رپوټ: سعودي عربستان په ۲۰۲۳م کال کې ۱۷۰ کسان اعدام کړي
۱۴۰۲ دی ۱۲, سهشنبهپه سعودي عربستان کې اعدامونو په اړه دا شميرې د فرانسې خبري آژانس د سعودي چارواکو د اعلاميې پر اساس خپرې کړي دي.
په تېر ۲۰۲۳م کال کې د اعدام شويو له جملې څخه یې ۲۳ تنه په ترهګرۍ او دوه عسکر له هیواد سره په خيانت تورن ول. د خليج فارس د حوزې په دې هېواد کې يوازې د ۲۰۲۳م کال په سپتمبر میاشت کې ۳۸ کسان اعدام شوي ول.
په آلمان کي د اعدام وروستۍ سزا
پر نړیوالو هڅو سربیره، بیا هم د نړۍ په ډيرو برخو کي د اعدام سزا عملي کیږي. په آلمان کي وروستی ځل دغه سزا ۷۰ کاله مخکي عملي سوه. په دغه هیواد کي په اعدام باندي محکوم وروستی کس ریچارد شوو نومیده.
په آلمان کي د ګیوتین وروستۍ دستګاه
ریچارد شوو، هغه وروستی مجرم وو چي په آلمان د اعدام په سزا محکوم سوی وو او د ګیوتین یا سر پرې کولو د دستګاه په مرسته ورباندي دغه حکم عملي سو. خو درې میاشتی وروسته د ۱۹۴۹د می مياشتي پر ۲۳ مه په آلمان کي د اعدام سزا د لغو قانون تصویب سو. ددغه هیواد د اساسی قانون په ۱۰۲ ماده کي په واضح ډول د اعدام سزا لغو اعلان سوې ده. انځور: د لودویگسبورگ په موزیم کي د ګیوتین دستګاه.
په لویدیځ آلمان کی د اعدام سزا
لویدیځ برلین یو ځانګړی حالت درلود. که څه هم د آلمان په اساسي قانون کی د اعدام سزا لغوه اعلان سوه، خو په غربي آلمان کي چی تر جګړې وروسته يې اداره د درو متفقو غربي دولتونو امریکا، فرانسې او بریتانیا ترمنځ ویشل سوې وه، په رسمي ډول هغه د ۱۹۸۹م کال د مارچ مياشتي پر ۱۴مه لغو سوه. انځور: ۱۹۶۱م کال، د برلین د براندنبورګ دروازې مخي ته بریتانیايي سرتیري.
د متفقو ځواکونو له خوا د اعدام حکمونه
د ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۴۹م کاله پوري چي دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده، په آلمان کي ډیري لږ د اعدام سزاوي عملي سوې. په دغو څلورو کلونو کي د اعدام سزا په هغو احکامو پوري اړه پیدا کړه چي متفقو ځواکونو پس له جکړې پر نازیانو باندي صادر کړل. په ۱۹۵۱م کال کي هم د نازي آلمان یو جنګیالی په لندسبرګ کي د امریکایانو په زندان کي اعدام سو. انځور. د لندسبرګ زندان.
په ختیځ آلمان کي د اعدام سزا
د آلمان په ديموکراتیک جمهوریت کي د ۱۹۸۷م کال د جنورۍ مياشتي پر۱۷مه د اعدام سزا په رسمي ډول لغو سوه. په اعدام باندي محکوم وروستی کس ددغه هیواد د اطلاعاتو د سازمان افسر، ورنر تسکه وو. هغه د ۱۹۸۱م کال د جون میاشتي پر ۲۶ مه د جاسوسۍ په جرم په لایپڅيگ کی اعدام سو. انځور: د لايپڅيگ زندان.
د اعدام سزا په هکله ټولپوښتنه
په ۱۹۴۹م کال کي د یوې نظر پوښتني نتایج ښيي چي۷۴ سلنه آلمانان د اعدام سزا له عملي کیدو سره موافق دي. په دغه نیټه یوازي ۲۱سلنه کسانو له اعدام سزا سره مخالفت وکړ او پنځه سلنه يې ممتنع رای ورکړه. انځور: د ۱۹۴۹م کال د سپتمبر مياشتي پر اومه نیټه په بُن ښار کي د آلمان د فدرال پارلمان «بوندیستاګ» لومړني غونډه.
په ۲۰۲۲م کال کې په سعودي عربستان کې په ټولیزه توګه د ۱۴۷ کسانو د اعدام حکمونه عملي شوي ول. د بشري حقونو فعالانو پر دې اعدامونو سختې نیوکې کړي دي.
د بخښنې د نړيوال سازمان په خبره، سعودي عربستان په ۲۰۲۲م کال کې له چين او ایران پرته د بل هر هېواد په پرتله د اعدام ډېرې سزاوې عملي کړې وې. د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې په يوه ورځ د ۸۱ کسانو اسعودي: په یوه ورځ کې ۸۱ تنه اعدام شويعدامولودغه هېواد د ټولې نړۍ له خوا د نيوکو سره مخامخ کړ.
زموږ له آرشيف څخه:
د ایران په زندانونو کې شکمنې وژنې
د ایران په زندانونو کې د زرګونه سیاسي زندانیانو سربیره چې د ایران د حکومت له لوري اعدام او په ډله ایزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي، داسې سیاسي زندانیان هم شته چې په بند کې مړه شوي او مرګونه یې مشکوک ښوول شوي دي.
علي اکبر سعیدي سیرجاني
سعيدي سيرجاني یو ایرانی لیکوال، څیړونکی، اديب، سیاسی فعال او تر انقلاب وروسته د ایران یو له منتقدینو څخه وو. هغه د ١٣٧٢ د حوت پر ۲۳ مه د اطلاعاتو وزارت د مامورینو له لوري ونيول شو. سیرجاني پرته له دې چې په هکله یې معلومات خپاره شي، تر نهه میاشتیني بند وروسته د ۱۳۷۳ د لیندۍ په ۴مه په زندان کې ومړ. سعید امامي، چې په ځنځیري وژنو تورن دی، ویلي وو چې د هغه د وژلو له پاره "پوتاشیم" کارول شوی وو.
سعید امامی
سعید امامي چې د ایران یو له لوړ پوړو امنیتي چارواکو او د ځنځیري قتلونو له اصلي تورنو دی، د ۱۳۷۷ کال په دلو میاشت کې زنداني شو. د ایران د وسلوالو ځواکونو د قضايه څانګې څارنوال په ۱۳۷۸ کال کې ادعا کړې وه چې امامي د اوین زندان په حمام کې د نظافت له پاره کاریدونکي کیمايي موادو په خوړلو سره مړ شوی. باور دا دي چې هغه د حکومت د مخالفینو د قتل په هکله د معلوماتو د افشا کیدو د مخنیوي له پاره وژل شوی دی.
اکبر محمدي
اکبر محمدي په ۱۹۷۸ کال کې له خپل ورور منوچهر محمدي او یو شمېر محصلینو سره د تهران په پوهنتون کې د مظاهرو پر مهال ونیول شو او د انقلاب ځانګړې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو. خو له څه مودې وروسته د هغه سزا ۱۵ کاله بند (۱۰ کاله بند او پنځه کاله تعلیقي بند) ته راټيټه شوه. اکبر محمدي د لوږې تر څو ورځني اعتصاب وروسته د ۲۰۰۵ کال د اګست په اتمه په اوین زندان کې په مرموز ډول مړ شو.
کاوه عزیزپور
کاوه عزیزپور په ایران کې یو له کردي سیاسي بندیانو څخه و چې د ۱۳۷۸ کال د ثور په ۲۷ مه د ۲۵ کلونو په عمر د مهاباد په زندان کې مړ شو. هغه تر مرګ دوه کاله وړاندې د ایران د حکومت ضد د کردانو د ګوند د غړیتوب په تور محاکمه شو او په درې کاله بند محکوم شو. د هغه د کورنۍ په وینا، نوموړی په زندان کې د استخباراتي کړیو تر شکنجې لاندې مغزي سکته کړې وه او بیا کوما ته تللی وو.
زهرا کاظمي
د ۱۳۸۲ کال په جوزا کې په ایران کې د محصلینو تر اعتراضونو وروسته د نیول شویو اعتراض کوونکو کسانو کورنیو د اوین زندان مخې ته لاریون وکړ. ایراني الاصله کاناډايي عکاسه چې هغه وخت یې عمر ۵۵ کلونه وو، د زندان مخې ته د لاریون د عکاسۍ له پاره تللې وه چې ونیول شوه چې بیا وروسته مړه شوه. ایراني چارواکو، د هغې د مرګ دلیل د «سر په ناحیه کې کلک جسم لګیدل» یا پر سر باندې د «کلک جسم لیګدل» اعلان کړي و.
امیرحسین حشمت ساران
امیر حسین حشمت ساران د «ایران د ملي اتحاد جبهې» عمومي منشي و چې په ۱۳۸۲ کال کې په دغه نامه د ګوند د جوړلو په جرم په اته کاله بند محکوم شو. نوموړی په بند کې بیا محاکمه شو او په اته کلونو نور بند محکوم شو. هغه د زندان د ځانګړو ساتونکو له لوري د سر په ناحیه کې تر شدیدو ګوزارونو وروسته کوما ته تللی وو او د ۱۳۸۷ کال د حوت پر ۱۶مه د رجايي کرج په روغتون کې تر ۴۸ ساعته کوما وروسته ومړ.
زهرا بنی یعقوب
زهرا بني یعقوب یوه ایرانۍ ډاکټره وه چې د ۱۳۸۶ کال د میزان په ۲۲مه د ایران په همدان ښار کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په توقیف خونه کې وفات شوه. د رسمي راپورونو له مخې زهرا بني یعقوب د نیول کېدو په شپه په زندان کې ځان وژنه کړې. ورور یې وايي چې د مرګ له رسمي وخت څخه یو ساعت مخکې یې له خپلې خور سره په ټیلیفون خبرې وکړې او دا چې هغه له روحي پلوه په ښه حالت کې وه.
ابراهیم لطف اللهی
ابراهیم لطف اللهی د ایران په سنندج ښار کې د پیام نور په نامه پوهنتون کې د حقوقو د څلورم کال محصل و، چې د ۱۳۸۶ د جدي میاشتې په ۲۵مه د انتظامي پولیسو په توقیف کې مړ شو. د سنندج ښار کې د اطلاعاتو وزارت ځايي چارواکو د هغه د مړینې لامل «ځان وژنه» بللې وه.
امید رضا میر صیافی
امیدرضا میرصیافي د "روزنګار" په نامه وبلاګ کې په کلتوري او سیاسي موضوعاتو لیکنې کولې. هغه د ۱۳۸۷ په عقرب کې د رژیم په وړاندې د پروپاګند له کبله پر ۶ میاشتو بنداو د آیت الله خامنه ای او آیت الله خمیني ته د سپکاوي په تور دوه کاله بند محکوم شو. هغه د ۱۳۸۷ کال د حوت پر ۲۸مه د اوین په زندان کې ومړ او په دې توګه د هغه نوم په نړۍ کې د داسې ویبلاګر په نامه ثبت شو چې په زندان کې یې ژوند له لاسه ورکړی وي.
محسن روح الامیني نجف آبادي او امیر جوادي فر
محسن روح الامیني نجف آبادي او امیر جوادي فر په ایران کې د ولسمشرۍ د لسمې دورې انتخاباتو اړوند په پیښو کې د وژل شویو کسانو په ډله کې دي. هغوی د ۱۳۸۸ کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه د جنبش سبز یا زرغون خوځښت په نامه په لاریون کې تر نیول کیدو وروسته د کهریزک په نامه زندان ته انتقال شول او هلته شکنجه شول.
محمد کامرانی
محمد کامراني هغه ۱۸ کلن ایرانۍ ځوان و چې د ۱۳۸۸ د سرطان په ۱۸مه د ولسمشرۍ انتخاباتو تر ترسره کیدو وروسته په نا ارامیو کې په تهران کې ولي عصر میدان ته نیږدې ونیول شو او د کهریزک زندان ته انتقال شو. محمد کامراني په تهران کې د اوین زندان ته تر انتقال وروسته، د ټپونو له کبله «لقمان و مهر» روغتون ته انتقال شو چې بیا وروسته د شدیدو ټپونو له کبله یې د همدې کال د سرطان په ۲۵مه خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هدي صابر
هدي صابر یو څیړونکی، ژورنالیست، ملي مذهبي فعال، سیاسي زنداني او «د ایران فردا» په نامه د منع شوي مجلې له چلوونکو څخه وو. هغه د ۱۳۹۰ کال د جوزا په ۱۲مه نیټه په داسې حال کې چې په اوین زندان کې بندي وو، د هاله سحابي او د خپل پلار عزت الله سحابي د مشکوک مرګ په هکله د نه خوړو اعتصاب وکړو او د جوزا په ۲۱مه، د مدرس په نامه روغتون ته تر انتقال وروسته ومړ.
ستار بهشتی
ستار بهشتي، یو وبلاګ ليکونکې وو چې د ۱۳۹۱ د عقرب پر ۹ د فتا د پولیسو له لوري په ټولنیزو رسنیو کې او فسبوک کې د ایران د «ملي امنیت پر ضد د اقدام» له پاره د فعالیت په تور ونیول شو او د عقرب میاشتې په ۱۳مه په زندان کې ومړ. ۴۱ سیاسي زندانیانو په یوه لیک کې لیکلي وو چې «ستار بهشتي د ۱۳۹۱ کال د عقرب میاشتې په ۱۰ او ۱۱ ورځ د اوین په بند کې وو او دا چې د بدن په ډیری برخو کې یې د شکنجو نخښې لیدل کیدلې.»
سینا قنبري
په ایران کې د جدي په ناکراریو کې د سینا قنبري په نوم یو ۲۳ کلن ځوان ونیول شو. د اوین زندان ته تر انتقال وروسته د جدي په ۱۶مه نیټه د دغه زندان په څلورمه قرنطینه خونه کې ومړ. چارواکو د هغه مرګ دلیل ځان وژنه اعلان کړه. علي رضا رحیمي چې د ایران د پارلمان غړی دی، د دلو میاشتې پر ۱۵مه وویل چې په هغه فلم کې چې د زندان چارواکو ویلي وو چې د سینا قنبري ځان وژنه په کې ښکاري، د قرباني نخښې نښانې پکې نه شته.»
کاووس سید امامی
کاووس سید امامي، په ایران کې د چاپیریال یو فعال چې په ټولنپوهنه کې یې دوکتورا لرله، د امام صادق پوهنتون د اسلامي مطالعاتو او سیاسي علومو د پوهنځي د علمي پلاوي غړ، د ارتباطاتو د مضمون استاد او همدا راز د «حیات وحش میراث پارسیان» په نامه د موسسې له مشرتابه پلاوي څخه وو. هغه د دلو میاشتې په ۴مه ونیول شو او د جمعې په ورځ د دلو په ۱۹مه یې کورنۍ ته په زندان کې د هغه د ځان وژنې په هکله خبر ورکړل شو.