د واګنر ډلې شتمنۍ د تروريستي جایدادونو په ګټګورۍ کې شاملې کړي.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې سوئلا براورمن، واګنر ملیشه د ېوې «تاوتريخجنې او ویجاړونکې» ډلې په توګه عنوان کړه او زیاته ېې کړه چې دغه ډله «د ولاديمیر پوتین له پاره له روسيې بهر د ېو پوځي ابزار په توګه عمل کوي.»

د بریتانیا د کورنيو چارو وزارت په اعلامیه کې  واګنر ډله په ټول اوکراین، منځني ختيځ او په افريقا کې په لوټمار، شکنجو او «وحشیانه وژنو» کې په لاس لرلو تورنه شوې او دا ېې د نړيوال امنيت له پاره یو ګواښ بللې ده.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزيره سوئلا براورمنانځور: Jordan Pettitt/empics/picture alliance

ميرمن براورمن د واګنر ملیشه ترهګر بللي دي.

 تمه ده چې دغه قانون د سپتمبر له ۱۳مې تطبیق شي. تر هغه وروسته به واګنر ډلې پورې تړوا او د دغې ډلې له پاره تبلیغ، د غونډو جوړول یا پکې وینا کول او په عامه محضر کې د دغې ډلې د نښانونو ښوول به به جرم ګڼل کيږي چې ان تر ۱۴ کاله پورې د بند سزا هم لرلی شي.

د واګنر ملیشه ډله په سوريې، لیبیا او د شمالي او غربي افریقا په یو شمېر هېوادونو کې ماموریتونه درلودلي دي. دغې پوځې ډلې د اوکراین جګړې له پاره د روسيې له بنديخانو څخه په زرونو بندیان هم استخدام کړل کوم چې د تېر ژمي په تهاجمي حملو کې ېې د روسي ځواکونو یوه مهمه برخه جوړه کړې وه.

واګنر ډلې مشر ایفګیني د روسيې ولسشمر ولاديمیر پوتین ته د نژدې کسانو څخه وو. هغه د روان کال په جون میاشت کې د مسکو ضد یو چټک بغاوت وکړ چې د پوتین لخوا وغندل شو. پريګوژن د اګست میاشتې په ۲۳مه له خپلو یو شمېر نژدې ملګرو سره د ېوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې مړ شو.

بریتاینا په ۲۰۲۰م کال کې پريګوژین او بیا د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې ېې د هغه ټوله ډله تحریم کړه. د همدې کال په جولای کې بيا د بریتانیا له خوا په سوډان، مالي او مرکزي افریقا جمهوریت کې له واګنر ډلې سره تړاو لرونکو کسانو او کاروبارونو هم بندیزونه ولګول شول.

له آرشیف څخه یو انځوريز البوم: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل