1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې له خوا پر اوکراين د بريد احتمال

۱۴۰۰ آذر ۱۳, شنبه

له اوکراين سره په شخړه کې روسيه د متحده آيالاتو د رسنيو د يوه رپوټ له مخې پلان لري چې په يو څو اوونيو کې يو پراخ بريد تر سره کړي. په دغه جمله کې ۱۷۵ زره سرتېري ښايي ګډون وکړي.

Belarus Minsk | West-2021, Gemeinsames Militärmanöver Russland & Belarus
انځور: Anadolu Agency/picture alliance

د واشنګټن پوست ورځپاڼه د متحده آيالتو د يوه لوړپوړي چارواکي په حواله راپور ورکوي چې د مسکو په پلانونو کې »د سلو کنډکونو تاکتيکي واحدونو هراړخيز تحرکات له تقريبا ۱۷۵ زرو عسکرو، ټانکونو، توپونو او تجهيزاتو سره« ښايي شامل وي.

د متحده آيالاتو د دفاع وزارت د فرانسې خبري اژانس پوښتنې ته په دې هکله ځواب نه دی ويلی. لکه څنګه چې »واشنګټن پوست« ورځپاڼې د یوه لوړپوړي امريکايي چارواکي له خولې خبر ورکړی، دغه وزارت »ژور اندېښمن دی ځکه چې داسې شواهد شته چې روسيې د اوکراين په وړاندې د تعرضي اعمالو له پاره پلانونه جوړ کړي دي.« واشنګټن »له دې وروسته هم په سيمه کې د ترينګلتيا له راکمولو او د ختيځ اوکراين د شخړې له يوه ديپلوماتيک حل څخه« ملاتړ کوي. دغه خبره د پنټاګون وياند، توني سېملروت، کړې ده. 

د ورځپاڼې د راپور په حواله د روسيې پوځي ځواکونه دا مهال په څلورو ځايونو کې سره راغونډيږي. په دغه عمل کې له دې مخې ۵۰ تاکتيکي جنګي واحدونه، ټانکونه او توپونه هم ګډون لري. واشنګټن پوست په دې لړ کې د متحده آيالاتو د استخباراتو يوه ناڅرګند شوي سند ته اشاره کړې ده.

داسې ویل کيږي چې د سرحد په لور او ورڅخه بېرته د شا په لور حرکتونه دا هدف لري چې دغه تاکتيکی تدابير پټ او د خلکو ناډاډمنتيا راوپاروي. د اوکراين پولې په اوږدو کې د روسيې د ځواکونو د رغونډېدو له کبله د ډېرې مودې راهيسې داسې اندېښنې موجودې دي چې روسيه ښايي پر اوکراين باندې حمله وکړي. مسکو دغسې نيوکې بيا ردوي. په متقابل ډول کرملين پر اوکراين هم تور لګوي چې د غرب له خوا پوځي تجهيرات تر لاسه کوي او کرملين د روسيې پولو ته څېرمه د ناټو پوځي مانورونو غندي.

اوکراين په يو څو اوونيو کې حتی د روسيې د يوه پوځي بريد څخه اندېښنه لري. د اوکراين د دفاع وزير، اولکسي رسنيکوف، د جمعې په ورځ وويل چې »تعرض ته د چمتووالي تر ټولو احتمالي وخت د جنورۍ پای دی.« د اوکراين استخباراتي اداره يې په خبره دا مهال ټولې احتمالي سېناريوګانې ارزوي. په راتلونکې اوونۍ کې به ښايي د امريکا متحده آيالاتو ولسمشر جو بايدن او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د يوې ويډيويي سرمشريزې په چوکاټ کې سره وګوري. بايدن د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې وويل چې غواړي په بېلابېلو تدابيرو سره د روسيې له خوا د اوکراين د اشغال مخه ونيسي.

آ./ن.ص./ا.ا.

په راغونډو شوو پوځي واحدونو کې ټانکونه او توپونه هم شامل ديانځور: Anadolu Agency/picture alliance
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب