1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: جاپان ته انتقال شوي ۴۰ سلنه افغانان بيرته ستانه شوي دي

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۱ شهریور ۲۴, پنجشنبه

يوې جاپانۍ انلاين ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د طالبانو له بيا واکمنۍ راهيسې جاپان ته له انتقال شويو افغانانو کابو ۴۰ سلنه یې له دغه هېواد څخه وتلي دي. د دې دليل د جاپان د حکومت له خوا ضعيف ملاتړ ښوول شوی دی.

Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
انځور: Ssgt. Emma James/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د «جاپان ټوډي» پر ليکه رسنۍ د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته جاپان ته له انتقال شويو ۱۶۹ افغانانو څخه یې ۴۰ سلنه له دغه هېواد څخه وتلي دي.

يادې رسنۍ د دغه مهاجرو له قوله ليکلي دي چې هغوی د فشارونو او د جاپان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ملاتړ نه ترلاسه کولو په دليل بیرته افغانستان ته ستانه شوي او يا نورو هېوادونو ته تللي دي.

د دې رپوټ پر اساس جاپان ۹۸ افغانان چې د تخلیې د پروسې په ترڅ کې جاپان ته انتقال شوي ول، د مهاجر په توګه منلي دي، په داسې حال کې چې ۵۷ کسان د طالبانو له خوا د ځوريدو پر خطر سربیره بيرته افغانستان ته ستانه شوي او ۷ نور یې امريکا متحده ایالاتو او بريتانيا ته تللي دي.

سويلي کوريا ته تللي افغانان په څه حالت کې دي؟

د تخلیې پروسې په ترڅ کې جاپان ته انتقال شوي کسان، په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت ملکي کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي ول.

پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ راهيسې هغه په لسونو زره کسان چې د بهرنيو نهادونو او يا له پخواني حکومت سره یې کار کاوه، له هېواده وتلي دي.

د «جاپان ټوډې» ورځپاڼې زياته کړې ده چې د تېرکال د اکتوبر او دسمبر مياشتو ترمنځ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت دغو افغانانو ته استوګنځایونه، خواړه او نور خدمات برابر کړي ول.

خو د جاپان دغو يو شمير پخوانيو محلې کارکوونکو «کيودو نیوز» ته ويلي دي چې دوی ته ويل شوي ول چې کاري قراردادونه يې د اګست مياشتې تر پايه ختمیږي او تر فشار لاندې ول چې له دغه هيواد څخه ووځي.

ب. ص/ ن. ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل