1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

رپوټ: روسیې په اوکراین کې په پراخه کچه کلستر بمونه کارولي

۱۴۰۱ شهریور ۴, جمعه

یوې نړیوالې ادارې ویلي دي چې روسیې پر اوکراین د برید پر مهال په پراخه پيمانه کلستر یا خوشه یي بمونه کارولي دي، کیف هم په محدوده اندازه، خو دغه وسلې استعمال کړي دي. د نړیوال کنوانسیون له مخې د کلستر بمونو استعمال منع دی.

Syrien | Bürgerkrieg | Splitter von Streubomben
انځور: Ibrahim Hatib/AA/picture alliance

د کلستر بمونو د استعمال څارونکې ادارې «کلستر مونیشن کولیشن» یا (CMC) د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اګست ۲۵) په خپل رپوټ کې ویلي دي چې پر اوکراین د پوځي عملیاتو له پيل راهیسې روسیې په پراخه پيمانه کلستر بمونه استعمال کړي دي. دغې ادارې ویلي دي چې د دغو بمونو له امله په لسګونو اتباعو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډېري ودانۍ، ښوونځي او روغتونونه ویجاړ شوي دي.

د ۲۰۰۸م کال د نړیوال کنوانسیون له مخې د کلستر وسلو استعمال، انتقال، جوړول او زیرمه کول منع دي. په مجموع کې ۱۲۳ هیوادونه په دې کنوانسون کې شامل دي چې د هغو له جملې څخه ۱۱۰ یې د غړو هیوادونو او ۱۳ نور یې د لاسلیک کوونکو هیوادونو په توګه، خو روسیې او اوکراین تر اوسه پورې دغه کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی.

دا نږدې ۱۰۰مخیز راپور په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د کنوانسیون غړي د اګست مياشتي پر ۳۰ نېټه په ژنیف کې د دې کنوانسیون د غونډې له پاره چمتووالی نیسي.

په رپوټ کې څه ویل شوي دي؟

(CMC) په خپل رپوټ کې ویلي دي چې پر اوکراین د روسیې د حملې راهیسې د روسي ځواکونو له خوا د کلستر بمونو د لسګونو بریدونو مستند شواهد او همدارنګه ادعايي یا احتمالي رپوټونه موجود دي.

نوموړي ادارې په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې اوکرایني ځواکونو هم لږ تر لږه ۳ ځله کلستر بمونه استعمال کړي دي، خو د دې خبرې ثبوت نشته چې کیف دې سږ کال له نورو هیوادونو څخه کلستر بمونه ترلاسه کړي وي.

انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

میرې واریهم، چې د دغه رپوټ یوه له چمتو کوونکو څخه ده وایي: «د روسیې له خوا په پراخه کچه د کلستر بمونو کارونه چې په نړیواله توګه منع دي، انساني ژوند، بشري اصولو او قانوني مقرراتو ته ښکاره سپکاوی دی.»

واریهم وویل: «پر انسانانو د کلستر وسلو د سمدستي او اوږدمهاله خطرناکو اغیزو له کبله د هغې استعمال غیر قانوني دی. ټولو هیوادونو ته په کار ده چې د دغو وسلو استعمال، که هغه په هر دلیل وي، په شدید ډول وغندي.»

په دې وروستیو کلونو کې دا لومړی ځل وو چې په ۲۰۲۱م کال کې د کلستر بمونو له کبله د انسانانو د وژل کیدو رپوټ نه وو ترلاسه شوی، په داسې حال کې چې د دغو بمونو د پاتې شوو یا باقیاتو له کبله ۱۴۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پر اوکراين د روسيې يرغل؛ امريکا کيف ته نوري پيسې ورکوي

خو په روان کال کې د اوکراین جګړې وضعیت بدل کړ. د لومړنیو شمیرو له مخې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ او جولای ترمنځ موده کې کلستر بمونو لږ تر لږه ۶۸۹ تنه وژلي دي.

ولې پر کلستر بمونو بندیز لګول شوی؟

کلستر بمونه له ځمکې او هم له فضاء څخه پر ځمکې توغول کېدای شي. پر ځمکه تر غورځیدو وروسته یي قطعۍ یا ډبی خلاصیږي او په هغې کې ځای پر ځای شوي وژونکي مواد په یوه پراخه ساحه کې خپریږي.

د کلستر بمونو د پاتې شوو موادو موندنه هم مشکل وي چې له امله یي د خلکو ژوند ته خطر پيښیږي. په زراعتي ځمکو کې د دې بم د موجودیت له ویرې بزګران د کرهڼې وړ ځمکو کې د فصلونو له کرلو ډاریږي.

میریون لودو، چې هم د دغه رپوټ یوه له چمتو کوونکو څخه ده له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې کلستر وسلي د ملکي او نظامي خلکو تر منځ توپیر نه کوي، له همدې امله یي پوځي استعمال محدود دی. میرمن لودو وویل: «په پوځي لحاظ ورته هیڅ ضرورت نشته او همدا علت دی چې د دغو وسلو د منع کنوانسیون موجود دی».

رچرډ کونور: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب