1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د جرمني رفاه ته سخت تاوان رسیدونکی دی

۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

د انرژۍ بحران ته په کتو سره د آلمان د اقتصاد انستیتوت راتلونکي کال ته بدبینه دی.

Michael Grömling | Leiter Konjunkturforschung beim IW
انځور: picture alliance

د هغه رپوټ د اټکلونو پر اساس چي نن چهارشنبه دغه انستیوت نشر کړ، داخلي ناخالص تولید به مقدمتاً ۰،۷۵ فیصده راکم سي. د اوکراین تر جنګ دمخه په مقایسه به د ۲۰۲۳م کال په اخره کي واقعي اقتصادي توانايي پنځه فیصده راکمه سي.

د دغه انستیتوت اقتصاد پوه، میشاییل ګروملینګ په خبره به «د جرمني رفاه او هوسایني ته په مجموع کي سخت تاوان ورسیږي». د دغه انستیتوت په نظر تر ټولو سخت وختونه ساختماني سکټور ته متوجه دي چي مجبوره دي پر سخت اقتصادي رکود باندي حساب وکړي. د ساختماني موادو او مسلکي کسانو کمبود او همدارنګه په دغه بخش کي مخ پر لوړیدونکي ټکټ پولۍ همدااوس لا دغه څانګه تر سخت فشار لاندي راوستلې ده. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب