1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: طالبانو د آلمان له خبرولو پرته نوی ډیپلوماټ ګومارلی

امان الله جواد ژباړه: امید دیدار
۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه

سربېره پر دې، چې آلمان کابل کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو دغې ډلې برلین کې د سفارت له پاره ډیپلوماټ ګومارلی دی. الماني رسنیو ویلي، دا ګام د فدرالي حکومت له تایید پرته اخستل شوی.

Deutschland Berlin 2024 | Afghanische Botschaft in Berlin-Grunewald
رپوټ: طالبانو د آلمان له خبرولو پرته نوی ډیپلوماټ ګومارلی انځور: Friedrich Bungert/SZ Photo/picture alliance

المانۍ رسنۍ «ای، آر، ډي» د طالبانو له لوري برلین کې د افغانستان سفارت له پاره د سفیر په توګه د خپل یوه غړي د ټاکلو له یو اړخیز اقدام څخه خبر ورکړی دی.

د رپوټ له مخې، دا یو اړخیز ګام د طالبانو هغه هڅه ښکاره کوي، چې غواړي په بهر کې د  افغانستان  په ډیپلوماټیکو ماموریتونو ولکه ولري. داسې حال کې چې د آلمان په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د ژنیو د ډیپلوماټیک کنوانسیون (۱۹۶۱) له مخې، مخکې تر دې چې یو سفیر یا رییس دنده پیل کړي، کوربه هېواد یې باید ګومارل تایید کړي.

په دې اړه نور څومره پوهېږو؟

دغې آلمانۍ رسنۍ ویلي، ګومارل شوی کس نبراس الحق نومېږي او د طالبانو غړی دی. نوموړی تېر کال له هغو دوو عادي کارکوونکیو یو دی، چې د آلمان له تایید وروسته برلین ته ورغلی و. هغه مهال د دغې مامور مسئولیت افغانستان ته د کډوالو د اخراج بهیر کې همکاري ښودل شوې وه.

اړوند: آلماني پلاوي په کابل کې له طالبانو سره د مجرمو افغانانو د اخراج پر سر خبرې کړي

د طالبانو د استازو منل په آلمان کې له پراخو نیوکو سره مخ شوي وو.

(ای، آر، ډي) آلمانۍ رسنۍ ادعا کوي، چې نبراس الحق هغه مهال هم برلین کې د افغانستان سفارت د کنټرول له پاره په پټه توګه ټاکل شوی و.

آلمان د اروپايي ټولنې یواځینی هېواد دی، چې پکې د  طالبانو اسلامپاله ډله  پکې عملآ د افغانستان د سفارت اداره په واک کې لري.

برلین په جریان کې نه و

دغې آلمانۍ رسنۍ خبر ورکړی، چې د آلمان حکومت د نبراس الحق له لوړ رول څخه ناخبره دی. د آلمان د باندنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، « په آلمان کې د افغانستان د ډیپلوماټیک ماموریت د پرسونل د بدلون خبرتیا» نه ده تر لاسه شوې.

د آلمان حکومتي چارواکو په وار وار ویلي چې برلین غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان ماموریتونه د هغه حکومت له لوري باید اداره شي، چې له طالبانو وړاندې پر افغانستان واکمن و او ۲۰۲۱ کال کې یې د امریکا او ناټو له وتلو وروسته سقوط وکړ.

اړوند: میرڅ وايي د طالبانو ديپلوماتیک په رسمیت پیژندل په اجندا کې شامل نه دي

پخوانی ډیپلوماټ په پټه توګه ګوښه شوی

د آلمان عامه شبکې دا هم واضح کړې، چې د افغان سفارت مخکینی سرپرست عبدالباقي پوپل د روان کال جنورۍ کې له یاد بست لرې شوی او صلاحیتونه ترې اخستل شوي دي. ډيپلوماټیکو سرچینو دغې شبکې ته ویلي، چې د مخکیني ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د سقوط شوي حکومت له لوري دا ګومارل شوی کس د طالبانو له پاره د باور وړ نه و.

عبدالباقی پوپل حتی اجازه یافته که در محل اقامت سفیر در منطقه زهلیندورف برلین زندگی کند و از موتر با نمبر پلیت دپیلماتیک استفاده نماید.

دغې رسنۍ زیاته کړې، دا هڅه هم شوې چې د طالبانو د نوي ډيپلوماټ ګومارل د روان کال تر مارچ میاشتې د آلمان له حکومته پټ وساتل شي. پیل کې د طالبانو باندنیو چارو وزارت غوښتل چې عبدالباقي پوپل  افغانستان  ته ستون کړي؛ خو هغه سفارت او آلمان کې په پاتې کېدو طالبان قانع کړي وو.

عبدالباقي پوپل ته آن دا اجازه هم ورکړل شوې وه، چې د برلین په زیلیندورف ولسوالۍ کې د سفیر په استوګنځي کې ژوند وکړي او د ډيپلوماټیک نمبرپلیټ لرونکې موټرې وکاروي.

له آلمانه افغانستان ته د اخراج شوی مهاجر ژوند

03:16

This browser does not support the video element.

امان الله جواد يو افغان خبريال دی چې له ۲۰۱۵م کال راهېسې د دويچه ویله د افغانستان په څانګه کې فعاليت کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب