1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: ترکي او ايراني چارواکو ۱۴ افغان مهاجر وژلي

۱۴۰۱ شهریور ۹, چهارشنبه

د بشري حقونو مدافعينو د ترکیې او ايران پر سرحدي چارواکو تور لګولی دی چې په تېر کال کې یې نږدې ۱۴ افغان کډوال وژلي دي. همدا راز پر دغو هيوادونو د مهاجرو په غير قانوني توګه اخراجولو تورونه هم لګول شوي دي.

د ترکیې وان ایالت ته رسېدلي افغان کډوال
آرشيف انځور: د ترکیې پر پوله افغان کډوالانځور: Ali Ihsan Ozturk/DVM/ABACAPRESS/picture alliance

ايمنسي انترنيشل يا د بخښنې نړيوال سازمازن د يوه رپوټ په ترڅ کې ويلي دي چې دوی د ايران د امنيتي ځواکونو له خوا د ۱۱ او همدا راز د ترکيي د امنيتي ځواکونو له خوا د دريو افغان مهاجرو د «غير قانوني وژنو» پېښې ثبت کړي دي.

ایمنستي دا رپوټ د چهار شنبې په ورځ «هغوی زموږ سره انساني چلن نه کوي» تر سرليک لاندې خپور کړی دی.

دغه ټولنې دا هم ويلي دي چې ایراني او ترکي امنيتي ځواکونو په وار وار سره هغه افغانان چې هڅه یې کوله دغو هيوادونو ته د خونديتوب له پاره واوړي، له خپلو سرحدونو بيرته شړلي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د ايران عسکرو په تکراري ډول د مهاجرو پر موټرو ډزې کړي دي په داسې حال کې چې د ترکيې سرحدي ځواکونو بيا په غير قانوني توګه اصلي مرمۍ يا جنګي مهمات کارولي دي.

ترکيه: يوناني پوليسو پر سرحد يو افغان کډوال په ډزو وژلی

په رپوټ کې ثبت شوې شميرې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو را وروسته مودې پورې تړاو لري. له هغه وخت راهيسې په افغانستان کې بشري وضعيت په څرګند ډول خراب شوی دی.

ايمنستي انترنيشل د خپل دې رپوټ له پاره د ۲۰۲۱م کال د نومبر او د ۲۰۲۲م کال د می مياشتې ترمنځ ۷۴ افغان وګړي، پنځه افغان حکومتي چارواکي، وکيلان او نور کارپوهان پوښتلي دي.

له ايرانه راستانه کړل شوي کډوال څه وايي؟

ياد سازمان د ۲۰۲۱م کال د مارچ او د ۲۰۲۲م کال د می مياشتو په منځ کې د غير قانوني اخراجونو پېښې هم ثبت کړي دي. د ژنيو د مهاجرو کنوانسيون کوربه هيوادونه مکلفوي چې مهاجر بيرته هغو هيوادونو ته ونه ليږي چې هغوی له تعقيب او ځورنې سره پکې مخامخ کیږي.

ترکيه د اروپايي هيوادونو وګړو ته د کنواسيون پر اساس د مهاجر حيثيت ورکوي. له سوریې څخه ورغلو مهاجرو ته یې هم بيا يوازې موقتي محافظت ورکړی دی.

د غير دولتي خيريه سازمانونو رپوټونه ښيي چې ډېره برخه افغانان هم په ترکيه کې د مهاجرو په توګه نه منل کيږي. د ترکیې د کورنيو چارو د وزير په حواله په روان میلادي کال کې تر اوسه تقريباً ۴۳ زره افغانان بيرته افغانستان ته استول شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل