1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلمان پارلمان ډېر ژر د افغانستان د ماموريت ارزونه پېلوي»

۱۴۰۱ خرداد ۱۱, چهارشنبه

د يوه رپوټ په حواله د آلمان پارلمان به ډېر ژر په افغانستان کې د آلمان د پوځ ماموريت ارزونه پېل کړي. په دې ترڅ کې د دې ارزونې له پاره عريضه کوونکو ويلي چې دغه په «خپل سر ټاکل شوي» اهداف «قسماً نه دي ترلاسه شوي.»

Symbolbild Bundeswehreinsatz in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture-alliance

د «The Pioneer» په نوم خبري مجلې د چهار شنبې په ورځ د ائتلافي حکومت او اتحادي ګوندونو د پلانونو په حواله ويلي دي چې د دوبي تر دمې دمخه په افغانستان کې د آلمان د شل کلن ماموريت د اروزنې او همدا راز له افغانستان څخه د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې د تخلیې د ارزونې له پاره بايد د «څېړنو يو کمېسيون» په کار لاس پورې کړي.

د څېړنو کمېسيون غونډه به د «افغانستان د ماموريت درس د آلمان د راتلونکو هلو ځلو سره وصلول» تر عنوان لاندې ترسره کيږي. د رسنيو د رپوټ په حواله د دغه کمېسيون دنده به دا وي چې «د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱م کال ترمنځ مودې له پاره په افغانستان کې د آلمان د بهرني، امنيتي او پراختيايي سياست هلې ځلې وارزوي.»

زياته شوې ده چې د دې ارزونو موخه «د آلمان د راتلونکو پوځي او د نړيوالو ملکي ماموريتونو له پاره درس اخيستل دي.»  په دې ترڅ کې د دې ارزونې له پاره د عريضه کوونکو له خوا ويل شوي چې [د آلمان د پوځ] دغه په «خپل سر ټاکل شوي» اهداف «قسماً نه دي ترلاسه شوي.»

په دې ترڅ کې زياته شوې: «د افغانستان له ماموريت څخه په لاس راغلې تجربې د آلمان د حکومت د نړيوال اقدام له پاره مهم بدلون ښايي و اوسي.»

په دغه څېړنيز کمېسيون کې به د آلمان د پارلمان ۱۲ غړي او ۱۲ کارپوهان شامل وي. د آلمان سوسيال ديموکرات ګوند او اتحادي ګوندونو هر يو یې درې درې غړي غوره کړي دي. همدا راز زرغون او لیبرال ګوندونو دوه دوه او د آلمان له پاره بديل او کيڼ اړخه ګوند يو يو غړی ورته ټاکلی دی.

په عريضه کې ويل شوي چې څېړنیز کمېسیون بايد «ژر تر ژره تشکيل شي او خپلې موندنې او سپارښتنې چې ناوخته شي د ۲۰۲۴م کال د دوبي تر دمۍ وروسته بايد وړاندې کړي.»

د پارلمان د ارزونې کمېټې څېړنې

د آلمان د پارلمان يا بندستاګ د ارزونې کمېټه به بيا د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې له افغانستان څخه د تخلیې پوځي عمليات تر نظر لاندې ونيسي.

په دې ترڅ کې پر دې هم نيوکه وشوه چې ډېر «د آلمان افغان سيمه ایز کارمندان چې له مرستې پرته به یې په افغانستان کې د آلمان ماموريت شونی نه وای، پر سم وخت له افغانستان څخه نه دي راايستل شوي.»

زياته شوې چې کمېسيون به دا هم روښانه کړي چې ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو په افغانستان کې د امنيتي وضعيت په اړه څومره معلومات لرله او دا چې د تخلیې سناريوګانې او يا د بيړني وضعيت طرحې موجودې وې او که نه.

د رپوټ په حواله د پارلمان غړي هم بايد د راتلونکي له پاره د مثال په توګه د آلمان د حکومت ترمنځ د ارتباط او پوهاوي، له نړيوالو شريکانو سره د معلوماتو د تبادلې او همدا راز د سيمه ایزو همکارانو سره د چلن په اړه سپارښتنې وکړي.

دغه ارزونې بايد د ۲۰۲۰م کال د فیبرورۍ د ۲۹ نيټې يعني د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په دوره کې د امريکا د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د تړون او د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر پر ۳۰ مه نېټه يعني له افغانستان څخه د تخلیې د عمليات د پای ترمنځ موده تر پوښښ لاندې راولي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: