1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

رپوټ: جرمني د پاکستان له سیلاب ځپلو سره مرسته لوړوي

۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

په پاکستان کي به د وروستیو سیلابونو قربانیان د جرمني څخه نور کومکونه هم په لاس راوړي.

Überschwemmungen in Pakistan
انځور: picture alliance/dpa/AP

لکه څنګه چي یوې المانۍ ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی، ترهغه وروسته، چي د پراختیايي چارو وزیرې، سوینیا شولڅ همدا لږ وخت دمخه د ۱۳ ملیونو یورو په ارزښت مرستي د ورکولو وعده ورکړه، وزارت یې ورسره د ۲۶ ملیونه په ارزښت نور کومکونه اضافه کړه. 

شولڅ دغي ورځپاڼي ته ویلي دي، چي د پاکستان وروستیو سیلابونو ددغه هیواد د وروستیو کلونو د پرمختګ او ترقۍ بریاوي په لنډ وخت کي د هیڅ سره برابري کړې. د تیر جون راهیسي دغه هیواد د خپل تاریخ د ترټولو سختو سیلابونو د افت سره مخامخ دی . یو پر دریمه حصه یې تر اوبو لاندي ده او تقریبأ ۱۶۰۰ انسانان مړه سوي دي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب