د هغه رپوټ پر اساس چې د مهاجرت نړيوالې ادارې له خوا د پنجشنبې په ورځې خپور شوی، ۲۸۳ زره او ۴۶۷ تنه مهاجر له ايران او ۱۳ زره او ۸۴۹ تنه مهاجر له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
په دغو ارقامو کې يوازې هغه افغان مهاجر شامل دي چې د کډوالو په عالي کمشنرۍ کې د مهاجرو په توګه ثبت شوي دي او یا د ««UNHCR سازمان له خوا د اقامت اجازه نه لري.
د مهاجرت نړيوالې ادارې «آي او ام» په حواله، په ۲۰۱۸م کال کې په مجموعي توګه ۷۷۳ زره ناثبت شوي افغان مهاجر له ايران څخه خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان وړاندوينه کوي چې سږکال به په ايران کې د «دوامداره اقتصادي ستونزو» له امله ۵۷۰ زره افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه شيي. تيرکال هم د هيواد له لويديځو ولايتونو څخه د وچکالۍ له امله ډير افغانان ايران ته تللي ول.
له ايران څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د بيرته ستنيدو اصلي لامل پر ايران باندې د امريکا متحده ايالاتو لګول شوي اقتصادي تحريمونه ښودل کيږي. د دغو بنديزونو له امله په ايران کې د افغان کارګرو عوايد لږ شوي دي.
د ايران پولي واحد ريال، د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی او دغه راز دغه هيواد ته د امريکا متحده ايالاتو د تحريمونو په نتيجه کې د صادراتو کچه هم لږ شوې ده.
په ايران کې ميشت اکثره افغان مهاجر په غيررسمي کارونو بوخت دي. دوی تر ډيره ساختماني کارونه کوي. په ايران کې د غيررسمي کارونو او خدمتونو تقاضا هم کمه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې خپله افغانستان هم د بيکارۍ، کمزوري اقتصاد او ډيرو داخلي بې ځايه شويو له ستونزو سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «OCHA» د معلوماتو له مخې، د افغانستان د شمالي او شمال ختيځو ولايتونو ۲۲۰ زره اوسيدونکي د جګړو له امله خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي.
(k.s/n.z(dpa,AFP
روان کال له ایران او پاکستانه څومره افغان مهاجر ستانه شوي؟
د مهاجرت نړیوال سازمان چې په ټوله نړۍ کې د مهاجرو په چارو کې کار کوي، په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې افغانستان ته له ګاونډیو هیوادونو مهاجرین په داسې حال کې ستنیږي چې په هیواد کې داخلي بې ځایه شوي هم مخ پر ډیریدو دي. انځور: Tanha د تورخم بندر له لاري پخپله خوښه د روان کال د جنوري میاشتې له پیله نيولې د مې میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې د تورخم بندر له لارې له پاکستانه پخپله خوښه ۷۱۶۸ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
انځور: DW/O. Deedar د تورخم له لارې ډیپورټ شوي د روان کال د جنوري میاشتې له پیله د می میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې د تورخم بندر له لارې له پاکستان څخه ټول ۴۰۵ کسان افغانستان ته ډیپورټ شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer د سپین بولدک له لارې په خپله خوښه د سپین بولدک بندر له لارې له پاکستان څخه پخپله خوښه ټول ۶۵۲۴ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer د سپین بولدک له لاري ډيپورټ شوي د سپین بولدک له لارې له پاکستانه د روان کال له پیله د می میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې ټول ۴۵۹ کسان ډیپورت شوي دي.
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/S. Ahmad د هرات له لارې په خپله خوښه یا ناڅاپه د هرات له لارې بیا په مجموعي ډول ۹۰ زره او ۷۰۶ کسان له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
انځور: Tanha د هرات له لارې ډیپورټ شوي له ايران څخه ۲۳۵ کسان د هرات له لارې بيرته افغانستان ته اخراج شوي دي.
انځور: Tanha د نیمروز له لارې په خپله خوښه یا ناڅاپي ډول د نیمروز له لارې له ایران څخه د روان کال له پیل نه نیولې تر د مې میاشتې ۱۹ نیټې پورې ټول ۳۱ زره او ۵۸۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
انځور: Tanha د نیمروز له لارې ډیپورت شوي د نیمروز له لارې په روان کال کې تر اوسه پورې ټول ۱۰۷ زره او ۱۹۸ کسان ډیپورت شوي دي.
انځور: Tanha له پاکستان څخه د راستانه شوو افغان کډوالو مجموعي شمیر د روان ۲۰۱۸م کال له پیله د می میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې ټولټال ۱۴ زره او ۵۷۴ کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې کسانو کې پخپله خوښه، ناڅاپي او جبري اخراج شوي یا ډيپورټیان شامل دي.
انځور: DW/O. Deedar له ایران څخه د راستانه شوو افغان کډوالو مجموعي شمیر د روان ۲۰۱۸م کال له پیل نه نیولې د می میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې ټولټال ۲۸۴ زره او ۷۲۷ کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې کسانو کې په خپله خوښه، ناڅاپي او جبري اخراج شوي یا ډيپورټیان شامل دي.
انځور: Tanha