1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د آلمان د پوځ د تجهیزاتو او پرسونل ستونزه

۱۴۰۲ اسفند ۲۳, چهارشنبه

د پوځ له پاره د آلمان د فدرالي پارلمان کميسارې په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې د آلمان د پوځ د عصري کولو په موخه دوه کاله تر مخه د رامنځته شوي ځانګړي صندوق سربیره هم د آلمان پوځ د تجهیزاتو او پرسونل له کمښت سره مخامخ دی.

د پوځ له پاره د آلمان د پارلمان کميسارې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د آلمان پوځ د تجهیزاتو او پرسونل له کمښت سره مخامخ دی.
د پوځ له پاره د آلمان د پارلمان کميسارې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د آلمان پوځ د تجهیزاتو او پرسونل له کمښت سره مخامخ دی.انځور: Marijan Murat/dpa/picture alliance

د آلمان د پوځ له پاره د پارلمان کميسارې ايفا هيوګل، ويلي دي چې د آلمان په پوځ کې «له هره درکه يوه يا بله نيمګړتيا موجوده ده.»

هيوګل د ذکر شوي کلني رپوټ په حواله وويل: «د پام وړ هڅو سربیره د پوځ د عصري کولو له پاره د صندوق د رامنځته کولو دوه کاله وروسته هم په پرسونل، مهماتو او بنسټيزو جوړښتونو کې د پام وړ ښه والي توقع اوس لا ډېره لیرې خبره ده.»

دوه کاله تر مخه د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، پر اوکراين د روسیې د يرغل په ترڅ کې د «نوي فصل د پېل» له پاره يوه پروژه اعلان کړې وه او د آلمان د پوځ د عصري کولو له پاره یې د ۱۰۰ ميليارده يورو ځانګړي کولو اعلان کړی وو.

د مهماتو او وسایلو سخت کمښت

پر اوکراين د روسیې تر يرغل وروسته اولاف شولڅ، ويلي ول چې «د ماسکو اقدامات زموږ د لوې وچې په تاريخ کې يوه مهمه پېښه ده.» نوموړي همدې ته په کتو سره د عصري وسلو د رانيولو او لا ډېر پر ځان متکي بهرني سياست د ودې له پاره د سل ميليارده يورو ځانګړې بودجه اعلان کړه.

د آلمان د پوځ له پاره د پارلمان کميسارې ايفا هيوګل، ويلي دي چې د آلمان په پوځ کې «له هره درکه يوه يا بله نيمګړتيا موجوده ده.»انځور: Vladimir Esipov/DW

خو ايفا هويګل وايي چې د «تجهیزاتو له پلوه آلمان تر اوسه لا په بشپړه توګه د فعاليت وړ نه دی. د مهماتو، پرزو او راډيويي ابرازو د کمښت ترڅنګ پوځ د ټانکونو، سمندري کښتيو او همدا راز د الوتکو له کمښت سره هم مخامخ دی.»

خو نوموړې دا هم وويل چې د آلمان د پارلمان غړو په ۲۰۲۳م کال کې د ۷،۷ میليارده يورو په ارزښت دفاعي تړونونه هم تصويب کړي دي.

هغې زياته کړه چې د دې اقداماتو په لا چټکې سره د جاري ساتلو اړتيا ده.

د ډېر عمر لرونکی عسکر

هيوګل دا هم وويل چې د آلمان پوځ د «پرسونل اړوندو يو شمير مسائلو سره هم مخامخ دی.« هغې پر دې ټينګار وکړ چې تر ۲۰۳۱م کال پورې دې د عسکرو شمیر له ۱۸۱ زرو څخه ۲۰۳ زرو ته لوړ کړل شي.

نوموړې وويل: «د آلمان پوځ د زړښت په حال کې دی او شمیر یې هم مخ پر کمیدو دی.» هيوګل وويل چې د ۲۰۲۳م کال تر پای پورې د آلمان پوځ د لږ تر لږه ۱۵۳۷ عسکرو له کمښت سره مخامخ وو.

هغې دا هم وويل چې په يو شمیر پوځي واحدونو کې «ډېرې څوکۍ» تشې پرتې دي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب