1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: طالبان پر مرستندويه ټولنو خپل فشار ته ادامه ورکوي

۱۴۰۲ آبان ۱۰, چهارشنبه

د سيگار د يوه رپوټ په حواله په افغانستان کي واکمنو طالبان پر مرستندويه ټولنو خپل فشار راوستلو ته ادامه ورکوي. دا په داسي حال کي ده چي دغه هيواد له يوه سخت بشري ناورين سره مخامخ دی.

Aghanistan - Humanitäre Hungerkrise
انځور: Ali Khara/REUTERS

د افغانستان د بيارغونې له پاره د امريکا متحده ايالاتو د ځانگړي مفتش يا سيگار په رپوټ کي چي د چارشنبې په ورځ خپور سوي، راغلي دي چي يوازي په اگست مياشت کي د پرمختيايي چارو ۲۶ کسان نيول سوي دي. سربيره پردې د طالبانو استازو د حساسو ارقامو او معلوماتو غوښتنه کړې او هڅه يې کړې ده چي پر دغه ډول پروگرام باندي خپل اغيز وښيي.

د سيګار په حواله د دغه ډول هڅي د مستقيمو عواقبو په نتيجه کي په اگست مياشت کي د ملگرو ملتونو د بشري مرستو سازمان ۴۹ پروگرامونه په مؤقتي ډول په ټپه ودريدل. ويل کيږي چي په سپتمبر مياشت کي  له هغو څخه يې يوازي ۱۳ بيرته فعاله سول.

سيگار په خپل پخواني رپوټ کي د طالبانو له خوا دغه ډول فشار »د خپل ځواک د پياوړتيا له پاره د يوې جدي ستراتيژي د يوه اړخ« په توگه بيان کړي دي. طالبان په خپله بيا پر مرستندويو ټولنودا تور لگوي چي بسپنې په کافي اندازه مؤثرې نه کاروي.

طالبانو په افغانستان کي  د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کي له پوره دوو لسيزو وروسته يو وار بيا واک تر لاسه کړ. پر داسي اعلاناتو سربيره چي هغوی به يو معتدل حکومت کوي، بيا هم د طالبانو واکمني په دا وروستيو وختونو کي ډېره مستبده او متعصبه سوې ده. ښځي او نجوني په پراخه کچه له ټولني حذف کيږي. نوموړي هيواد لا هم له يوه سخت بشري ناورين سره مخامخ دی.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب