1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسېې د اوکراین د جګړې په سلو ورځو کې څومره تيل پلورلي؟

۱۴۰۱ خرداد ۲۳, دوشنبه

د یوه تازه تحقیق پایلې ښيي چې روسېې په اوکراين کې د جګړې د لومړيو سلو ورځو په جریان کې د تيلو د صاداراتو له لارې ۹۳ ميلیارډه يورو (۹۸ ميليارډ ډالر) عواید په لاس راوړي دي. تر ټولو ډیر صادرات اروپايي اتحادېې ته شوي دي.

Russland Ölpumpen in Tatarstan
انځور: picture-alliance/TASS/Y. Aleyev

دغه رپوټ په فنلند کې مستقر د انرژۍ او پاکې هوا له پاره د تحقیق يو خپلواک مرکز (CREA) له خوا چمتو شوی او داسې وخت خپريږي چې کيف د کریملین د مالي سرچینو د قطع کولو په هیله، له لويديځ څخه غوښتي چې روسېې سره خپلې ټولې سوداګريزې معاملې بندې کړي.

د فرانسې خبري آژانس له پاریسه ليکي چې که څه هم اروپايي اتحاديه روسي تیلو سره سخته تړلې ده، خو دغې اتحادېې د روانې مياشتې په سر کې توافق وکړ چې له روسېې څخه په ډيره پیمانه د تيلو واردات ودروي. که څه هم دغه بلاک په پام کې لرې چې سږکال د ګازو د انتقالاتو کچه دوه په دریمه برخې ته راښکته کړي، خو په اوس وخت کوم په دې اړه د کوم بندیز پلان موجوده نه دی.

د رپوټ مطابق، اروپايي اتحادېې په اوکراین کې د روسېې د جګړې د لومړيو سلو ورځو په جریان کې له روسېې څخه ۶۱ سلنه فوسيلي سوند مواد وارد کړي چې ارزښت ېې ۵۷ ميليارد يورو (۶۰ ميليارډه ډالر) ښودل شوی دی.

چین د ۱۲ اعشاريه ۶ ميليارډه یورو په ارزښت وارداتو سره تر ټولو لوی واردونکی هیواد ښودل شوی دی. آلمان د ۱۲ اعشاريه ۱ ميلیارډه يورو او ايټالیا د ۷ اعشاریه ۸ ميلیارډه يورو په ارزښت وارداتو سره په ترتيب دوهم او دریم ځای کې دي.

د آرشیف انځور - آلمان تر چین وروسته له روسېې دوهم ستر واریدونکی هیواد ښودل شوی دیانځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

روسېې د فوسيلي سوند موادو څخه د عوایدو تر ټولو ډیره برخه د خامو تیلو له خرڅلاو څخه ترلاسه کړې چې اندازه ېې ۴۶ میليارډه ډالر ښودل شوې ده. تر دې وروسته بيا په ترتیب د ګازو د پایپ لاين شبکه، طبيعې مایع ګاز (LNG)، د تیلو تولیدات او د ډبرو سکرو سرچينې راځي.

سربیره پر دې چې په مې میاشت کې د روسېې د صادراتو کچه راولوېده او هیوادونو او شرکتونو پر اوکراین د یرغل په خاطر د روسي تیلو له وارداتو ډډه وکړه، خو په نړیوال بازار کې د سوند موادو د بېې د لوړيدا دوام، لا هم د کریملین خزانه ډکه ساتي او صادراتي عواید ېې د ريکارډ تر حده لوړ شوي دي.

د CREA په نامه د دغه سازمان د رپوټ پر اساس، د روسېې د صادراتو ارزښت د تيرکال په پرتله په اوسط ډول شاوخوا ۶۰ سلنه پورته تللی دی.

رپوټ زیاتوي چې په دې منځ کې ځينو هیوادونو له مسکو څخه خپل د پيرود یا خرید کچه لوړه کړې چې په هغو کې هندوستان، چين، متحده عربي امارات او فرانسه هم شامل دي.

د انرژۍ او پاکې هوا له پاره د تحقیق له مرکز څخه څيړونکی، لوري مایلویرت، وايي: «لکه څنګه چې اروپايي اتحادېې د روسېې پر ضد پر سختو بندیزونه فکر کوي، فرانسې بیا د خپلو وارداتو کچه لوړه کړې تر څو په نړۍ کې د طبيعي مايع ګازو تر ټولو ستر رانيونکی وګرځېد.»

مایلویرت زیاتوي، که څه هم اکثره دغه خريداريانې لنډمهاله دي نه د اوږدمهاله قراردادونو پر اساس، خو فرانسه په آګاهانه توګه تصمیم نيسي چې پر اوکراین د روسېې له يرغل سره له روسي انرژۍ څخه استفاده وکړي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب