د امریکا متحده ایالاتو په زندانونو کي تر دوه میلیونه زيات کسان بندیان دي. په اوسط ډول د بندیانو ډېره برخه هغه بې وزلې کسان دي چي ضمانت نه سي ورکولای.
« د امريکا په زندانونو کي څه نا څه ۲ میلیونه کسان بندیان دي»انځور: Mladen Antonov/AFP/Getty Images
اعلان
لکه څنگه چي "د زندان د پالیسي نوښت" له خوا په یوه رپوټ کي چې د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د مارچ ۱۱) خپور سوی دی، راغلي دي چي دغه رقم د بل هر ډیموکراټیک هیواد په پرتله د سړي پر سر ډیر لوړ دی.
د ۲۰۲۵م کال په کلني رپوټ کې د بندیانو شمیر۱۹۷۴۰۰۰ ثبت سوی دی چې د ۲۰۲۴م کال د کلني رپوټ په پرتله دوه فیصده لوړوالی ښيي. امریکايي ټولنه باید له ځانه وپوښتي چې ایا تر ۶۰۰۰ ډېرو زندانونو کې د دغه "ډله ایز بند" ګټه په کال کې د ۱۸۲ ميلیارډه ډالرو مالي لګښت توجیه کوي او که څنگه. د فدرالي احصایې د دفتر په وینا، امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۲۱م کال کې تقریباً ۳۳۲ ميلیونه نفوس درلود.
د امریکا له زندانه د ازاد شوي طالب کورنۍ تاوان غواړي
02:45
This browser does not support the video element.
په نوموړي رپوټ کي زیاته سوې ده چي څه ناڅه ۴۵۷ زره نارینه او ښځینه بندیاني له قانوني پلوه مجرمین نه دي. هغوی معمولاً له دې کبله په توقیف کي دي چي ضمانت نه سي ورکولای. په اوسط ډول بندیان سوي کسان د هیواد د نور نفوس په پرتله بې وزلي دي. د ټولو بندیانو ۴۱ سلنه تورپوستي دي، په داسي حال کي چي هغوی د نفوس فقط ۱۴ سلنه جوړوي.
د سوریې حکومت د مخالفینو د شکنجې له پاره په مخصوصو کوټو کي له څو کړنلارو کار اخیست: په دُرو وهل، برقي شوک، له خوب څخه محرومیت، د ښځو او نارینه وو بربنډول او جنسي تیری.
انځور: Ugur Yildirim/DIA Images/ABACAPRESS/picture alliance
د صيدنايا زندان يوه برخه
د دمشق په صيدنايا زندان کي پلټونکي، ملکيان او جنګيالي اوس هم په داسي پټو ځايونو پسې ګرځي چي ګومان کيږي اوس به هم هلته په سونو بنديان بند پاته وي. اوس په دغه زندان کي حتي ځيني ځايونه کيندل کيږي.
انځور: Basili Sandro/ABACA/picture alliance
د دمشق د صيدنايا زندان د شکنجې يوه خونه
د سوریې په زندانونو کي د" الوتونکی فرش" په نوم د شکنجې یو بل ډول وو چي قرباني کس به یې پر یوې تختې کښیناوه او وروسته به پیره دارانو د تختې دواړې خواوی پورته کولې او د زنداني کس زنگنونه او سینې قفس (پوښتۍ)به یې دومره سره نیژدې کول تر څو په بدن کي به یې د سخت درد سبب سي.