1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د اوکراین په ختیځ کې یو المانی جنګیالی وژل شوی دی

۱۴۰۲ اسفند ۲۶, شنبه

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې په توپخانه‌يي برید کې یو المانی جنګالی وژل شوی. ویل کېږي، چې وژل شوی کس پنځه کاله د المان د پوځ غړی او درې ځل افغانستان ته د خپل ماموریت له پاره تللی و.

اوکراین کې د پوځ سیمه‌ییز روغتون
اوکراین کې د پوځ سیمه‌ییز روغتونانځور: Max Zander/DW

د المان  دولتي شبکې د جمعې پر ورځ (د ۲۰۲۴ د مارچ ۱۵نيټه) د »اوکراین له خاورې د دفاع نړیوالې لوا« په حواله خبر ورکړی، چې یو ۳۷ کلن المانی وګړی چې د اوکراین په ختیځ کې یې د الوتکو د پېژندنې یوې برخې سره کار کاوه، وژل شوی دی. پر دغې سړي د پنجشنبې پر ورځ برید شوی.

«د اوکراین له خاورې د دفاع نړیواله لوا» یو بهرنی داوطلبه نظامي واحد دی، چې د اوکراین د حکومت او د ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي په غوښتنه د روسیې د یرغل د مقابلې له پاره په ۲۰۲۲ کال کې جوړ شوی.

دغې المانۍ رسنۍ د «نړیوالې لوا» له قوله ولیکل:« کله چې موږ له خټو څخه د هغه په را ایستلو بریالي شو؛ مړ و. دا مبارز چې لومړی نوم یې سټیفن و، یو رښتینی اتل و.»

د المان د باندنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ ( د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۵ نېټه) وویل، چې » د یوه الماني وګړي په اړه له رپوټونو خبر دي، چې احتمالآ اوکراین کې د جګړه‌ييزو عملیاتو پر مهال وژل شوی.« دغې وزارت ویلي، چې په کیف کې د المان سفارت هڅه کوي، دا موضوع روښانه کړي.

د المان «تحریریه شبکې» لیکلي، چې څه باندې یو کال مخکې یې له دغې الماني وګړي سره د اوکراین  په ختیځ خارکیف کې خبرې کړې وې. سټیفن په دغې لیدنه کې ویلي وو، چې « پنځه کاله د المان د پوځ غړی و او افغانستان کې د الماني پوځ د حضور پر مهال درې ځل د دندې له پاره هغې هېواد ته تللی وم.»

وژل شوی کس سټیفن د المان په سویل کې د لېږد رالېږد یو شرکت لري او په ۲۰۲۲ کال کې اوکراین ته تللی و. له دې امله، چې روسیې  د دغې سړي په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو له پاره انعام ټاکلی و، نو هغه خپله نه غوښتل چې په رسنیو کې یې په اړه معلومات خپاره شي.

aj.rsh (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب