امریکا ته د ۱۶۰۰ افغانان مهاجرو د پرواز لغوه کیدل
۱۴۰۳ بهمن ۲, سهشنبه
يوه امریکايي چارواکي او یوه سازمان چي په امریکا متحده ایالاتو کي د افغانانو د بیا میشتیدنې په برخه کي کار کوي، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي د دونالد ترمپ د اجرایوي فرمان له مخي د مهاجرت پروگرامونو په ځنډیدلو سره، د هغو شاوخوا ۱۶۶۰ افغانانو پروازونه هم لغوه سوي دي چي په امریکا متحده ایالاتو کي یې د بیا میشتیدنې اجازه ترلاسه کړې وه.
د «افغان ایواک» سازمان مشر شاون وان دایور، او همدارنگه یوه امریکايي چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي تر قانوني سن کښته هم هغه کسان چي له خپلو کورنیو سره د پیوستون په تمه دي او همدارنگه هغه کسان چي د افغانستان د پخواني حکومت له پاره د جگړې له امله د طالبانو له خوا د غچ اخیستني په بیره کي ژوند کوي، په دغه ليست کي شاملیږي.
دغو سرچینو ویلي دي چي د دونالډ ترمپ په دغي پریکړي سره، هغه په زرونو نور افغانان هم له بې سرنوشتۍ سره مخامخ کیږي چي په امریکا متحده ایالاتو کي د بیا میشتیدنې په پروگرام کي تائيد سوي ول، خو په افغانستان او یا پاکستان کي ژوند کوي او پروازونه یې لانه وه پلان سوي.
سپینې ماڼۍ او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت چي ددغه هیواد پر مهاجرتي برنامو څارنه کوي، تر اوسه یې په دې اړه د رویترز پوښتنو ته جواب نه دی ورکړی.
وان د ایور ویلي دي چي هغه افغانان او هغه کسان چي د خپل انتقال په اړه شکایت کوي، په وارخطايي کي ژوند کوي: «زه نن مجبور سوم چي څلور ځله خپل تلفون چارج کړم، ځکه ډیریو راته پرله پسې زنگونه وهل.»
اړوند:په پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعیت په هکله د آلمان اندېښنه
هغه د ترمپ په انتقالي ټیم کي خپلو ارتباطي کسانو ته په اشارې سره وویل: «موږ هغو ته خبرداری ورکړی وو، چي داسي یو څه به پیښ سي، خو هغوی په هرصورت دا کار وکړ، موږ هیله مند یو چي له سره فکر ورباندي وکړي.»
«افغان ایواک» یوازینی سازمان دی چي د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کي د طالبانو له خوا د کابل له سقوط وروسته، د امریکا متحده ایالاتو له حکومت سره د افغانانو د تخلیې او په متحده ایالاتو کي د بیا میشتیدني په هکله همکاري کوي.
د بایدن حکومت د ۲۰۲۱م کال له اگست مياشتي وروسته څه ناڅه ۲۰۰ زره افغانان امریکا متحده ایالاتو ته انتقال کړي دي.
یو له په لسونو اجرایوي فرمانونو څخه چي ترمپ د لوړې تر مراسمو وروسته لاسلیک کړي او یا د لاسلیک کیدو په حال کی دي، امریکا متحده ایالاتو ته د مهاجرت پروگرامونو څلور میاشتنی ځنډ دی.
سپیني ماڼۍ په خپلې ویبپاڼي کي ویلي دي چي دمهاجرو د بیا میشتیدنې پروگرامونه له دې کبله ځنډوي چي ډېرو مهاجرو ددغه هیواد پر سیمه ايزو ځایونو او ښارونو باندي ډیر فشارونه راوستي دي.
اړوند:یوه ډله افغانان د امریکا ویزې د پروسس له پاره فیلیپین ته رسیدلي
وان دایور، او یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چي د هغو افغانانو نومونه چي امریکا متحده ایالاتو ته د انتقال په برنامه کي یې تائيدي ترلاسه کړې، له هغو پروازونو څخه حذف سوي دي چي په پام کي وه له کابل څخه د اپریل تر میاشتي پوري ووزي.
د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنیو چارو په کمېټه کي د دیموکراټانو اقلیت پر دغې پریکړې باندي انتقاد کړی دی او د ایکس په شبکه کي یې لیکلي دي: «هغوی بې سرنوشته پریښودل، همداسي ښکاري. دا له شرمه ډک یو کار دی چي هغهافغان متحدین چي تر ارزونې لاندي نیول سوي او تائيد سوي وه، د طالبانو تر لاسه لاندي پریښودل سي.»
دغو سرچینو ویلي دي چي په دغه شمېر کي د افغان- امریکايي پوځي پرسونل د کورنیو ۲۰۰ غړي هم شاملیږي، یعني هغه کسان چي په امریکا متحده ایالاتو کي زیږیدلي او یا هم له افغانستان څخه یې نوموړي هیواد ته مهاجرت کړی دی او د تابعیت په ترلاسه کولو سره ددغه هیواد له پوځ سره یو ځای سوي دي.